مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-08-28   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

درمضان مبارک لړۍ۹برخه درمضان مکافاتي فلسفه

علامه محمدمعين الدين ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته
درمضان مبارک لړۍنهمه برخه درمضان دروزومکافاتي فلسفې اوګټي
علامه محمدمعين الدين ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته
بسم الله الرحمن الرحيم
زمامحترموديني وروڼو درمضان دلړۍ په دغه نهمه برخه کښی درمضان په مبارکه مياشت کښی دطاعاتواوعباداتو اوعلی الخصوص په دغه مقدسه مياشت کښی دروژو نيولو په عوض اوبدل کښی چی کوم اجر اوثواب اومکافات  په اخرت کښی يا په دنياکښی الله جل جلاله  ومسلمانانوته ورکوي  دهغه په باره کښی  تفصيل اوبيان درته شروع  کوم چی یوه حصه بې په دغه برخه کښی اوپاته بې په راتلونکې برخه کښی ان شاءالله درته راسی،اوس  ومطلب ته ځیرسۍ چی په دې شرحه دۍ
اول   په جنت کښی اته دروازې دي چی په دغو اتو دروازو کښی ديوې دروازې نوم ريان  دۍ له دغه دروازې څخه دريان وهيچاته اجازه نسته چی وجنت ته ورداخل سی ماسيوا له روژه دارانوځکه چی دادروازه خاص د دوئ دپاره ده اوخاص دوئ به له دغې دروازې څخه جنت ته ورداخليږي دليل د دې خبری دامبارک متفق عليه  حديث دۍ چی حضرت سهل بن سعد رضی الله تعالی عنه ويلی دی چی رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلی دي  ، فی الجنة ثمانية ابواب منها باب يسمی الريان لايدخله الا الصائمون  ،متفق عليه کذافی المشکات ، يعنی په جنت کښی ا ته دروازې دي چی بعض له دوئ څخه داسی دروازه  ده چی مسمی کړه کيږي  ، نوموله کيږي په ريان سره چی نه داخليږي ودغی دروازې ته يانه داخليږی له دغی دروازې څخه وجنت ته هيڅوک مګر روژه داران  ،، فائده  دريان لفظ دمبالغی صيغه ده چی معنی ئې ده ډير اوبه څرنګه چی ودغی دروازې ته دجنت مختلف نهرونه او ولې رابهيږي اودارنګه ودغی دروازې ته نزدې قسم قسم شګوفې اوتازه ميوې وجود لری اوهرڅوک چی ودغه دروازې ته راورسيږي نو په يوخاص ډول اوبه کيدل ورته حاصليږي اوسربيره پردې داخليدل وجنت ته له دغی دروازې څخه له جملې څخه داجراومکافات دروژه دارانو دۍ کوم چی په دنياکښی ئې دروژې په وجه سختی تندی ګاللی دي نوپه دې وجه ددغه دروازې نوم ريان دۍ که څه هم روژه دارانوخوپه دنيا کښی لوږی هم تيری کړې دي خو څرنګه  چی تنده ترلوږه سخته ده نوپه دې وجه دريان په لفظ سره اکتفا سوېده
 دوهم    درمضان دمبارکی مياشتی روژه چی له وجی دايمان اواحتسابه ئې ونيسی يعنی باعث پرنيولو دروژې باندی ده لره صرف دوه شيان وي  اول  ايمان د ده  دوهم  طلب دثواب نوهرڅه ګناهونه چی تردغه رمضان دمخه ده کړي وي نوهغه به ټول دالله پاک له طرفه څخه وده ته وروه بخښل سی
دريم   هرڅوک چی په دغه مياشت کښی په صحيح توګه تراويح وکړي په دې شرط چی دغه کول ئی دايمان اودطلب دثواب  له وجی وي نوتردغه رمضان له مخه چی ئی څه ګناهونه کړي وي نوهغه به ټول الله پاک ورو بخښی
څلرم    هرڅوک چی په دغه مياشت کښی دليلة القدر شپه په عبادت سره روڼه کړي خوپه دې شرط چی باعث پرده باندی ايمان اواحتساب  وي نوتردغه له مخه چی کوم ګناهونه ده کړيدي هغه به ټول ور وه بخښل سی دليل د دې دریوسروخبرو دا مبارک حديث دۍ  ، عن ابی هريره قال قال رسول الله صلی الله عليه وسلم من صام رمضان  ايمانا واحتسابا غفر له ماتقدم من ذنبه ومن قام رمضان ايمانا واحتسابا غفرله ماتقدم من ذنبه ومن قام ليلة القدر ايمانا واحتسابا غفر له ماتقدم من ذنبه، متفق عليه کذافی المشکوة ،
فايده،،
پوسه چي زموږداحنافومسلک دادۍچي کبېرې اوغټي ګناوي په يقيني ‌ډول تنهااويوازي په توبه سره بخښلي کيږي اوپه طاعت اوپه عبادت سره داپه يقيني ډول نسو ويلاۍچي ګناوي په بخښلي کيږي،البته احتمال ددې سته چي په طاعت اوپه عبادت سره دي کبيره ګناوي وبخښلي سي،هوصغيره ګناوي په يقيني ډول په عبادت سره بخښلي کيږي،نوپه دې وجه په مذکورحديث کښي چي د،غفرماتقدم من ذنبه، جمله درې ځايه مذکوره ده ددې مطلب زموږدمذهب مطابق دادۍچي متقدمي ګناوي دده بخښلي کيږي صغيره ګناوي يقينا اوکبيره ګناوي احتمالا،  والسلام ومن الله التوفيق
په دې اړه نوربيا. . .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery