مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-08-29   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

درمضان مبارک لړۍ۱۰برخه درمضان مکافاتي فلسفه

علامه محمدمعين الدين ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته
درمضان مبارک لړۍ لسمه برخه درمضان دروژودمکافاتي فلسفوپاته برخه
علامه محمدمعين الدين ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته
بسم  الله الرحمن الرحیم
محترووروڼو درمضان مبارک دلړۍ په دې لسمه برخه کښي  وتاسي محترموته درمضان مبارک دروزوداجراودمکافات دپاته برخي بيان اوتفصیل کوم،په نهمه برخه کښی مادرمضان دمبارکوروژودثواب اومکافاة د څلورقسموذکروتاسی ته کړی ؤاوس ئې پاته نورقسمونه درته ذکرکوم،چی په دې شرحه دۍ،
پنځم دروژې مبارکی دثواب داندازې علم الله پاک ترخپل ذات پوری خاص کړیدۍ اوبندګانوته ئې په دې اړه کوم علم ندۍ ورنصیب کړی سره له دې چی له روژې مبارکي څخه پرته نورچي کوم نيک عملونه دي نودهغوۍ ثواب شريعت په لس چنده بياتراوه سوه چنده پوري يابالابودتردې اندازه کړيدۍ .
شپږمدروژه دار دروژې په سبب  الله جل جلاله  دوه قسمه داسي خاصي خوشحالۍنصيب کړيدي کومي چي دبل هيڅ عبادت په سبب يې هغوۍدمکافاة په ډول دهيچادپاره نه دي ذکرکړي،اوله خوشحالي يې دافطاراودوژه ما ت په وخت کښي ده اودوهمه خوشحالي يې په هغه وخت کښي ده چي دغه روژه داردقيامت په ورځ کښي له الله جل جلاله  سره ملاقات کوي،
اومدروژه داردخولې بوۍ په دنيااوخرت کښي دالله جل جلاله په نزدترمشکوډيرخوشبويه دۍ،
اتم روژه داسلام پیغمبر صلی الله علیه وسلم جُنَّة يعني سپراوډال بللې ده په دې وجه چي لکه چي دډال اوسپرپه سبب انسان دتورواودنيزووغيره له ضررڅخه ساتل کيږي  دارنګه دروژې په سبب انسان په دنيا کښي له ګناؤو څخه ساتل کيږي اوپه اخرت کښي ددوږخ له اورڅخه،دغه ټولي خبري ديوه متفق عليه حديث داکثروجملومضمون دۍ کوم چي صاحب دمشکوة هم دمشکوةپه يوسل درواويايم مخ کښي راوړيدۍ،
نهم درمضان په هره شپه کښي الله جل جلاله يوزيات تعدادخلګ ددوږخ له اورڅخه ازاده وي لکه چي ديوه مبارک حديث کوم چي ترمذي اوابن ماجه اواحمديې روايت کړيدۍ اوصاحب دمشکوة هم ذکر کړيدۍ داخیری جملې مضمون دۍ کومه چی الفاظ یې  په دې ډول دي
، ولِلّهِ عُتقاءُ من النارِ وذالک کل ليلةٍ،
لسمروژه دروژه داردپاره دقيامت په ورځ شفاعت کوي په دې ډول چي والله پاک ته دده په حق کښي داسي وایې چي اي ربه مادغه سړي له خورک اوچشاک څخه اودارنګه له نوروشهوتوڅخه دورځي له مخه رامنعه کړۍؤونواوس ځماشفاعت اوسفارش دده په حق کښي قبول کړه ددې خبري دليل هغه مبارک حديث دۍچي بيهقي يې په شعب الايمان کښي له عبدالله ابن عَمرو څخه روايت کړيدۍ اوصاحب دمشکوة هم ذکرکړيدۍ،
يؤولسم درمضان دلړۍ په ړومبيوبرخوکښي داخبره تيره سوه چي درمضان په مبارکه مياشت کښي دنفلي عبادت ثواب دونه دۍ لکه په بله مياشت کښي چي دفرضي عبادت ثواب دۍ اوپه رمضان مبارک کښي دفرضي  عبادت ثواب دونه دۍ لکه څنګه چي په نوروختوکښي داويافرضي عبادتو ثواب دۍ
دؤولسم داسلام پیغمبر صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي چي رمضان دصبرمياشت ده اوصبرثواب دده جنت دۍ،
ديارلسم له دنيوي مکافاتوڅخه درمضان دمبارکي مياشتي دروژويومکافات دادۍچي الله جل جلاله دمومن په رزق اوروزي کښي زياتوالۍ اوډيروالۍ پيداکوي 
 ديارلسم ويوه روژه دارته درمضان په مياشت کښي چي صرف يو دونه قدرشي څوک ورکړي چي دَي روژه په ماته وي نوددې په بدل کښي الله جل جلاله وده ته دونه ډيرثواب ورکوي چي يوخوددونه لږقدرروژه مات ورکولوپه سبب دده ټولي ګناوي الله جل جلاله وربخښي اوبل دي په دې سبب ددوږخ له اورڅخه ازاده وي اوبل ددغه روژه دارداجراودثواب په اندازه وده ته هم اجراوثواب ورکول کيږي،ددغوټولوخبرودليل هغه حديث دۍ چي صاحب دمشکوة يې له سلمان فارسي څخه روايت کړيدۍ اوموږپه تيروبرخوکښي ددغه مبارک حديث متن اوتفصيل دواړه ذکرکړيدۍ، والسلام ومن الله التوفيق،
نوربيا.. .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery