مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-08-30   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

درمضان مبارک لړئ ۱۱ برخه

علامه محمدمعين الدين ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته

درمضان مبارک لړئ  ۱۱  برخه
درمضان په استقبال کښی دالهی عکس العمل بيان  
علامه محمدمعين الدين ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته

بسم الله الرحمن الرحيم 
محترمو ورڼوکله چی درمضان مبارکه مياشت داخله سی نود دغی مياشتی اود دغی مياشتی دروژو اودعباداتوپه استقبال کښی الله جل جلاله   خپل يوقسم الهی ځانګړئ عکس العملونه ښکاره کوی چی داسلام پیغمبر صلی الله علیه وسلم دهغه تشريح په ځنو مبارکواحاديثو کښی کړې ده چی يوله هغوئ څخه دامبارک حديث دۍ ،  عن ابی هريرة قال قال رسول الله صلی الله عليه وسلم اذاکان اول ليلة من شهررمضان صفّدت الشياطين ومردة الجن وغلقت ابواب النارفلم يفتح منها باب وفتحت ابواب الجنة فلم يغلق منها باب وينادی مناد ياباغی الخير اقبل ويا باغی الشر اقصر ولِله عتقاء من النار وذالک کل ليلة  ، رواه الترمذی وابن ماجه واحمد،   يعنی له حضرت ابی هریره رضی الله عنه څخه روايت دۍ چی رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلی دي چی هروخت چی سی يعنی راداخله سی اوله شپه له مياشتی درمضان څخه نو وتړل کړه سی شيطانان اومرده دپيرانانو يعنی هغه پيرانان چی کار ئې خالص شراوفساد دۍ او وتړلې کړې سی دروازې د دوزخ نونه سی پاته مفتوحه اوخلاصه له دغودروازو څخه يوه دروازه هم  اوخلاصې کړې سی ټولی دروازې دجنت نو نه وي تړلې پاته سوې له دغودروازو څخه دجنت يوه دروازه هم اونارې وهی يوناره کوونکۍ يعنی له طرفه څخه دالله پاک چی اې طلب کوونکې دخيريعنی دنيک عمل اودثواب دهغه مخ راواړه وه اواې طلب کوونکې دشر رابندکه ځان يعنی له شرڅخه اوله ګناوو څخه اوسته الله جل جلاله  لره ډيرعتقاء يعنی داسی بندګان چی ازاده وي ئی الله جل جلاله له اورڅخه د دوزخ  اوداکارپه  هره شپه کښی کيږی يعنی له شپو څخه درمضان مبارک،
په دغه مبارک حديث کښي داسلام پیغمبر صلی الله علیه وسلم شپږقسمه الهي عکس العملونه ذکرکړيدي کوم چي درمضان مبارک په استقبال کښي يې الله جل جلاله   ترسره کوي ،
اول داچي شيطانان اوسرکښان دپيريانانوالله جل جلاله تړي،ځني علماء وايې چي مرادله دغه تړلوڅخه دادۍ چي شيطانان اودپيرانانوسرکښان په دغه مبارکه مياشت کښي هغه قسم فساداوشرنسي رسولاۍ کوم چي یې په نورومياشتوکښي رسوي، اوځني دغه تړل پرظاهرباندي پريږدي،
دوهم په دغه مياشت کښي دالله جل جلاله  په حکم سره ددوږخ ټولی دروازې تړلي کيږي  دځينوعلماؤو په قول مرادله تړلوڅخه ددروازوددوږخ دادۍچي په دغه مبارکه مياشت کښي په ګناؤواوپه بدواعمالوکښي قلت اوکمبود راځي،اوځني علماءوايې چي درمضان مبارک دشرف اودعظمت په خاطرحقيتاددوږخ دروازې تړلي کيږي،
اوځني علماء وايې چي ددې دپاره ددوږخ دروازې تړلي کيږي چي په عالم برزخ يعني په قبروکښي چي کوم ګنهګاران مومنان پراته دي اوددوۍ دګناؤوپه وجه په نورووختوکښي ددوږخ هواپردوۍ باندي لګيږي هغه هوا له دوۍ څخه بنده سي،
دريم په دغه مياشت کښي دالله جل جلاله په حکم دجنت ټولي دروازې خلاصيږي خوله دغوخلاصيدوڅخه ځينوعلماؤودامطلب اخیستی دۍ چی مرادله دغه خلاصیدوڅخه دکنایې په ډول دادۍ چی الله پاک په دغه میاشت کښی وبندګانوته دخیردکاروتوفیق ورکوی
اوځنی علماءدغه خلاص والی پرحقیقتباندی حمل کوی اووای چی الله پاک درمضان مارک دعظمت اوشرف په وجه داکارکوی اځنی بیا داوایې چی ددې دپاره دجنت ټولی دروازې خلاصیږی چی درمضان په برکت پرهغونیکانوخلګوباندی کوم چی په عالم برزخ اوقبروکښی دی دجنت هواوی ترنورووختوزیاتی ولګیږی
څلرمدرمضان له ابتدڅخه له طرفه دالله پاک یوملک په دې سره مؤظف ګرځی چی  خلګدخیروکاروته رادعوته وی اوداورته وایې چی  ایدخیرطلبګاره رامخ که دخیرپه کارومشغول سه ،پنځم الله پاک ددې دپاره هم  ملک اوفرشتې ته وظېفه ورکوی چی خلګوته له بدوکاروڅخه درامنع کیدودعوت ورکړی،شپږم درمضان په هره شپه کښی یوزیات تعدادخلګ ددوزخ له اورڅخه آزادوی،انظر للتفصیلات حواشی الترمذی ومشکوة،والسلام ومن الله التوفیق ،په دې اړه نوربیا

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery