دخپریدو نیټه : 2009-08-31 مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا
محاسن الاسلام ۲۸ برخه دښځودحقوقولړۍ
علامه محمدمعين الدين ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته
محاسن الاسلام ۲۸ برخه دښځودحقوقولړۍ
علامه محمدمعين الدين ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته
بسم الله الرحمن الرحيم
محترمومسلمانوورڼو دمحاسن الاسلام په دې برخه کښی هم دښځو له ځنونورو هغو حقوقو اوارزښتونوڅخه بيان درته کوم چی په هغوئ کښی داسلام مقدس دين ودوئ ته له نارينه وو سره مساوات ورکړيدۍ ځکه چی دهغوئ په نسبت دښځواودنارينه وو فطرت دمساوات تقاضاکوی ،اول اسلام په دې کښی نراوښځه دواړه مساوي سره بللی دي چی لکه څنګه چی ميړه د ښځی پر ذمه واجب حقوق لری دغه رنګه ښځی هم دميړو پر ذمه باندی دواجبوحقوقومالکانی دي لکه الله جل جلاله چی دسورت بقرې په ۲۸۲ مبارک ايت کښی فرما يلی دي (ولهن مثل ماعليهن بالمعروف )يعنی اوسته دوئ لره ،ښځولره پر ذمه دميړو باندی هغه حقوق ، چی په مثل دهغوحقوقو دي چی لازم دي پردوئ باندي يعنی پرښځوباندي ميړود دوئ لره ، په معروفه اونيکه طريقه سره ، دوهم ،اسلام وښځی اونر ودواړوته په الهی خطاب کښی مساوات سره ورکړيدۍ ځکه په قران کريم کښی چی هر ځای د( ياايهاالناس ...اود ياايهاالذين آمنو )خطاب راغلۍ دۍ نوپه دغه خطاب کښی ښځه اونر دواړه سره شريک دي اودواړه په الهی خطاب سره مخاطب دي ، دریم، داعمالوصالحه ؤپه وجه دقیامت په ورځ کښی وجنت ته داخلیدل وښځواونارینه ووته یوشان ثابت دۍ په دۍ کښی هم اسلام نراوښځه مساوی سره بللی دی لکه چی دسورت غافرپه څلوښتم آیت کښی الله پاک فرمایلی دی( ومن عمل صالحا من ذکر أوأ نثی وهومؤمن فأولئک يدخلون الجنة ) یعنی اوهرڅوک چی وکوی نیک عمل له نره اوله ښځی څخه یعنی چی هغه څوک عبارت دۍ له نارینه اوله ښځی څخه،حال داچی دَیْ مومن وی،ځکه چی دکفرپه حال کښی صالح عملونه باطل دی اعتبارنلری نوهغه خلګ به یعنی که ښځی وی اوکه نران دقیامت په ورځ کښی،داخلیږی وجنت ته،څلرم،اسلام په دۍ کښی هم نران اوښځی بی فرقه سره بللی دی چی دنیک عمل په وجه ودواړوته حیات طیبه یعنی خوږاونیک ژوندپه دنیا اوپه آخرت کښی ورنصیب کیږی اوپه آخرت کښی ودواړوته ددوئ دهغه نیک عمل په مل چی ددوئ په ټولونیکوعملو کښی احسن اونیکوتر وی دټولونیکواعمالواجروکول کیږی خلاصه دا چی په داردآخرت کښی اسلام دښځی اونردواړوترمنځ مساوات مطلق ثابت کړیدۍ په دې معنی چی هلته ددواړووایمان اوعمل ته اعتبار دۍ اوهلته دنارینه والی اودښځینه والی مسأله بالکلیه صرف نظرده جنت اودجنت مراتب صرف دایمان اودعمل صالح په ک چه ورکول کیږی اودوزخ اودهغه درکات صرف دکفریادګناؤپه وجه ورکول کیږی هوبی بی مریمه بی بی آسیه بی بې خدیجه بی بې فاطمه وغیرها رضی الله عنهن به هم دقیامت په حاضری سی اونمروداوفرعون اوشداد اوابوجهل وغیرهم مثلهم لعنهم الله به هم حا ضرسی خوهلته به هیڅ دنرودښځی مسأله مطرح نه وی بلکه داخلاص اوایمان عمل صلح اودکفر اوطغیان اوخبی ثواعمالومسائل به مطرحکیږی ،لکه چیالله جل جلاله دسورت نحل په پنځه نویم آیت کښی فرمایلی دی( من عمل صالحا من ذکرأوأنثی وهومؤمن فلنحيينه حياة طيبه ولنجزينهم اجرهم باحسن ماکانويعملون ) دارنګه اسلام دجزائې قوانینوله مخی هم ترډیره حده نراوښځه مساوی بللی دی لکه دزنا په صورت کښی چی کله ښځه اونردواده والا نوی واړه سل کوړې یا درې وهل کیږی دسورت نوپه دوهم آیت کښی فرمایلی دی( الزانية والزاني فاجلدوا کل واحد منهما مائة جلدة )دارنګه اسلام نراوښځه دواړه په دې کښی سرهمساوی اوبرابربولی چی هریوله دوئ څخه تام صلاحیت ددې لری چی دمال اودولت مالک سی اوله حلالی لاری اکستساب وکړی لکه چی الله دسورت نساء په دوه دیرشم آیت کښی فرمایلی دی ( للرجال نصيب مماکتسبو ا وللنساء نصيب مما أکتسبن ) والسلام ومن الله التوفیق
په دې اړه نوربیا