دخپریدو نیټه : 2009-08-31 مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا
درمضان لړۍ،۱۳،برخهدروژې دطبی اوصحی منافعوتفصیل
علامه محمدمعين الدين ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته
درمضان لړۍ،۱۳،برخه
دروژې دطبی اوصحی منافعوتفصیل
علامه محمدمعين الدين ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته
بسم الله الرحمن الرحیم،عالیقدرومسلمانانووروڼودرمضان دلړۍ ددوولسمی برخی په جریان کښی ماددې خبری ذکروتاسی ته وکړچی روژه نیول په طبی لحاظ دانسان دبدن دصحت دپاره قسم قسم فائدې اوګټی لری اوپه دې اړه می داسلام دپیغمبرصلی الله علیه وسلم درې حدیثونه درته بیان کړل چی دامضمون پکښی د رج ووچی روژه نیسۍ نوبه تاسی جوړسۍ اودصحت خاوندان به سۍ،اوس ددنیا دډاکټرانواوطبیبانواودارنګه داسلامی پوهانواوبزرګانوفیلسوفانونظرونه په دې باره کښی درته ذکرکوم چی روژه دانسان دصحت پربیلابیلواړخونوباندی خورانیک اثرات اچوی چی تفصیل ددې په دې شرحه دۍ،اول،په اواخرودقرن ماضی کښی غربی باحثینواوتلاش کوونکوپه دې باره کښی تبادل د رأیوسره وکړچی ایاروژه ترکومه حده پوری دانسان پربدن باندی نیک آثارغورځوی چی ددوئ له جملې څخه يوهال بروک عابره هم وو په اخر کښی ودې نتيجې ته ورسېدل چی روژه په يګانه اوپه يقينی ډول دانسان ديوه کره اوديوه سُچّه صحت تضمين کوی هال بروک په دې باره کښی يوکتاب دالصوم الذی يشفی په نامه جوړ کړ اوپه دغه کتاب کښی ئی دغربی باحثينوبحثونه راخلاصه کړل ، دوهم په اوائلو دقرن ماضی کښی د دوکتور دو وی په غوښتنه دبرطانيې ټول مشهور طبيبان سره راجمعه سول د دې دپاره چی هغه امور مشخص کړی کوم چی دانسان وصحت ته ګټور تماميږي نوپه اخر کښی دوئ پردې خبره باندی اتفاق وکړ چی ترټولو ډيرمهم شئ په صحی تاثير کښی پراعضاوو دانسان باندی روژه ده ،
دريم دغربيانو ِدرَاسَتُوْنو د دوئ اطباء اوډاکټران اخير پردې کارباندی وګمارل چی دانسان دصحت په تداوی وو کښی ئی ډيره مهمه دوا روژه مقرره کړه که څه هم د دوئ دغه روژه له اسلامی روژې څخه فرق لري ځکه چی دوئ خوصرف دانسان دبدنی صحت دپاره دروژې تشخيص کړيدۍ نه دالهی حکم اوتعبد په خاطر خوبيا هم له اسلامی روژې سره په ظاهرکښی تماثل اوتشابه لری ځکه د دوئ د دغه صحی روژې تعريف په دې ډول سويده چی دورځی له مخه منعه وکړ له سی له خورک اوچښک څخه ترداسی حده چی ډيراشد ضرورت پيدانسی نويوغوړپ اوبه هم و نه چښلې سی اودشپې له خوا هم صرف يوګلاس قدر شيدې يا مثل دشيدو وخوړل سی دغه قسم روژه دانسان دصحت دپاره غربی طب پوهانو ډيرعمده اواهم امر بللی دۍ کوم چی واسلامی روژې ته بيخی ورته او ورنزدې ده ، څلرم بعضی له وصيتو څخه دلقمان حکيم وخپل زو ئ ته داوصيت وو چی ورته وې ويل يابني اذا امتلئت المعدةنامت الفکرةوخرست الحکمةوقعدت الاعضاء عن العبادة ، يعنی اي ځوی کيه هغه وخت چی معده ډکه سی نودانسان فکراوسوچ بيديږي اودارنګه دانسان پوهی اوحکمت ګونګۍ کيږي اوداراز دانسان ټول اندامونه دالله جل جلاله له عبادت څخه کښينی اومعتل پاته کيږي ،انظرروائع الطب الاسلامی ،شيخ سعدی رحمه الله فرمايلی دي
اندرون ازطعام خالی دار ، ، تادرونورمعرفت بينی ،،تهی زحکمت بعلت آن ،،که پرې ازطعام تابينی
يعنی خپل باطن اونس له خورک څخه خالی لره د دې دپاره چی په خپل با طن کښی دالله جل جلاله دمعرفت
نور و وينې ، ته له حکمت څخه خالی ئی په علت دهاغه چی ډک ئی له طعام اوله خورکی موادو څخه ترپوزې پوری ،اومولانا جلال الدين رومی په مثنوی کښی فرمايلی دي
لب فروبند ازطعام ازشراب ،، سوی خوانی آسمان کن شتاب ،يعنی خپل شونډان له خورک اوچښک څخه وتړه بيانوواسمانی سترخوان ته په ورتللو کښی چټکی وکړه مراد له اسمانی سترخوان څخه دالله جل جلاله ذکر اوعبادت دۍ ځکه ډک نس اوډکه معده انسان له عبادت اوله ذکر څخه رامنعه کوی اوکله چی دانسان نس اومعده خالی وي اوله خالی والی سره عادت ونسی نوبيائی دالله جل جلاله ذکراوعبادت غذا ګرځی ، والسلام ومن الله توفيق نور بيا