مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-08-01   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

تصوف اوعرفان ۵برخه دمرابطی دوهم قسم

علامه محمدمعين الدين ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته

تصوف اوعرفان  ۵برخه  دمرابطی دوهم قسم
علامه محمدمعين الدين ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته

بسم الله الرحمن الرحيم
محترمو مسلمانانودتصوف اوعرفان په تیره برخه کښی ماتاسی ته دمرابطې داول قسم چی مشارطه ورته ويل کيږی بيان وکړاوس په دې برخه کښی دمرابطې د دوهم قسم چی مراقبه ورته ويل کيږی بيان درته کوم محترمواوليا ء کرام اودطريقت استاذان دمريدانو اودمسلمانانوداصلاح دپاره ودوئ ته له مشارطې څخه وروسته  دوهم تعليم دمراقبې کوي ،مراقبه چی په اسانه طريقه  زه وتاسی ته دروښيم نوبايد و وايم چی دمشارطې کوم چی دمرابطې اول قسم دۍ اودمراقبې کوم چی دمرابطې دوهم قسم دۍ  مثال داسی دۍ لکه يو امير بادشاه اوحکيم چی يوچاته يوه وظيفه ورسپاري نوورته و وايی چی ګوره دغه وظيفه به پدغه طريقه ترسره کوې اوله دغې طريقې څخه به مخالفت نه کوې دادمشارطې مثال دۍ کومه چی ودېته ويله کيږي چی مسلمان دسهار له لمانځه څخه وروسته يوڅه وخت  تنهاکښينی اوخپل ځان او وخپلی خولې ته اودبدن وټولو انداموته داو وايی چی اۍ ځما ځانه اۍ ځما دبدن اعضاووداچی نن زه سهار بياژوندۍ راکښينستم داپرماباندی دالله پاک لوی فضل وسو چی ځماژوند ئی رادراز کړاود دې موقع ئی راکړه چی داخرت دپاره خواری وکاږم نوبايد پدغه ورځ کښی دخيرکارونه وکړم اودبدو کاروڅخه ځان وساتم اودمراقبې مثال دادۍ چی يوحکيم ويوچاته يو وظيفه ور وسپاری اوهدايت اوتوصيه ورته وکړی  وروسته  بيا دشالخوا پسی ګوري چی ايا دغه ځما وظيفه دارځما دهدايت مطابق اجرا آ ت کوي اوکې نکوي ځکه که امير دشالخوا پخپلو وظيفه دارانوپسی ګوري نوکه ئی بالفرض وغله ته وظيفه ورسپارلې وي نودهغه غله څخه شريف اوامين سړئ جوړيږي اوکه دشا لخوا فهم اوفکرنه پسی کوي نوله بزرګو وظيفه دارانوڅخه به اخيرغله  جوړسی دارنګه کله چی هرانسان هرسهار وخپل ځان  اونفس ته دخيرتوصيه وکړي نوله دې څخه وروسته چی بيا په عمل اوکارشروع وکړي نوباید په خپل ځان اودخپل ځان په ټولواعضاوو اوانداموپسی ګوري  چی ايا ځما دسهارني نصيحت اودستورمطابق کار روان دۍ اوکه نه دۍ ځکه هرانسان چی وخپل نفس ته متوجه نه وي اودخپل نفس مراقب نه وي اود دې خيال اوسوچ نه وي ورسره چی الله جل جلاله   ځما هرڅه وينی اوالله پاک وماته اوځما وهرڅه ته حاضراوناظر دۍ نوبيا د ده نفس طغيان سرکښی اوفسادکوي حاصل دادۍ چی مراقبه له دووشيانوڅخه عبارت ده  اول شئ دادۍ چی انسان وخپل ځان ته متوجه  وي چی کوم يونالايقه کار ورڅخه و نه سی اويا يولايق کارورڅخه پاته نه سی البته دکسلت اودسستۍ اودغفلت اودبې غورۍپه وجه  اودوهم شئ دادۍ چی انسان په هرکارکښی ودېته متوجه  وي چی الله جل جلاله   ماوينی  که زه ښه کار کوم اوکه بد کار کوم الله جل جلاله   وماته حاضر اوناظردۍ دقران کريم داياتو اودنبی عليه السلام دحديثواودارنګه د دين دبزرګانو داقوالو له مخی دمسلمان دپاره مراقبه يوسترضروری عمل دۍ ،
 من ارادالاستقصاء فعليه بالاحيا ء
                     والسلام ومن الله توفيق
نوربيا

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery