مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-09-04   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

تصوف او عرفان لړۍاتمه برخه د مرابطې پنځم قسم

علامه محمدمعين الدين ابوالفضل کان الله له دامت برکاته،

تصوف او عرفان لړۍاتمه برخه د مرابطې  پنځم قسم  :
       
علامه محمدمعين الدين ابوالفضل کان الله له دامت برکاته،
بسم  الله الرحمن الرحیم

د مرابطې  پنځم   «  ۵  » قسم  :
محترمو وروڼو  !  دمرابطې  پنځم  قسم  « مجاهده » ده . مجاهده ودې  ته ويله کيږي  چي انسان  پخپل ځان کښي  د عبادت اود طاعت په کارو کښي  کسلت او سستي  محسوسه کړي ،او بې شوقي او بې ذوقي ورته پيداسي  ،نودغه انسان وخپل نفس او ځان ته ادب ورکړي . په دې ډول چي له دې سره سره چي عبادت او طاعت ،باندي  ثقيل او دروند وي ،خپل نفس په جبر سره و سختو او ګرانو عبادتو ته متوجه  کړي ،ترڅو چي  اساسي عبادتونه  لکه فرض ،واجب ،سنت او مستحب . اوارنګه له ګناوو څخه اجتناب  دده ونفس ته ډير اسانه کارونه معلوم سي ،اوکسلت او سستي د الله (جل جلاله )په بندګۍ کښي ورڅخه ليري سي .لکه چي  د الله تعالی صالحو او نيکو بندګانو به دغه ډول کول ،چي يو څو نمونې يې د مراقبې په  بحث کښي موږ درته ذکړلې ، اوځيني نمونې يې دلته درته ذکر کوم  :
له حضرت  عمر بن الخطاب «رضي الله عنه »څخه يوه ورځ  دماځيګر د لمانځه  جماعت تير سو ،نوددې په بدل کښي  ده مبارک خپله  ځمکه ـــ  چي دوه سوه درهمه يې  قيمت ووـــ دالله جل جلاله » د رضا لپاره صدقه کړې  .  همدارنګه دده مبارک له ځوئ عبدالله څخه چي به کله  يو لمونځ د جماعت « فَوت  »سو نو هغه شپه به ئې ټوله روڼه کړله ،اونفلونه بې کول  . يوه شپه  له ده مبارک څخه د ماښام لمونځ  دوندي قدر ناوخته سو چي دوه ستوري  په اسمان کښي  ښکاره سول ،نو ددغه ځنډ او تأخير په بدل کښي ده مبارک دوه مري يونه «غلامان » ازاد کړل .
دلته که يو څوک داسي سوال  وکړي چي  که چيري  ځما نفس موافقه نه راسره کوله چي زه مجاهده يعني  تکليف کشي  د ذکر سوي  طريقې مطابق وکړم  ،نو بيا به ددې  علاج څه وي ؟ جواب ددې دادئ  چي  پ دې صورت کښي بايد دوه کاره وسي : اول داکار چي  د هغو خلګو چي د الله «جل جلاله » په عبادت او طاعت کښي ئې عقل حيرانونکي تکليفوه او زحمتونه کَش کړيدي ، بيانونه  او ددوۍ د زندګۍ حالات په کتابو کښي  وکتل سي  . دوهم داکار چي د الله (عزوجل ) د يوه داسي «بنده »سره صحبت و ملازمت وکړ سي چي هغه د الله پاک د عبادت په کارو کښي زيات  تکليف کَش او زحمت کَش وي .  عبدالواحد بن زيد فرمايلي دي :  چي د  چين  په راهبانو کښي د يوه راهب و عبادت خانې ته راغلم ،او ور ږغ مي کړل چي ائ راهبه  ! ده جواب رانه کړ ،بيا مي ورږغ کړل چي اې راهبه !!  بیاده جواب رانه کړ  ، بيا ميورږغ کړل چي ائ راهبه !! ! نو دَئ پر ما باندي راښکاره سو او راته وې ويل چي : ائ سړيه  زه خو راهب نه يم . ځکه چي په حقه سره راهب هغه څوک دئ چي له الله تعالی څخه ويريږي ،اوصبر کوي پر هغه مصيبت او تکليف باندي چي دالله پاک له طرفه وده ته ور ورسيږي ، او راضي وي په قضا دالله(جل شانه ) او حمد او ثنا د الله (جل جلاله)وايي پر خاصو او لازمي نعمتو د الله پاک ،اوشکراداکوي خدائ لره پر عامو او شاملو نعمتو د الله پاک ،او تواضع او عاجزي کوي و عظمت او لويي ته د الله پاک ،او ذليل ګرځوي  خپل ځان و عزت ته دالله پاک ،اوغاړه ئې ايښې وي و قدرت ته د الله پاک ،او فکر کوي په حساب اوپه عذاب کي دالله پاک  ، نوپه دې سبب يې ټوله ورځ روژه وي اوټوله شپه و خدائ پاک ته په عبادت کښي ولاړ وي  . دغه واقعي  راهب دئ  ! او هر څه چي زه يم نو زه يو خروړئ سپئ يم په دغه عبادت خانه کښي مي خپل ځان له خلګو څخه رابند کړئ دئ ،ددې لپاره چي خلګ راڅخه ونه داړل سي . عبدالواحد وايي چي :  بيا ما له دغه راهب څخه پوښتنه وکړله چي دا اوس خلګ چي له خدائ (جل جلاله ) څخه يې په عمومي ډول تعلق شکيدلئ دئ ،نوله خدائ تعالی څخه د خلګو د تعلق ،دقطع کيدو او شکيدلو بنيادي سبب کو شئ دئ ؟؟ نو ده راته وويل چي : ائ ځما وروره ! خلګ له خدائ څخه بل هيڅ شئ نه پرې کوي ماسيوا له محبت څخه د دنيا ،او عاقل او هوښيار سړئ هغه دئ چي دنيا او د دنيا محبت يې له خپل زړه څخه ليري کړ ،اوله ګناوو څخه توبه ګار سو ،او پر هغه کارو باندي ئې مخ را وګرځاوئ چي د هغو کارو په سبب دَئ و خپل رَب ته ور نژدې کيږي  .  وحضرت داود طايي «رحمه الله » ته يو چا وويل چي : کاشکي دي دا خپله ږيره مبارکه ږمونځ کړې وائ ؟ ده مبارک ورته وفرمايل چي : ږيره ږمونځول خو دفارغ او خلاص سړي کار دئ ،زه دالله پاک له شغل څخه دوندي فراغت نه لرم چي ږيره ږمونځ کړم  .  لکه عبدالرحمن بابا چي فرمايلي دي  : 
            رحمان  هومره له خپل ياره اوزګار نه دئ             چي غوږ ونيسي  ناصح  غوندي  اوزګار ته 
والسلام ومن الله التوفيق
نوربيا

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery