مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-09-04   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

درمضان مبارک لړئ ۱۶ برخه طبی اوصحی فلسفې

علامه محمدمعين الدين ابوالفضل کان الله له دامت برکاته،
درمضان مبارک لړئ   ۱۶  برخه  طبی اوصحی فلسفې 
علامه محمدمعين الدين ابوالفضل کان الله له دامت برکاته،
بسم الله الرحمن الرحيم
محترمومسلمانو ورڼو درمضان دلړئ په دې برخه کښی هم دروژې مبارکی دطبی اوصحی فلسفوبيان دوام لری په دې برخه کښی ځنی نوری ګټی اوصحی فايدې دروژې مبارکی  درته ذکرکوم محترموڅرنګه چی په روژه مبارکه کښی انسان له لوږی سره مخامخ کيږی اولوږه دانسان وبدن ته ډيری غټی فايدې راجلبوی نوپه دې وجه روژه مبارکه هغه فايدې دانسان وبدن ته رسوی کومی چی دلوږی په سبب حاصليږي  دامام غزالی رحمه الله دبيان مطابق کوم چی داحياءالعلوم د دريم جلدله ۸۴ صفحی څخه ئی شروع کړئ دۍ دهمدغوفايدو يوه برخه په دې شرحه ده اول دلوږی په سبب دانسان وزړه  ته صفايی اوپاکوالی حاصليږی دوهم دلوږی په سبب دانسان قريحه اوطبيعت اېقاد ،بليدل ،اوتیزی پيداکوی دريم دلوږی په سبب دانسان  دبصيرت قو ه قوی کيږی اوپه مدرکاتوکښی زيات نفوذپيداکوی  ، بصيرة دعقل دپاره داسی قوة ده لکه دسترګودپاره باصره قوه،امام غزلی رحمه الله  فرمايلی د ی
 فان الشبع يورث البلادة  ويعمی القلب ويکثرالبخارفی الدماغ شبه السکرحتی يحتوی علی معادن الفکر   فيثقل القلب بسببه  عن الجريان فی الافکار وعن سرعة الادراک بل الصبی اذا أکثرالأکل بطل حفظه وفسدذهنه وصاربطئ الفهم والادراک . يعنی ځکه چی مړتيا ،ډک نس ،په انسان کښی بلادت پيداکوی مطلب داچی ذهن يی دونه ورخرابه وی چی بيا په خبرونه پوهيږی اودزړه سترګی ړنده وی اوپه دماغ کښی بخارډيره وی ترداسی حده چی دغه بخارپرټولومعادنودفکراحاطه کوی نوپه سبب د دې دانسان زړه اوعقل له دې څخه دروند سی چی په فکرو اونظروکښی جريان اوتګ وکړی اوپه سرعت اوپه  چټکی سره ديوشئ ادراک وکړی بلکه کوچنۍ چی ډير خورک کوی نوحفظ، ياد،اوحافظه قوة يی باطله کيږی اوذهن ئی فاسد اوخراب ګرځی اوپه فهم اوپه ادراک کښی بطوءاوسستی ورته پيداکيږی، اوابوسليمان دارانی ويلی دی چی له لوږی اوله خالی نس سره لازم اوسه ځکه چی په لوږه کښی درې  فايدې دي  اوله  فايده داده چی په لوږه سره دانسان نفس ذليل ګرځی  دوهمه  فائده ئې داده چی په لوږه سره دانسان په زړه کښی نرمی پيداکيږی او دريمه فايده داده چی لوږه وانسان ته اسمانی علم ورنصيب کوي او داسلام پیغمبر صلی الله علیه وسلم فرمايلی دی ،احيواقلوبکم بقلة الضحک،وقلة الشبع، وطهروهابالجوع تصفووترق  ، يعنی ژوندی کوئ زړونه ستاسی په دې سره چی ليږ خاندۍ اوپه دې سره چی ليږ خپل ځانونه مړه وۍ اوپاکوۍ زړونه خپل  په لوږه سره نوبه صفاسی زړونه ستاسی اونرم به سی  همدارنګه داسلام پیغمبر صلی الله علیه وسلم فرمايلی دی  .من اجاع بطنه عظمت فکرته وفطن قلبه   ، کذافی  احياءالعلوم ، يعنی هرڅوک چی وږۍ کړی نس خپل نوغټ به سی فکراوسوچ د ده اوفطين  اوزیرک به سی زړه اوعقل د ده، پاته بيان  به په راتلونکې برخه کښی انشا لله درته راسی  ،
                        والسلام ومن الله التوفيق  په دې اړه نور بيا
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery