مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-09-05   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

تصوف اوعرفان نهمه برخه دمرابطې شپږم قسم

علامه محمدمعين الدين ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته،
تصوف اوعرفان نهمه برخه دمرابطې  شپږم قسم 
علامه محمدمعين الدين ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته،
دمرابطې  شپږم   «  ۶  » قسم  (معاتبة النفس )  دئ  :
بسم الله الرحمن الرحیم
محترمووروڼو ! معاتبة النفس ودې ته ويل کيږي چي  انسان  هميشه  و خپل ځان ته وَعظ او نصيحت کوي ،اودده تقصيرات او بې لاري ورته په ګوته کوي  ،او له يوه طرفه دالله پاک نعمتونه او احسانونه په ياد ورولي ،او له بله طرفه د مرګ ،قبر او دآخرت و سختو او مشکلو حالاتو ته  ــــ کوم چي د هر انسان ومخ ته راتلونکي دي ـــ  متوجه کوي . ځکه نصيحت او د عبرت خبري  کې و ځان  ته څوک وکړي او که و بل ته  (په دې شرط چي په اخلاص او صداقت سره وي ) حتما فائده او نفع رسوي . لکه الل (جل جلاله) چي فرمايلي دي  :  {وَذَکِّر فان الذکری تَنفَعُ المؤمنين } يعني او پند ورکوه ائ رسوله ! و خلګو ته  ،ځکه بې شکه پند او نصيحت  نفع  او ګټه  رسوي  و مؤمنانو ته  . انسان ته په کار ده چي  اول و خپل ځان ته  نصيحت وکړي  او بيا ونورو ته  . وحضرت عيسی عليه السلام ) ته الله تعالی وحي  وکړله چي ائ د مريمي ځويه  و خپل ځان ته نصيحت وکړه !  بيا که ستا نفس دغه نصيحت قبول کړ نو بيا ونورو ته نصيحت کوه ،اوکه دي چيري داسي  ونه کړل نوبيا له ما څخه حيا وکړه په دې کار چي ونورو ته نصيحت کوې  .  لکه حافظ شيرازي (رحمه الله ) چي فرمايلي دي  : 
                 واعظان که اين جلوه در محراب و منمبر مي کنند         چون به خلوت آيند ايشان کار ديګر ميکنند
ومن الله التوفيق                    نوربيا ....... 
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery