دخپریدو نیټه : 2009-09-08 مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا
تصوف اوعرفان یوولسمه برخه
علامه محمدمعين الدين ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته،
تصوف اوعرفان یوولسمه برخه
علامه محمدمعين الدين ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته،
،بسم الله الرحمن الرحیم
محترمو وروڼو' دطرېقت اوتصوف له اهدافوڅخه یوبل ستر هدف دادئ چی دطریقت کامل اومکمل استاذان غواړی چه له هغو انسانانوڅخه چه بې تقواوي بې تقواېې لري کړي ،اودبي تقوايي پرځائ دبې تقوا انسانانو په زړو کښي دتقواملکه پيداشی ،اوتقواداسلام په مقدس دين کښي هغه صفت دئ چه له هرانسان څخه يې په ډيرټنګار سره دخدائ اودرسول لله له لوری څخه طلب کيږي ٠اودالله جل جلاله په نزدپه انسانانوکښي ډيرشرافت مند اوډير عزتمندهغه څوک دئ چه ډير متقي اوپرهيز ګاره وي لکه چه الله جل جلاله د (سورۀ حجرات) په ديارلسم ايت کښي فرمايلي دي : ان اکرم کم عند الله اتقا کم > يعني بې شکه ډير عزتمند ستاسي په نزد دالله (جل جلاله) ډير پرهيزګاره ستاسي دئ ٠ محترمو وروڼو ! تقوی په شريعت کي پر < ٧ > قسمه ده ، اول تقوی يعني پرهيز کول له کفر ، شرک ، اونفاق څخه ٠ دوهم تقوی او پرهيز کول دي د بدعت له کارو څخه ، دريم تقوی او پرهيز کول له کبيرو اوغټو ګناهونو څخه ، څلورم تقوی او پرهيز کول له صغيرو او کوچنيو ګناهونو څخه ، پنځم تقوی او پرهيز کول له هغو مباح او روا شيانو څخه چي که انسان په هغو شيانو کښي توغل < انهماک> او ډير مصروفيت وکړي نو د دې انديښنه پيدا کيږي چي په ګناه به اخته سي ، شپږم تقوی او پرهيز کول له مشتبه او پوشيده کارو څخه يعني له هغو کارو څخه چي د هغو کارو په باره کښي د انسان په زړه کښي دا تردد او شک پيداسي چي ايا دابه روا وي او که به نارواوي لکه چي حضرت عبدالله ابن عمر رضي الله عنه فرمايلي دي : (لا يبلغ العبد حقيقة التقوی حتی يدع ما حاک في الصدر >رواه البخاري في کتاب الايمان ) يعني هيڅ يو بنده و حقيقت ته دتقوی نه سي رسيدلائ تر هغه پوري چي هر هغه کار پريږدي چي دهغه په باره کښي دده په سينه کښي تردد موجود وي ،يعني دا انديښنه يې په زړه کښي وي چي دا کار خو به ناروا نه وي ، دارنګه دسنن تر مذي او سنن ابن ماجه په کتاب القيامة او کتاب الزهد کښي ددې مبارک حديث روايت سويدئ چي : لا يبلغ العبد ان يکون مِن المتقين حتی يَدَع َمالا باس به حذرٌا لِما به البَاسُ ) يعني هيڅ کله نه سي رسيدلائ هيڅ يو بنده و دې مقام ته چي له متقيانو څخه وشميرل سي تر هغه پوري چي پريږدي هر هغه کار چي د هغه په کولو کي کوم شرعي تاوان نه وي مګر خو د دې خطره وي چي که دغه کار وکړي نو بيا به په يوه داسي کار مبتلا سي چي هغه په شرع کښي نالايقه کار وي ٠ اوم (٧) قسم تقوی او پرهيزګاري کول دادي چي انسان له الله څخه غير نور هر څه پريږدي په دې معنی چي هر کار چي که وي که د دنيا اوداخرت کار وي صرف دالله جل جلاله درضا په خاطر يې کوي او بل يې هيڅ مقصد په نظر کښي نه وي نيولئ محترمو وروڼو ! د خدائ تعالی وليان حقيقي پيران ، او طريقت ، تصوف او عرفان د داسي مقدسو اهدافو لپاره کار کوي ، نو تاسي فکر وکړۍ چي له دغي لاري څخه دمنکرو خلګو به څه درجه وي ٠ کامل پير ، او مرشد وخپل مريد ته ګوري چي په تاکښي کوم قسمونه د تقوی موجود دي او کوم نسته ، هر قسم دتقوی چي په ده کښي وجود نه لري نو مرشد يې کوښښ کوي چه په خپله توجه ، باطني فيض ، او په روحاني تعليم سره په همدغه مريد کښي هغه قسم د تقوی موجود کړي ٠
ومن الله التوفيق نوربيا٠٠٠٠٠