مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-09-12   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د اسلامی بانکداری تاریخ ته ځغلنده کتنه

ذوالفقار علی خان


اسلامی بانکداری د 1970 میلادی کال په لمړ یو وختونوکی په ابتدایی بڼه منځ ته راغله او د 30 کلونو په ترڅ کی یی تر ډیره بریده پرمختگ وکړه. لمړی اسلامی بانک په کال 1963 کی د مصر په ډیره لری پرته سیمه کی په کار پیل وکړ. په پرله پسی توگه په کال 1975 کی د پرمختیایی اسلامی بانک بنسټ کیښودل شو چی بنسټیزه موخه یی په اجتماعی او اقتصادی برښو کی پرمختگ وو. یو ډیر بنسټیز فعالیت یی د سهامی سوداگریځو موسساتو کی گډون او د بسپنه ورکول تر څو په غړو هیوادونو کی د پروژو څخه خپل ملاتړ اعلان کړی. او همدا شان ددوبی اسلامی بانک د بانکداری د لمړی قانون په اساس په همدی کال کی په منځنی ختیځ کی منځ ته راغلو. په کال 1983 پشپړ اسلامی بانکداری نظام په ایران کی وپیژندل شو او همدا رنگه د مالیزیا ولسی جرگی د اسلامی بانکداری قوانین تصویب کړل. روسته ددی څخه په کال 1984 د سوډان هیواد اسلامی بانکداری پخپل هیواد کی رایج کړه او په کال 1985 د اسلامی هیوادونو فقهی شورا OIC بشپړ اسلامی بانکداری نظام د بیمه د سیستم د پرمختگ لپاره اعلان کړ او روسته له دی په کال 1989 د سوډان د بانکداری نظام په بشپړه توگه اسلامی بانکداری ته راواوخته. په کال 1991 د حساب ورکوونی او د تفتیش اسلامی مالی موسسه AAOIFI  تاسیس شوه چی دا سازمان یو مشورتی سازمان وو او د اسلامی بانکداری معیارونه یی وضع کول. په کال 2002 کی داسلامی مالی خدمتونهIFSB  موسسه د مالیزیا په هیواد کی منځ ته راغله چی موخه یی د اسلامی صنعت استقراروو په وسیله د اسلامی معیارونو صدو. په کال 2005 د مالیزیا همدی بورد همدا معیارونه د اسلامی موسساتو د تطابق سره Basel 11 د چهارچوب سره معرفی کړه اوس دومره پرمختگ ئی کړی چی د نړی ډیر لوی بانکونه اسلامی محصولات عرضه کوی. پدا روستیو کی اسلامی بانکداری د مالیزیا او اندونیزیا هیوادونو له لوری غرب ته خوځیدلی. په کال 1975 کی ددی صنعت ارزښت په سلگونو زره امریکائی دالروته ورسیده. داسی توقع کیژی چی د اسلامی بانکداری دارائی په لنډ راتلونکی کی 20% وچته شی او په کال 2015, 2 تریلیونه امریکائی دالرو ته ورسیژی.


 30 کاله پخواداسلامی بانکداری مفکوره صرف پوه هیله وه. د ډیرو پلټنو او زیارونو په پایله کی دوه نیمو لسیزوکی دا ښائی چی د اسلامی بانکداری منځ ته روړل نه تنها ممکن  او کامیابه لارده بلکه د کار او موثر و سلطت مالی زریعه هم ده  چی متعددو اسلامی بانکو نو په مختلفو اجتماعی او اقتصادی ټولنو کی په کار پیل کړی.ددا شان مالی موسساتو کړنی او تجربی په مختلفو هیوادونو کی لکه سودان, مالیزیا , ایران او بحرین د سواگریځو بانکونو د بدیل لپاره کافی ده. د یادونی وړ ده چی غیر اسلامی بانکونه په ځانگړی توگه د غرب ډیر لوی بانکونه د اسلامی بانکداری د نظام څخه متاثره شوی دی او تر یوه بریده تری کار هم اخلی یعنی دا معنی ورکوی چی هغوی هم د وخت په تیریدو سره د اسلامی بانکداری نظام خوا ته راروان دی او ورځ په وځ ئی په اهمیت پوهیژی. د اسلامی بانکداری نظام کره لاسته راوړنی توپیر کوی د اسلامی بانکو نو د باراز د حجم سره خو دا ویلئ شو چی ددی صنعت تولیز ارز ښت 2500 بیلونه امریکایی دالر ا ټکل شوی چی په راتلونکی کی به د نورو پرمختگونو شاهدان هم ووسو.

پداسی حال چی اسلامی بانکداری نظام د مسلمانو مشتریانو د ستونزو حلول دی خو دا شان موسسی دینی او مذهبی ندی او د نورو مالی موسساتو په شان فعالیت کوی. اسلامی بانکداری نظام یو نړیوال شهرت ځانته غوره کړی او د نړی د نفوس یو پر پنځه وگړی اسلامی بانکداری نظام ته غوره والی ورکوی چی مختلف مالی محصولات د پیروونکو لپاره وړاندی کوی.

د اسلامی بانکداری د نظام منځ ته راتگ څخه څو لسیزی تیری شوی چی په مختلفو هیوادونو کی د اسلامی بانکداری نظام پر مخ ځی. اوس ددی وخت رارسیدلی چی دا تجربه په افغانستان کی وارزه وو او پلی یی کړو.

د افغانستان بانک د اسلامی بانکداری سرِپرت.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery