مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-09-14   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

تصوف او عرفا ن،۱۴برخه

علامه محمدمعين الدين ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته،

تصوف  او  عرفا ن،۱۴برخه
علامه محمدمعين الدين ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته،

بسم الله الرحمن الرحيم
په اسلام  کښي اول ځل  د صوفي  په نامه  څوک ياد سويدئ :
حضرت  مولانا عبدالرحمن  جامي رحمه الله په خپل کتاب  (نفحات الأنس) کښي  په دې اړه داسي فرمایلي دي:
چي حضرت شیخ سفیان ثوري  رحمه الله فرمایلي دي چي دلومړي  ځل  لپاره حضرت ابوهاشم رحمه الله چي دشام اوسیدونکئ وو اوډير پرهیزګاره او متقي شخصیت وودصوفي په نامه  سره  یاد سو  .  حضرت سفیان ثوري رحمه الله فرمایلي دي چي زه  په  دې  نه پوهيدم  چي  صوفي  وچاته  ویل کیږي   تر څو چي مي ابوهاشم  صوفي  ولیدئ . حضرت سفیان ثوري رحمه الله چي په خپل  وخت کښي  مجتهد مطلق وو ، او دامام  اعظم  ابوحنیفه  رحمه الله له  زمانې  څخه  برخورداره  وو په(  ۲۶۱)  هجري قمري  سنه  کښي په بصره  کي  وفات  سویدئ . دطريقت او تصوف  اساسي  هدفونه  اومقاصد:
محترمو  وروڼو !  اوس  دطريقت  او تصوف  په  اساسي  بحثو پيل  کوو چي  په  دې  بحثو کښي به  تاسي  دطريقت اوتصوف  له ټولو اړخو څخه  انشاءالله  په پوره توګه خبر سۍ ،که څه هم د طريقت  او تصوف  بحثونه ډير غامض  او باريک  دي خو موږ  به ئې  انشاءالله  په  داسي  ساده  الفاظو  سره  تشريح  کوو چي  هر څوک به  په  ډيره  اساني  سره  په پو هيږي  په دې بحثو کښي به  و تاسي ته  د طريقت  او تصوف  بنيادي  مقصدونه ،  او د شيخ  او مرشدکيدولپاره  ضروري  شرطونه ، اودارنګه  له مريد سره لازم  صفتونه  ،همداډول  داولياوو دشان  عظمت ، او لوئ والئ  ، او دخدائ (ج )له  وليانو سره دتعلق  او محبت  ګټي  ، او له  دوۍ سره  د دښمنئ او عداوت  نقصانونه ، همدارنګه په  طريقت  کښي  د اولياؤ قسمونه ، او د طريقت مختلفي  سلسلې ، او د دوۍ مختلفي  تګ لاري  په تفصيل  سره بيان  سي  .
اول دطريقت او تصوف  اساسي يا  بنيادي  اهدافو ته متوجه  سۍ  !    په  اجمالي  ډول بايد ووايم  چي  د طريقت او د تصوف  مقصد دادئ  چي هغه  انسانان  چي  له الله جل شانه  څخه درذیلو اخلاقو په ذريعه  اودارنګه  د ناسمو اعمالو په وايسطه  پرې سوي ، جلاسوي ،او ليري سوي  وي ، اوهغه  انساني  سليم ،او صحي  فطرت  کوم  چي پر هغه  فطرت باندي  الله پاک  هر انسان  پيدا کړيدئ  له  لاسه  ور کړئ  وي   دغه انسانان  بيرته   له  الله «جل جلا له»  سره وصل  کړي او بيرته يې  د هغه فطرت  خاوندان کړي  چي  د اسلام  پيغامبر حضرت محمد «صلی الله علیه وسلم » يې په  دغه  مبارک حديث  کي  ذکر کړيدئ  چي : ( کل مولود يولد علی فطرة الاءسلام  فابواه  يهودانه او ينصرانه او يمجسانه ) او دا کار  دطريقت  او تصوف  استاذان  په  دې  ډول کوي  چي  دغه  قسم  انسانان  په  خپله  توجه  او محنت  او تعلیم  سره ، اوپه  خپل  فيض  او برکت سره  په  تذکيه ، او په تحليه  ، او دالله  «جل جلاله»  په عشق سره مشرف  وګرځوي              ومن الله توفیق                              نوربیا۰۰۰۰       

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery