دخپریدو نیټه : 2009-09-13 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
پښتني قبيلې وپېژنئ! ٥١ برخه خوږياڼي (خوګياڼي)
دکتور لطيف ياد-استراليا
خوږيا ڼي دپښتنو يوه مشهوره قبېله ده چې دکرلاڼي پښتنو په ټو لنيز ګروپ کې شا مله ده٠دپښتنو دعنعنوي شجرو له مخې خوږياڼی دککي زوی او دکر لاڼ لمسی دی ٠دتاريخي رو ايتو نو له مخې په پيل کې د خو ږيا ڼيو د قبيلې خلکو په خو ست کې استو ګنه در لوده ، چې دهندد مغو لي واکمن نو رالدين جها نګير١٥٦٩-١٦٢٧ ميلادي د واکمنۍ په وخت کې د زرمت دسېمې ځينو غلجيو قبيلو پر دوی ير غل وکړ او دوی له دغې سيمې نه خپل او سني ټا ټو بي ته چې پکې مې شته دي وليږ ديدل٠
خوږياڼي په عمو مي تو ګه دننګر هار ولايت دخوږياڼيو، شېرزاد او پچير او اګام په ولسواليو کې استو ګنه لري٠د خو ږيا ڼيو دقبيلې لوېديز ته دحصا رک غلجي ولسوالي، جنوب ته يې دکورمې ايجنسي او د ډيورنډ کر ښه، ختېز ته يې دشينوارو قبېله او شمال ته دننګر هار دسره رود ولسوالۍ سره ګډه پو له لري٠
دخوږيا ڼيو په ولسوالۍ کې ددوی شمېر ١٤٧٠٠٠ تنه ښودل شوي دي٠ په دغې ولسوالۍ کې ددوی مشهور ځا يونه وزېر، زاوه، کيلغو، ماما خيل او بيهار دي٠ په تېره بيا دوزېرو سېمه ډېره شنه او ښه اب او هوالري٠د خوږيا ڼيو په ولسوالۍ کې ډول ډول مېوې پيدا کيږي چې مشهورې مېوې يې انار، انځر، تو تان، اوانګوردي
٠دننګر هار بله ولسوالي دشېرزادو ولسوالي ده چې په دغې ولسوالۍ کې دخوږ يا ڼيو دقبيلې ټول شمېر ٦٦٣٩٢ تنو ته رسيږي او اشپان پکې مشهوره سېمه ده٠
دننګر هار دريمه ولسوالي چې خوږياڼي پکې مېشته دي هغه دپچير او اګام ولسوالي ده چې هلته دخوږ يا ڼيو شمېر ٣٩٢٨٠ تنو ته رسيږي٠ دګيري خيلو او تورې بورې سېمې هم د پچير او اګام په ولسوالۍ کې پر تې دي٠دشجرو له مخې خوږياڼي دوې مير منې درلودې او زامن يې خر بون، شېرزاد او وزېر ول چې دشېرزاد او لاده دشمېر له مخې دنورو خو ږيا ڼيو په پر تله زيا ته ده٠ دخو ږيا ڼيو دقبيلې نور ښا خو نه په لاندې ډول دي :خربوني، وزېر، شېرزاد، پړبه ،خدر خيل، پراخي خيل، احمد خيل،ذخه خيل، ابراهيم خيل،کودلي، مرکي خيل،لقمان خيل،شيرزاخيل، شيخان، ګلي خيل، ملي خيل،مېر ګټ خيل، شمن خيل،پيرالي خيل،هلال خيل،ښادي خيل،عيسی خيل، علي خيل،بارک، عبد الرحمن، مندوزي،ګير يخيل،يحيي خيل،سليما نخيل، لنډه خيل او با مه خيل٠
ددغې قبيلې په اړ وند بيلا بيلو مؤ رخينو ډېر څه ليکلي دي چې په دغوکتا بو نو کې دلا ند نيوتاريخي کتا بو نو نو مو نه يا دولای شو: دډپټي محمد حيات خان تا ريخ حيات افغا ني چې له نن نه١٤٤ کلو نه وړاندې ليکل شوی دی٠د زردار خان ناغر تا ريخ ,صو لت افغاني او تواريخ خور شيد جهان د شير محمد خان ګنډاپور اثر٠انګرېزي مؤرخ مونټ سټوارټ الفنسټن هم په خپل اثر دکا بل سلطنت بيانAn Account of Kingdom Of Cabul او نورو ګڼ شمېر افغاني مؤ رخينو لکه ارواښاد علا مه استا د حبيبي او استاداحمد علي کهزاد هم ددغې قبيلې ذکر او يادونه کړې ده٠لکه څنګه چې دمخه وويل شول چې دخو ږيا ڼيو د قبيلې په اړوند ډېرې تا ريخي ليکنې شوي دي چې په دغو ليکنو کې چې ددغې قبېلې په اړوند شوي دي يوه هم دډپټي محمد حيات خان ليکنه ده٠ دی په خپل تا ريخي اثر کې چې١٤٤ کلو نه يې وړاندې يې په اردو ژبه ليکلی او بيا د اردو نه په انګر يزي او وروسته دافغا نستان دعلو مو داکيډ يمي له خوا په پښتو هم ژباړل شوی دی دخو ږيا ڼيو دقبېلې په اړوند داسي ليکلي دي :
خوږياڼي دننګر هار په لو ېدېزاو دسپين غره په شمال کې استو ګنه لري چې په دوی کې د شېر زاد داولادې شمېر زيا ت د ی٠دهند دمغولي واکمن شاه جهان ١٥٩٢-١٦٦٦ ميلادي دتخت کينا ستلو په لو مړي کال د ښادي خيلو او دبارک داولادې لقمان تر مينځ يو لړ شخړې او لانجې را مينځ ته شوې چې په دغو شخړو او لا نجو کې د لقمان ښاخ د خدر خيلو په مر سته ښادي خيل وځپل چې ښادي خيلو بيا دغلجيو پښتنو سيمو ته پناه يووړه او له هغوی نه يې مر سته وغو ښته٠ غلجيو ددوی مر ستې ته ملا وتړله او دکابل دمغو لي صو به دار سيد خان په ملګر تيا يې ددوی دمخا لفينو سره سختې جګړې وکړې چې په دغو جګړو کې دبارک داولادې نه ٩٠٠٠ زره تنه ووژل شول٠
پاتې دې نه وي چې د خوږيا ڼيو دقبيلې ځينې ښا خو نه دخو ست په ولايت کې هم استو ګنه لري چې په دغو قبيلو کې دپړ به او مندوزي قبيلو نو مو نه د ياد ونې وړ دی، خو اوس پړ به او مندوزي له پا تې خو ږيا ڼيو نه دو مره لېرې دي چې دوی پخپله هم په دې نه پو هيږي چې د خوږيا ڼيو سره کومې قبيلوي اړيکي لري که نه٠ يو شمېر خو ږيا ڼي دننګر هار دولايت په مر کز جلال اباد،کا بل اوکندز کې هم استو ګنه لري٠
خو ږ يا ڼي په عمو مي تو ګه دکر نې او مالدارۍ په چارو بو خت دي٠ ددوی په ځمکو کې غنم، جوار او دکر نې نور محصو لات تو ليد يږي٠ په دوبي کې يې هوا معتد له ،خو په ژمي کې سړه او واوره پکې اوري٠ د ميملې مشهور او تا ريخي بڼ هم د خو ږ يا ڼيو په ولسوالۍ کې مو قعيت لري٠
خو ږيا ڼي زړور، غير تمن، جنګيالي،په هېواد مين او ميلمه پا لو نکي خلک دي٠ د انګر يزي ير غلګرو سره په درې ګو نو جګړو کې يې ډېرې توري وهلي او دروسي ير غلګرو په وړاندې هم په نره جنګيدلي دي او خپل هيوادنی رسالت يې په ښه تو ګه سر ته رسولی دی٠
د خوږ يا ڼيو په مشهورو کسا نو کې چې د انګرېزانوا و رو سا نو پر خلاف جنګيد لي دي دغه کسان مشهور دي:
١- ملک قيس چې د خپلواکۍ په جګړو کې دانګرېز انو سر ه جنګيدلی و٠
٢- دروسي ير غلګرو په وړاندې د مبارزې يو مشهور مشر مولوي محمد يو نس خا لص
٣- قو ماندان زمان
د خو ږيا ڼيو مشهور پيژ ندل شوي سيا سي شخصيتونه، ليکوالان او شا عران دادي :
١- ارواښاد يو سف ميړنی دافغان ملت د ګو ندد رهبرۍ هيات غړی چې د روس دمز دورانو له خوا شهيد شو٠
٢-ښا غلی فاروق ميړنی په پا رلمان کې دخلکو استازی ٠
٣-ارواښاد والی حا جي محمد اصف خان چې دهېواد دپو هنې او معارف په بر خه کې يې هم دقدر وړ خد متو نه تر سره کړي وو٠
٤- ښا غلی عبد الرؤف قتيل خو ږيا ڼی مشهور ليکوال، ژور نا ليست او شا عر٠
٥- ښا غلی استادغلام دستګير ړنګ چې دپو هنې په بر خه کې يې دقدر وړ خد متو نه کړي دي٠
٦-ښا غلی عبد اللطيف منت بار خو ږياڼی د پښتو ژبې شا عر
٧- ښا غلی اقا محمد ګړ ندی شا عر او دپو هنې د ډګر يوتکړه خد متګار
٨-د پښتو ژبې شا عره او ليکواله کبرا مظهري
٩- د پښو ژبې شاعره او ليکواله بلقيس مکېز
١٠- ښا غلی متين خو ږياڼی شاعر او ليکوال
١١-ښاغلی قتيلزوی
١٢- ښا غلی ارواښاد سنا تور محمد امين خو ږيا ڼی چې د هېواد تکړه ليکوال او محقق و٠
١٣- د هېوادسيا سي شخصيت ښا غلی عبد الصمد حا مد چې د محمد ظا هر شاه د واکمنۍ په وخت کې دصدارت مر ستيال و٠
ددې مقا لې په ليکلو کې دلا ند نيو ماخذو نه ګټه اخيستل شوې ده:
١-تاريخ حيات افغاني، دمحمد حيات خان ليکنه، پښتو ژباړه، ٣٥٢ مخ ،دپيښور چاپ٠
٢- پښتني قبېلې، ددکتور لطيف ياد اثر، ١٢١-١٢٣ مخونه، دپېښور چاپ٠
٣-پښتانه دتاريخ په رڼا کې، دسيد بهادر شاه ظفر کاکا خيا تاليف،١٣٨٨- ١٣٨٩ مخونه٠
٤-معلومات مختصر در باره اقوام وقبا ئل ولا يات سر حدي کشور،٣٩ مخ٠
٥- دپښتنو قبيلو شجرې او مېنې، د پو هنوال محمد عمر روند ميا خيل اثر،٣٦٠-٣٦١ مخونه ،ميوند خپر ندويه ټو لنه٠