مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2005-05-27   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

ديوه غښتلي ستراتيژيك ملګري اړتيا

وحيد سپين غر – كابل

وحيد سپين غر – كابل

دغبرګولي دريمه

 

سوله اوامن ديوي ستري اړتيا په توګه زموږ دولس اوهيوادله لومړيتوبونوڅخه ګڼل كيږي، موږ يوازي دسولي اوامن په فضاكي كولاي شوچي د دوولسيزودجنګ جګړووراني ويجاړي ورغوو ،اودهيواد داقتصادي پياوړتيا لپاره غښتلي اواغيزمن ګامونه اوچت كړو .دبن دتاريخي غونډي نه وروسته ،موږ دنړيوالوپه مالي اونظامي مرسته وتوانيدوترڅو په هيوادكي د نسبي امن فضا ټينګه او دخپل جګړه ځپلي هيوادلپاره ديوي قانوني او ولسواكي ټولني دجوړيدوبنسټونه كښيږدو،زموږ هيواد ددريو څلوروكلونوپه موده كي دپرمختيا په لاره روان شوي، اوپه دي لنډه موده كي دټولنيز،اقتصادي ،اوسياسي ژوندپه بيلابيلوبرخوكي داسي نوښتونه اوبدلونونه رامنځته شوي اويا دبدلونونودراتګ لپاره داسي مناسبي زميني اوامكانات برابرشوي چي په پخوانيووختونو كي يي مثال نه دي ليدل شوي .
 كه له حقه تيرنشوددي ټولوبدلونوروښانه لامل دنړيوالواقتصادي اونظامي مرستي دي چي موږ ته يي داسي شرايط برابركړي ترڅود اقتصادي اوټولنيزي پرمختيا په لوري رغنده اودپاملرني وړګامونه اوچت كړو،كه څه هم دپياوړي اقتصادي پيشرفت اوپرمختيا لپاره لاډيره اوږده اوستونزمنه لاره پاتي ده خودااوس موږ دپرمختيا او ابادي رغنده سفر پيل كړي اودهري ورځي په تيريدوسره نوي اودپاملرني وړلاس ته راوړني ترسترګوكيږي اوهرچيرته دابادي اوبيا رغوني كارونه مخ په وړاندي روان دي .
 كه چيرته په هيوادكي ډاډمن امن اوسوله نه وي نوداقتصادي رغوني اوابادي كارونه به هم په ټپه ودريږي اودعمومي سوكالي اوسمسورتيا لپاره چي كوم پروګرامونه اوپروژي ترلاس لاندي دي هغه بهيربه هم له ډيروكلكو خنډونوسره مخ شي ځكه خوسوله اوډاډمن امن هغه مهم اوجوړونكي فكتورونه دي چي زموږ په هيوادكي داساسي بيا رغوني اوراتلونكي پرمختيا لپاره يي ديوه عمده ضامن په توګه يادولي شو.
 په هيوادكي دنوي بدلونونوپه راتګ سره دژوندپه بيلابيلوبرخوكي چي كومي لاسته راوړني ترسترګوكيږي ،ټولي دسولي اوډاډمن امن له بركته ترسره شوي دي
 ټولو هيوادوالوته څرګنده ده چي دطالبانودسقوط نه وروسته زموږ هيوادپه داسي يوه ځورونكي حالت كي وو،چي نه يي پوځ اوملي اردو لرله اونه هم منظم ملي پوليس موجودوو، دهيوادټول اقتصادي تاسيسات دړي وړي شوي وو،ددولت اوحكومت ستركچر اوتشكيلات دكورنيوجګړو اودطالبانودواكمني په موده كي په بشپړه توګه له منځه تللي وو ،خواوس دادي ګوروچي هرڅه جوړشوي اويا دجوړيدوپه حال كي دي دحكومت د اداري تشكيلاتو دتنظيم اواصلاحاتوپروسه په چټكي روانه ده اوداسي پتيل شوي ترڅويوه كارنده اوموثره حكومتي اداره رامنځته شي چي له يوي خوادهيوا دوالو لپاره دګټوركارمصدروګرځي اوله بله پلوه دهيوادپه بيا رغونه كي خپل موثراوګټوررول ترسره كړي ،دغه رازدهيوادپه اقتصادي ،ټولنيزواوسياسي برخوكي دپاملرني وړبدلونونه رامنځته شوي چي داټول د اوسني نسبي امن اوډاډمني فضا ګټه اوثمره ده .
 په هيوادكي د ولس له لوري دټاكل شوي ولسمشر اودنوي حكومت په راتګ سره زموږ دهيوادوالو غوښتني نوري هم زياتي شوي اوله خپل ټاكلي ولسمشر اونوي حكومت نه دزياتوكارونودترسره كولوهيله لري ،دغه راز ټاكل شوي ولسمشر اونوي حكومت هم ولس ته دډيروكارونودترسره كولووعدي وركړي چي بايد ددغوپنځو كلونو په بهيركي يي ترسره كړي ،په داسي حال كي چي زموږ هيوادددوه نيمولسيزو جنګ جګړوپه موده كي دومره وران اوويجاړشوي چي دهيوادهره برخه اوهرسكتور اساسي اوبنسټيزي ابادي اوبيا رغوني ته اړتيا لري ،دولت نه يوازي دجګړي دورانيود رغوني دنده لري بلكه دهيوادراتلونكي اقتصادي اوټولنيزه پرمختيا هم ورپه غاړه ده خوداټول كارونه هغه وخت شوني ښكاري چي په هيوادكي ډاډمن امن اوسراسري سوله تامين وي دډاډمن امن اوسولي تحقق غښتلي ملي اردو،ملي منظموپوليسواونورو پياوړوامنيتو ارګانونوته اړتيا لري ، په داسي حال كي چي داكاردوخت اوزياتومالي لګښتونوغوښتنه كوي .
 موږ دملي اردو،ملي پوليسواونوروامنيتي ځواكونودجوړيدواوپياوړتيا لپاره اوهم دهيواددبيا رغوني لپاره سترومالي اواقتصادي مرستوته اړتيا لرو چي داكاريوازي دنړيوالواودوستوهيوادونو داوږدمهالو مالي اونظامي مرستو اوهمكاريو په نتيجه كي ترسره كيداي شي .
 افغانستان دخپل ستراتيژيك او جغرافيايي موقعيت له امله دسيمي په داسي يوه حساس ځاي كي واقع شوي چي هروخت دسيمي اوګاونډيانو له تيريو،لاسوهنواويرغلونو سره مخ شوي اودي هيواد ته يي لويي غميزي پيداكړي دي ،په وروستيودوولسيزوكي دپخواني شوروي يرغل اوبيا دبهرنيوترورستانو تيري داټول هغه څه دي چي زموږ دهيوادپه وړاندي زموږ دنژديوګاونډيانوله لوري ترسره شوي ،ددي لپاره چي زموږ هيواددتل لپاره دسيمي اوګاونډيانودحملو،تيريو اويرغلونوڅخه و ساتل شي موږ اوږدمهالو نظامي مرستو او غښتلي ستراتيژيك ملګري ته اړتيا لروترڅوزموږ ګاونډي ونشي كړاي زموږ په هيوادتيري اويرغل وكړي ،په دي لړ كي دامريكي دمتحده ايالاتونظامي مرسته اوملګرتيا له ټولونه موثره اوګټوره ښكاري .همدااوس افغانستان دامريكي دمتحده ايالاتوسره اوږه په اوږه دتروريزم په ضدجګړه كي يوپياوړي اووفادارملګري دي .
 دسياسي كتونكوپه اند دافغانستان اوسني سياسي اواقتصادي حالات ددي غوښتنه كوي چي افغانستان بايد داوږي مودي لپاره داقتصادي اونظامي مرستولپاره پياوړي تضمين اوغښتلي ملګري پيداكړي ،ترڅوله يوي خواپه افغانستان كي دهميشني سولي اوامن ډاډمنه فضارامنځته شي اوله بلي خوادافغانستان دبيا رغوني اوسني بهير لاغښتلي اومخ په وړاندي لاړشي .
 سياسي څيړونكي په دي عقيده دي كه چيرته افغانستان داسي تضمينونه ترلاسه نه كړي اوپه دي برخه كي غښتلي ملاتړي اوملګري ونه لري له يوي خوابه دافغانستان دبيارغوني دبهير دوام له خنډونوسره مخ شي ،او له بلي خوابه دافغانستان دډاډمني سولي اوامن په وړاندي لويي ستونزي اومشكلات رامنځته شي .
 څيړونكي په دي عقيده دي چي دتيرودريو،څلوروكلونوپه بهير كي دګاونډيانودتيريواولاسوهنو دمخنيوي يولامل په افغانستان كي دامريكي دمتحده ايا لاتودپوځونو شتون دي چي دافغانستان ګاونډيان يي ډارولي چي په افغانستان كي يي دبربنډواوښكاره لاسوهنونه ځانونه ګوښه كړي دي ،څيړونكي په دي عقيده دي كه چيرته افغانستان داوږدي مودي لپاره دامريكي دمتحده ايالاتوسره نظامي اړيكي ټينګي كړي اوپه سيمه كي يوغښتلي ستراتيژيك ملګري ترلاسه كړي هم به افغانستان دخپلوګاونډيانوله تيريو خوندي شي اوهم به داوږدي مودي لپاره دافغانستان دبيا رغوني اوابادي لپاره يو پياوړي ضمانت پيدا شي

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery