ګل آغا احمدي وردك
د نړۍ پوهانو د ګوند تعريف د خپل خپل آند له مخې په بيله بيله توګه كړى دى خو په يوه خبره كې د زياتو پوهانو نظر سره ورته دى هغه دا چې ګوند د يو شمير داسې اشخاصو له يوځاى كيدو او ګډ كارڅخه عبارت دى چې د وړ اداري ارګانونو په درلودلو سره د يوې سالمې سيالۍ، ځانګړي فكر، مشخصو موخو، ځانګړې تګلارې او كړنلارې له مخې سياسي مبارزه او په يوه ټولنه كې د واك د نيولو هلې ځلې كوي. همدارنګه د نړۍ په ګوټ ګوټ كې جګړې مارې ډلې او ګوريلايي ګروپونه هم شته دي چې خپلې موخې د جګړې او تاوتريخوالي له لارې په لاس راوړي چې ځينو ته يې د ګوند نوم وركول كيداى شي خو د ديموكراسۍ او سالمې سياسي سيالۍ په ډګر كې ګوندونه اجازه نه لري چې د واك د لاسته راوړلو لپاره وسلو ته لاس وغزوي بلكي خپل كاري پلان به د ټولنې د هراړخيزو غوښتنو سره سم د علمي بنيادونو په بنسټ برابروي او زموږ د ليكنې تبصره په همدې ډول بهير ده. په ټوليزه توګه ويلاى شو چې ګوندونو او د ګوند جوړونې بهير تر اوسه پورې په افغانستان كې اوږد تاريخ، روښانه سابقه او ښه پايله نه ده درلودلې. په همدې توګه د ګوند جوړولو بهير په هيواد كې د هغو علمي او ټولنيزو معيارونو په بنسټ نه دى رامنځته شوى چې د ټولنې د دودونو، ديني، ټولنيزو او هراړخيزو بنسټونو ژوره مطالعه يې كړې وي او پخپل هيواد كې د غوره كاروونو د سرته رسولو د سيالۍ ډګر ته را وتلي وي بلكي تر اوسه پورې چې په هيواد كې څومره ګوندونه او ډلې رامنځته شوې دي زياته برخه يې د ملت په تاوان تمام شوي او په هيواد كې يې د سترو سترو مصيبتونو ظهور ته لاره هواره كړيده. په همدې توګه د هيواد نږدې سياسي تاريخ ته په كتنې سره د زياتو ګوندونو كركترونو د خپلو ناسالمو كړنلارو او تګلارو د عملي كولو لپاره وسلو ته لاس غزولى، د پرديو غلامۍ ته يې غاړه ايښې، د هيواد خلك يې د آرامۍ په ځاى د ژوند له ښكليو نعمتونو څخه د بيلتون، ګډوډۍ، ويجاړتيا او راز راز مصيبتونو په ګرداب ورګډ كړي او بالاخره يې د هيواد په چارو كې د پرديو هيوادونو نظامي او سياسي لاسوهنې ته لاره هواره كړې ده چې د افغانستان په لنډ تاريخ كې د ۱۳۵۷ هجري لمريز كال د غويي كمونيستي كودتا، په هيواد باندې د شوروي مستقيم يرغل او له هغه وروسته لويې لويې ناخوالې د دې ادعى غوره ثبوت ګڼل كيږي.
سره لدې چې د افغانستان د مسايلو ځينې شنونكي او تاريخ ليكونكي په دې آند دي چې د ګوند جوړونې تاريخ په هيواد كې اوږده سابقه لري او د بهرنۍ نړۍ د سياسي بدلونونو سره يو ځاى په دې هيواد كې هم وخت په وخت سياسي جريانات رامنځته شويدي په دې كې شك نشته چې د بهرنۍ نړۍ سياسي او ټولنيزو بدلونونو به زموږ د هيواد په خلكو هرو مرو اغيزې درلودې خو كه تاريخي حقيقتونو ته په ژوره توګه وكتل شي نو په هيواد كې د ګوند جوړونې ريښتينې لړۍ د پخواني پاچا محمد ظاهرشاه د واكمنۍ پر مهال رامنځته او په هيواد كې ګڼ شمير ښي اړخه او كيڼ اړخه مختلفو ګوندونو د سياست په ډګر كې د فعاليت سرونه راپورته كړل چې د زياترو ډلو مبارزه له هماغه لومړۍ ورځې څخه له تاوتريخوالي او ناوړه پيښو سره ملګرې وه.
د افغانستان په سياسي ډګر كې ګوندونه له هغه وخت راهيسې له يو بل سره لاس په ګريوان شوي دي چې هيواد مو نسبتا د يوه غوره سياسي نظام څخه برخمن وو او نوموړې ناندرۍ په سياسي محافلو، د ولسي او مشرانو جرګو په مجلسونو، د ښار په واټونو او د مظاهرو په ترځ كې په تاوتريخوالي بدلې شوي دي. تاريخ د دې ډول زياتې نمونې په خپلو كرښو كې ساتلې چې د سالمو سياسي ګوندونو له طبيعت سره اړخ نه لګوي.
د افغانستان پخواني سياسي ګوندونه په دې توانيدلي وو چې يوازې په ښاري سيمو كې څه نا څه فعاليت او ملاتړ ترلاسه كړي خو له دې سره سره ځينې جهادي ډلې چې د وخت د اړتيا له مخې يې د نظامي تشكيلاتو او وسله والو ډلو په درلودلو سره له هيواد څخه بهر جوړښت موندلى وو په خپل وخت كې يې د هيواد په كليوالو سيمو كې هم ملاتړ ترلاسه كړى دى. خو له دې ټولو سره سره ويلاى شو چې په ټوليزه توګه د هيواد د ګوند جوړولو بهير د ملت د زړه آواز په حقيقي توګه په نظر كې نه دي نيولې. په دې ليكنه كې هڅه كيږي چې په هيواد كې د سياسي ګوندونو د جوړيدو اصلې موخې او په ټولنه كې د هغو اغيزو او همدارنګه د ګوندونو اوسني بهير ته په لنډه توګه ګوته و نيول شي.
افغانستان داسې يو هيواد دى چې د خپل تاريخ په اوږدو كې په دې ندى توانيدلى څو په پراخه پيمانه د خپلو وګړو د زده كړې او سواد كچه لوړه كاندي بلكي نوموړى ګام تر اوسه پورې د هيواد د خلكو د يوه ستر آرمان په توګه د عملي كيدو انتظار باسي. دې كار د منځنۍ او ټيټې طبقې يو شمير اشخاصو او حلقاتو ته فرصت په لاس وركړى چې د خپلو اقتصادي ستونزو د له منځه وړلو، په ټولنه كې د مطرح كيدو او داسې نورو سطحې موخو د لاسته راوړلو لپاره د ګوندونو دجوړولو لړۍ ته مټې را ونغاړي او د افغانستان د خلكو د سپيڅلو ولولو څخه په استفادې سره د ځان په ګټه كار وكړي.
د سياسي څيړونكو له نظره په هيواد كې د زياترو ګوندونو پايلې په دوو ټكو كې خلاصه كيداى شي.
لومړى: د زياترو ګوندونو د جوړولو او رامنځته كيدلو موخه يوازې د شخصي مالي سرچينو پياوړي كول، ځانې غوښتنې، د واك لوږه، قومي، ژبني، مذهبي او سمتي پارونو ته لمن وهل دي.
دوهم: په ملت يې شيندلې اغيزې له كورنيو جګړو، بيځايه ناندريو، د هيواد په چارو كې بهرنيو يرغلګرو ته د لاسوهنې زمينه برابرول او د بې ساري ستونزو په ګردابونو كې د افغان ولس د ورګډولو څخه عبارت دي.
د ګوندونو اوسنى بهير:
په هيواد كې د سياسي ګوندونو اوسنى بهير هم د يادې شوې سلسلې يوه كړۍ ګنلى شو چې د ډيرو په آند له بيځايه ناندريو او بدمرغۍ څخه پرته نور څه د افغان ولس ځوريدلو وګړو ته له ځان سره نه لري.
د اوسنيو ګوندونو د بهير زياته برخه په يوه خوله د ملي يووالي او ملي پوهاوي نارې وهي خو بايد وويل شي چې په عمل كې د همدغه بهير زياتره كركترونه د ملي يووالي بنسټونه ورانوي او په دې سلسله كې داسې زهرجن تبليغات خپروي چې له بيلتون پالنې، نفاق، بدبختۍ او تورتم څخه بله پايله نه شي ترې اخيستل كيداى. د همدې ګوندونو زياتره برخه حتى د افغانستان له نوم سره حساسيت لري ، ځانونه د دې هيواد اتباع نه ګڼي، خپلې خبرې رسنۍ، تبليغات او نور ټول امكانات يې د همدې موخې د لاسته راوړلو لپاره په كار اچولي دي نو بيا څنګه د ملي يووالي ادعى كوي؟؟
د اوسنيو ګوندونو د بهير په اړوند د افغانستان زياتره وګړي داسې انګيرنې كوي:
• د ګوند جوړونې د دې بهير زياته برخه د بهرنيو هيوادونو د لاسوهنې او لمسونې په لړ كې را منځته شوې چې په هيواد كې يې مغرضو بهرنيو هيوادونو لاسوهنو ته په ښه توګه لاره هوار كړي ده.
• د دې ګوندونو د جوړولو موخې د خپلو مشرانو لپاره د مادي امتيازاتو لاسته راوړل، په ټولنه كې د ځانونو مطرح كول او په هيواد كې د زيات كړكيچ رامنځته كولو ته لاره هوارول دي.
• د ګوند جوړونې د دې بهير د زياترو ډلو په منشور كې څو مشترك ټكي ليدل كيږي چې له ملي يووالي، ځمكنۍ بشپړتيا، د ښځو د حقوقو اعاده كول، د تروريزم په ضد مبارزه، د هيواد بيا رغاونه، د نشيي توكو په خلاف عمل كول، په هر څه كې ملي لفظ كارول، بهرنۍ مداخلې بندول او داسې نور څيزونه شته دي. خو ځينې يې بيا له ځان سره په هيواد كې د فدراليزم رامنځته كول او داسې نورو خيالي غوښتنو هم ته په خپل منشور كې ځاى وركړى دى چې د افغانستان مومن خلك ورڅخه كركه لري. بايد وويل شي چې د ګوند جوړونې د دې بهير د نظرياتو او عملي كړنو تر منځ توپير د ځمكې او آسمان په څير دى ځكه چې زياترو يې د هيواد د هغو بنسټولو په ورانولو پسې مټې رانغښتې چې په درواغجنه توګه يې په خپل منشور كې ځاى وركړى او ځينې بيا په ډاګه د افغانستان د ورانولو نارې وهي.
• د دې ګوندونو يو شمير د پخوانيو جهادي ګوندونو له خيټې څخه راوتلي، هماغه خلك او موخې دي چې هيواد يې وران او ويجاړ كړ يوازې د خپلو ځاني ګټو د لاسته راوړلو لپاره يې د ګوندونو نومونه له اسلامي څخه ملي ته را اړولي، د ښځو د حقوقو، آزادۍ، ديموكراسۍ، هيواد پالنې او داسې نور درواغجن اشعار له ځان سره ليږدوي. بايد وويل شي چې حقيقي مجاهدين له داسې اعمالو څخه كركه كوي چې په ډيرو سپيڅلو نومونو يې د افغانستان خلك په داسې يوه ستر ناورين ورګډ كړل.
• په هيواد كې د دې ګوندونو د لړۍ شمير له سلګونو اوښتى يوازې د هغو ګوندونو شمير ۸۸ ته رسيدلى دى چې د عدليې په وزارت كې راجستر شوي دي خو د دې سره سره د هيواد په داخل او بهر كې هم نوموړې لړۍ په توندۍ سره روانه ده چې پټ او ښكاره فعاليت كوي. بايد وويل شي سره لدې چې په حاضر وخت كې دا ډول ګوندونه د خلكو ملاتړ له ځان سره نه لري خو څومره چې دغه راز ګوندونه زياتيږي په هغه اندازه د افغانستان خلك په مختلفو افكارو ويشل كيږي چې زياتره يې هيواد ته روغ نيت نه لري او د راتلونكي لپاره د بې شميره خطرونو آټكل ترې كيداى شي.
• ډير داسې ګوندونه هم راجستر شوي دي چې همدا اوس يې عملا د هيواد زياتره شمالي، لوديځې او مركزي سيمې د خپلو جنګي ډلو په ولكه كې دي.
• د دې لړۍ زياتره ګوندونه داسې نومونه په ځان باندې ږدي چې د بهرنۍ نړۍ او پرمختللو هيوادونو له نامتو ګوندونو څخه دي لكه جمهوري غوښتونكي، ديموكراتان، كارګري پراخوالى، كنګره، اصلاح اجتماعي او داسې نور خو د ملي ټكى به بيا هرو مرو ورپورې نښتى وي.
• يو شمير داسې ګوندونه هم شته دي چې يوه پخوانۍ جنګي ډله په څو مختلفو نومونو د عدليې په وزارت كې راجستر شوې او درې يا څلو ګوندونه په رسمي توګه ترې زيږيدلي دي.
• سره لدې چې د ګوند جوړونې په قانون كې رسمي ګوند بايد وسله واله مليشه او جنګي خوځښتونه و نه لري خو د عدليې وزارت يو شمير داسې ګوندونو ته هم د راجستر كيدو او فعاليت رسمي اجازه وركړې ده چې وسله والې مليشې يې د هيواد په ګوټ ګوټ كې همدا اوس هم عملا د هيوادوالو د مادي او معنوي شتمنيو په چور او تالان بوختې دي. بل دا چې د ډيرو دغه ډول ګوندونو مشران او چارواكي داسې خلك دي چې د هيواد په ورانولو كې يې عملا ونډه درلوده او د تيرو ورانيو، جګړو او وژنو مسووليت ورته متوجه دى.
• د دې ډول ګوندونو د مشرانو په ډله كې ځينې كسان داسې هم شته دي چې يو ګوند يې يوازې د څو مياشتو لپاره دوام كوي كله يې چې لومړى ګوند وشړيږي نو ډير ژر د بل ګوند په جوړولو لاس پورې كوي.
• د زياترو دغه راز ګوندونو په مركزي شورى او اجراييه شوراګانو كې د داسې كسانو نومونه تر سترګو كيږي چې د غلو او جنايتونو په تور تورن دي. ځكه هغه خلك چې له وضعې څخه څه نا څه درك لري پوهيږي چې دا وړۍ به خداى زده چې شړۍ شي نو د ګوند مشر مجبوريږي چې د داسې كسانو په دروازه كې خپله ځولۍ و غوړوي چې په سلګونو تورونو تورن او ښه ماضي نه لري.
څه بايد شوي واى؟
كه د هيواد سياسي، پوهنيزې او ټولنيزې ورانې فضا ته په ژوره توګه و كتل شي چې له ګوندونو او د ګوندونو له مشرانو څخه دغه حالت ته رارسيدلي دي نو په لومړي ګام كې به غوره خبره دا واى چې د افغانستان د لنډ مهالې ادارې له تشكيل سره سم د يوه عملي فرمان په ترځ كې پخواني ټول وسله وال او بې وسلې ګوندونه منحل اعلان او د راتلونكيو ديرشوكلونو لپاره په هيواد كې هيڅ يوه سياسي ګوند ته د فعاليت زمينه نه واى وركړل شوې څو افغانانو د څه وخت لپاره د آرام ساه ويستلې واى. په همدې توګه هغه ورانكار افكار او كړنې له كاره لويدلې واى چې هيواد يې دغه حالت ته را و رساوه. لومړى خلكو ته د سالم سواد دكچې د لوړوالي په لړ كې د پوهې، سياسي شعور، ټولنيز عدالت او مخكښ رول عملي درسونه وركړل شوي واى. په دوهم ګام كې داسې يوه سالم سياسي رقابت ته د يوه او يا دوو ګوندونو د تشكيل لاره هواره شوې واى چې په علمي بنسټونو ولاړ او د افغانستان د خلكو يووالى، پرمختګ او ښيرازي يې تر ټولو لومړۍ موخه ګرزولې واى. په همدې توګه د يوه افغان شموله روغ نيت له مخې د سياست د ډګر سياليو ته ور وړاندې شوي واى.
په داسې حال كې چې پخوانۍ بې شميره تربګنۍ، وژونكې وسلې، بيلتون پالي افكار، سلګونه بدۍ، د سواد د كچې ټيټوالى، د خلكو په منځ كې له يو بل څخه د مختلفو ناوړه وجوهاتو له كبله د كركې موجوديت او په سلګونو داسې نورې ناخوالې موجودې وي نو په داسې مهال كې د ګوندونو جوړول د افغانستان د خلكو تر منځ د يووالي پر ځاى د بيلتون واټن نور هم پراخ كوي، بهرنيو لاسوهنو ته لاره هواروي، په بيځايه ناندريو مشغول كيږي او د هيواد د پرمختګ په لاره كې خنډونه سر را پورته كوي.
د هيواد په داخل او بهر كې د سلګونو ګوندونو جوړول، فعاليت او هغه ته د سياست په ډګر كې اجازه وركول، اوس مهال د زياتو شنونكو او څيړونكو په نظر د زهرو حيثيت لري چې د هيواد د خلكو د وضعې د ښه كولو پر ځاى هيواد د بيلون خوا ته كشوي. غوره خبره به په دې هكله دا واى چې د يوه اوږده واټن لپاره د ګوندونو د جوړښت مخه نيول شوې. په همدې توګه د غوره شرايطو د شته والي سره سم هغه مهال د هيواد په سياسي ډګر كې څو محدودو ګوندونو ته د فعاليت اجازه په لاس ورغلې واى چې د افغانستان دخلكو ملي يووالي او سياسي حاكميت ته يې خطر نه متوجه كولاى چې پرته له شك څخه به داسې يوې سالمې سياسي سيالۍ د هيواد په سمسورتيا كې لويه ونډه درلودلې واى. د اوس مهال لپاره د هيواد په سياسي چاپيريال كې بې شميره ګوندونو ته د فعاليت اجازه، د زياتو افغانانو په آند د افغانستان هيڅ درد نه شي دوا كولى چې زياتره برخه يې هيواد ته روغ نيت او د هيوادوالو ملګرتيا له ځان سره نه لري نو ښه به دا وي چې دې ډول ګوندونو ته د ((ګوندونه خروارونه)) نوم وركړل شي