دخپریدو نیټه : 2005-05-30 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
په پنځو اونويو كي دلوي كندهار دكلتوري مركي پنځمه غونډه جوړه سوه
په پنځو اونويو كي دلوي كندهار دكلتوري مركي پنځمه غونډه جوړه سوه
کندهار :: خليل الله سروري
دلوي كندهار دكلتوري مركي غونډه دغبرګولي دمياشتي پر اتمه نيټه چي دمي دمياشتي د ۲۹ سره سمون لري جوړه او په هغه كي لاندي پنځه تنه
۱. عبدالمجيد بابي دكندهار ولايت داطلاعات ،كلتور او ګرځندوي رئيس
۲. انجنير عبدالطيف اشنا دكندهار ولايت دانجينري دپوهنځي رئيس
۳ . واصل حسنيار دهيواد كلتوري ټولني مشر
۴. عبدالقديم پتيال دښكلا مجلي مسوول مدير او دبينوا فرهنګي ټولني مرستيال
۵. انجنير يحي فريد دافغان شمله كلتوري مركز مشر
دكړنلاري دجوړولو او راتلونكي غونډي ته په راتلونكي غونډه كي دوړاندي كولو او تصويب دنده وركړه سوه.
او دپراخو كلتوري كړيو او سړيو د دوامداره كار او اړيكو لپاره لاندي كسان وټاكل سوه .
۱. ډاكټر طارق رشاد دمركي مشر
۲. حاجي عبدالمالك همت دمركي لومړي مرستيال
۳. ښاغلي حيات الله رفيقي دكندهار دپوهني رئيس
۴. عبدالاحمد محمديار دبينوافرهنګي ټولني مشر
۵. فرزان د دارالمعليمين استاد
۶. روښان اولسمل د احمد شاه بابا دعلمي او كلتوري مركز مرستيال
۷. ښاغلي سيدجان زياركښ دسپين بولدك دكلتوري ټولني مشر.
او همداډول په اروپاكي دافغان كلتوري ټولنو دګډي جرګه ګۍ پر وړانديز چي غواړي همهاله په جرمي او كندهار كي دهوتكي غورځنګ سيمينارونه جوړكړي ، مركي خپل چمتوالي وښود چي په راتلونكي غونډه كي به دنوموړي سيمينار سرليكونه غونډي ته وړاندي كيږي.