مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-09-01   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

تصوف اوعرفان،۱۶،برخه

علامه محمدمعين الدين ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته،

تصوف اوعرفان،۱۶،برخه
علامه محمدمعين الدين ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته،
  بسم الله الرحمن الرحیم،

محترمواسلامی وروڼوله مخه ترتحلیل دمباحثو دذکرپه دې برخه کښی داهل السنت والجماعت دڅلوامامانوموقف درته ذکرکوم کوم چی دتصوف اوطریقت په باره کښی یې درلودئ چی بیان یې په دې شرحه دۍ
اول
امام اعظم ابوحنيفه نعمان رحمه الله،ځموږدغه مبارک اوعالیقدره امام په تصوف کښی صاحب دطریقت ؤپه هدایة النافع کښی مذکوردی چی امام اعظم په طریقت کښی دامام جعفرصادق شاګرداومریدؤپه درمختارکي اوپه حاشیه دابن عابدین کښی پردرمختارباندی راغلی دی چی ابوعلی دقاق ویلی دی چی مادطریقت اخذله ابی قاسم نصرآباذی څخه کړیدۍ اوابوقاسم ویلی دی چی مادطریقت اخِسته له شبلی څخه کړی دی اوهغه له سری سقطی څخه اوهغه بیاله معروف کرخی څخه اوهغه بیاله داوودطائی څخه اخذدطریقت کړیدۍ اوهغه بیا علم اوطریقت دواړه له امام اعظم ابوحنیفه څخه حاصل کړیدۍ
دوهم
امام مالک بن انس رضي الله عنه هم  صاحب دشريعت اودطريقت ددواړو وو علامه عدوي په خپله حاشيه کښي کومه چي پرشرحه دامام زرقاني پرته ده پرمتن دعزيه کوم چي په فقه مالکي کښي جوړسويدۍ ددريم جز په صفحه۱۹۵ کښي ويلی دي چي امام مالک رحمه الله تعالی فرمايلي دي (من تفقه ولم يتصوف  فقدتفسق ومن تصوف ولم يتفقه فقدتزندق ومن جمع بينهمافقدتحقق)یعنی هرڅوک چی دفقهی علم حاصل کړی اوعلم تصوف اوطریقت حاصل نکړی اودطریقت پرلارباندی ولاړنسی نوپه تحقیق سره به دغه سړئ فاسق وګرزی اوهرڅوک چی بیاطریقت اوعلم تصوف  حاصل کړی اودعلم فقهی تحصیل ونکړی نوپه تحقیق سره به دغه څوک زندیق  وګرزی اوهرڅوک چی دغه دواړه علمونه سره جمع کړی نوپه تحقیق سره دغه سړئ وحق ته ورسیدئ
دریم امام شافعی رحمه الله فرمایلی دی چی ستاسی له دنیا څخه دری شیان وماته محبوب دی،اول ترک دتکلف دوهم له خلګوسره ښه معاشرت دریم پیروی اواقتداء په لاره پسی داهل تصوف،انظرکشف الخفاءللامام العجلونی ،ص،۳۴۱،جزء،،۱
څلرم امام احمدرحمه الله فرمایلی دی چی زه ترصوفیه ؤبهترین قومونه نه پیژنم یوچاورته وویل چی دوی سماع اوتواجدکوی ده په جواب کښی و رته وویل چی پریږده دوی چی یوساعت له خپل رب سره خوشحالی وکړی،غذاءالالباب شرح منظومة الآداب،جزء،۱ص،۱۲۰لمحمدالسفارینی
والسلام ومن الله التوفيق
په دې اړه نوربيا. . .

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery