دخپریدو نیټه : 2009-10-02 مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا
حج او مقامات مقدسه ( ۱ ) برخه .
علامه محمدمعين الدين ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته .
حج او مقامات مقدسه ( ۱ ) برخه .
علامه محمدمعين الدين ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته .
نحمده ونصلي علی رسوله الکريم .
امابعد فأعوذبالله من الشيطن الرجيم ، بسم الله الرحمن الرحیم .
« و لله علی الناس حج البيت من استطاع اليه سبيلا » الاية .
ځما ګرانو ، قدرمنو او مسلمانانو وروڼو ! السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته .
په تېر کال کښي موږ و تاسي ته د حج سياسي ، ديني ، دنيوي او اخروي ، فردي ، اجتماعي او اقتصادي فلسفې بيان کړې ، او دارنګه موږ د ايام مقدسه ؤ ، لکه د عرفې ورځ ، د لوۍ اختر ورځ و غيره په باره کښي په زړه پوري مطالب درته تقديم کړل ، او دارنګه مو د الله جل جلاله د بيتې ، خانه کعبې د بنا په اړه او د کعبې شريفي د نومو په اړه يوه اندازه معلوماتونه درته عرض کړي وو ، خو څرنګه چي ځما خيال او فکر ؤ دا سلسله و تکميل ته ونه رسېدله او نيمګړې پاته سوه او س اراده لرم چي د الله جل جلاله په فضل او کرم او دده په مشيت سره ددې سلسلې تکميل او اتمام وکړم ، چي ځما په دغو بيانو کښي به د مقامات مقدسه ؤ ، لکه مسجدحرام ، مقام ابراهيم ، دزمزم اوبه ، عرفات او داسي نور مقدس ځايونه په محقق او مدلل ډول درته وڅيړل سي ، چي اول پيل بې انشآءالله العزيز له « حجر اسود » څخه درته کوم او ددې سلسلې په اخيرو برخو کښي به و هغو بيانو ته انشآءالله عود وکړم کوم چي په تېر کال کښي د کعبې شريفي د بنا او د جوړښت په اړه باقي پاته سويو و .
له تاسي ټولو مسلمانانو وروڼو څخه اميد او هيله کوم چي دغه بيانونه ډير په غور او په ډير شوق سره مطالعه کوۍ او ما عاجز په مخلصانه ډول په دعا سره يادوۍ .
د مقدمې په ډول مي و تاسي محترمو ته دغه مقدماتي برخه وليکله انشآءالله له دوهمي برخي څخه به اصلي مقصود پيل کړ سي .
والسلام ومن الله التوفيق
نوربيا. . .