مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-10-03   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

حج اومقامات مقدسه ( ۲ ) برخه

علامه محمدمعين الدين ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته،

حج اومقامات مقدسه ( ۲ ) برخه .
علامه محمدمعين الدين ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته،

د حجرأسود بیان
بسم الله الرحمن الرحيم
الحمد لله رب العالمين والصلوة والسلام علی قائد الغُرِّ المحجلين و علی آله وأصحابه أجمعين .
قدرمنو مسلمانانو وروڼو! د وعدې مطابق د مقامات مقدسه ؤ سلسله له حجرأسود څخه درته شروع کوم  .
ړومبئ د حجرأسود د فضيلت ، عظمت او د شرافت وبيان ته ځير سۍ کوم چي په دې شرحه دئ :

اول :ــــــ حجر أسود هغه ډبره ده چي په اصل کښي د جنت له ياقوتو څخه يو ياقوت ؤ ، لکه چي د اسلام پيغمرپه يوه مبارک حديث کښي ( چي د ترمذي په اول جلد ۱۰۷صفحه کښي ، او د سنن کبری په پنځم جلد ص ۷۵ کښي يې روايت سوئ دئ )  فرمايلي دي چي : حجرأسود او مقام ابراهيم د جنت له ياقوتو څخه دوه ياقوته دي کوم چي په اصل کښي بې انتها روښانه او منوروو ، بيا الله جل جلاله د دوۍ دواړو روښنايي محوه کړه ، کچيري الله پاک د دوۍ روښنايي نه وائ محوه کړې نو له مشرقه تر مغربه بې هر شئ رښانه او منور ګرځولئ وائ    .
همدارنګه د اسلام پيغمبر (صلی الله ليه وسلم ) په يوه بل مبارک حديث کښي  ( کوم چي د ترمذي په ج۱ ص ۱۰۷ کښي او د نسايي په ۲ج ۲۹ص کښي يې روايت سوئ دئ  ) فرمايلي دي : « نزل الحجر الأسود من الجنة و هو أشد بياضا منَ اللبن فسودته خطايا بني آدم   »  يعني راکښته سوئ دئ حجر أسود له جنت څخه  ، يا راکښته سو حجر أسود له جنت څخه حال دا ؤ چي دَئ ( يعني حجرأسود ) ډير سخت ؤ په حيث د سپينوالي  له شيدو څخه ، بيا تور کړ دَئ خطاؤ او ګناؤ د بني آدم  ( يعني د انسانانو د ګناؤ په وجه دده سپينوالئ ختم سو او تور سو  ) .
له حضرت وهب بن منبه  څخه روايت دئ چي کوم وخت چي حجر أسود له جنته څخه راکښته سو نو دَئ د ستورو په شان ځليدئ ؛ ځکه چي دَئ د جنت له ياقوتو څخه يو سپين ياقوت  ؤ  ( أنظرأخبارمکه ص۱۰) .
البته په ځينو رواياتو کښي داسي راغلي دي چي حجر أسود په ابتدا کښي تر واوره ډير سپين ؤ ، او په ځينو روايتو کښي داسي راغلي دي چي د ياقوتو په ډول سپين ؤ ، او په ځينو رواياتو کښي داسي راغلي دي چي د سپينو زرو په ډول سپين ؤ ، او په ځينو کښي بيا داسي راغلي دي چي سپينوالئ يې تر شيدو زيات ؤ ، او په ځينو روايتو کښي داسي  راغلی دی چي د ستورو په ډول روښانه ؤ ، لکه چي دادواړه روايتونه مخکښي مادرته ذکر کړل   ( أنظر جامع اللطيف   ) .
 
دوهم : ــــــ حجر أسود به د قيامت په ورځ د هغو خلګو شفاعت کوي کوم چي په خلوص د نيت سره يې دَئ  بوسه کړئ او مچ کړئ وي  ، لکه چي د اسلام پيغمبر   په يوه مبارک حديث کښي  ( کوم چي په مصنف د عبد الرزاق اوپه معارف السنن کښي  يې روايت سوئ دئ ) فرمايلي دي  چي د قيامت په ورځ به الله پاک په حجر أسود سره راتګ وکړي   نو دَئ به تر « جبل أبوقبيس » غټ وي  او ژبه به لري او د هغو خلګو په حق کښي به شفاعت او سپارښت کوي کوم چي دَئ يې په خلوص د نيت سره مچ کړئ وي  .
همدارنګه د اسلام پيغمبر ( صلی الله عليه وسلم ) په يوه بل مبارک حديث کښي  ( کوم چي په جامع الصغير کښي يې روايت سوئ دئ ) فرمايلي دي  چي حجر أسود د جنت له سپينو ياقوتو څخه يو ياقوت دئ  ، دده نورانيت  د مشرکانو ګناؤ په توروالي بدل کړ ، د قيامت په ورځ چي کله د حشر په ميدان کښي حجر أسود راوړل سي نو د أحد د غره په شان به غټ وي  ، په دنياکي چي هر چا حجرأسود په لاس سره مسه کړئ وي او يا يې مچ کړئ وئ نو حجر أسود به د هغه په حق کښي شاهدي او ګواهي ورکوي   .
والسلام ومن الله التوفيق
په دې اړه نوربيا. . .

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery