مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2005-06-02   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې د کندهار د غملړلې پېښې په اړه بېړنۍ تعزيتي غونډه جوړه کړه

د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې

 په جرمني کې
د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې
نن د کندهار د غملړلې پېښې په اړه بېړنۍ تعزيتي غونډه جوړه کړه

د چهارشنيې په ورځ د کندهار په ښار کې د هغې خونړی پېښې له امله چې يو شمېر بېګناه هېوادوال په کې شهيدان او ټپيان شول ، د جرمني د کولن په ښار کې د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې له لورې يوه وير غونډه جوړه شوه .
د غه غونډه د مازيګر پر پنځو بجو د ښاغلي مبارز څاپي له خوا د الله پاک د سپېچلي کلام په تلاوت سره پيل شوه . ورپسې د پېښې د قربانيانو او شهيدانو روح ته دعا وشوه او د ټپيانو د زر تر زره رغېدلو لپاره د الله په دربار کې لاسونه پورته شول.
په دغه غونډه کې د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې د مشرتابه جرګې له خوا د جنرال اکرم خاکرېزوال او نورو هېوادوالو وژنه د افغانستان د ټول اولس پر ضد د دښمنۍ د يو عمل په توګه وغندل شو او هيله وشوه چې بيا داسې ترخې او غم لړلې پېښې تکرار نه شي او زموږ جنګ ځپلی اولس نور د وينو او باروتو له توپانونو او بدمرغيو په امان کې شي .
په غونډه کې د شهيدانو او ټپيانو له کورنيو سره غمرازي ښکاره شوه او ورته د زړه د صبر او زغم هيلې څرګندې شوې

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery