دخپریدو نیټه : 2009-10-10 مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا
محاسن الاسلام ،۳۲،برخه دوالدینوحقوق
علامه محمدمعين الدين ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته،
محاسن الاسلام ،۳۲،برخه دوالدینوحقوق
علامه محمدمعين الدين ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته،
بسم الله الرحمن الرحیم محترموووڼودتېری برخی په شان په دې برخه کښی هم دوالدینوله حقوقوڅخه بیان درته کوم چی په دې شرحه دۍ
په اربعين سلماني کي امام نجم الدين عمرنسفی ليکلي دي چي مور او پلار پر ځوۍ باندي (۸۰)اتيا حقه لري ، څلويښت په وخت دژوند کي ددوئ او څلويښت په حالت د مرګ کي ددوئ، هغه څلويښت حقه چي پر ځوۍ باندي يې په وخت د ژوند کي لري لس د هغو څخه داسي دي چي تر بدنه تعلق لري او لس يې تر ژبي تعلق لري او لس يې بياتر زړه او لس يې تر ماله تعلق لري ، په دې برخه کښی له هغولسوحقوقوڅخه دوالدینوبحث درته کوم کوم چي متعلق تر بدنه پوري دي چی په دې شرحه دی:
۱ ــ خدمت کول د موراوپلار ، لکه الله جل جلاله چي فرمايي : « واخفض لهماجناح الذل من الرحمة » . ۲ ،هغه څه کول کوم چي موراو پلار يې په هغه سره امر کوي خوپه دې شرط چی شريعت به د هغه څخه منع نه وی کړې .۳ ـــ هغه څه نه کول کوم چي مور او پلار يې ورڅخه منع کوي په دې شرط چی شريعت يې په کولو حکم نه وی کړئ .۴ ،دوالدیوقدراوعزت اواحترام کول ،۵،له والدینوسره په ادب اوسیدل اوددوئ په حضورکښی ګستاخی نکول ځکه دبې ادبۍ په صورت کښی که هرڅونه زوئ دوالدینوخدمت کوی هیڅ اعتباربه ونلری لکه یوبزګ چی فرمایې،حافظاعلم وادب ورز که درحضرت شاه ،،هرکه رانیست ادب لائق خدمت نبود،۶ ،بې له راضا ددوۍبه په سفر نه ځی، که څه هم سفر د عبادت وي لکه حج یعنی نفلی حج،او غزا یعنی په هغه صورت کښی چی فرض عین نه وی ،او لکه طلب د علم یعنی زائدترهغه چی فرض دۍ، لکه چي په يو روايت کي راځي چي يو سړئ و رسول الله (ص) ته راغلئ او ورته وې ويل چي يا رسول الله زه له تا سره وغزا ته ځم ، ده مبارک (صلی الله عليه وسلم ) ورته وفرمايل چي مور او پلار لرې ؟ ده ورته وويل هو ! ده مبارک ورته وفرمايل چي د خپل مور او پلار سره پاته سه ، ستا جهاد دادئ چي د دوۍ خدمت وکړې .۷ــ کله چي مور او پلار راښکاره سي نو و هغوۍ ته ولاړېدل ، د هغوۍ و مخ ته ورتلل او بې له اجازې اودستوره ددوۍ نه کښېنستل او دارنګه نه کښېنستل پر ځاۍ ددوۍ .۸ ،کله چي له مور او پلار سره پر لاره روان وي نو دهغوۍ تر مخ رفتار نه کول ، مګر په هغه وخت کښي چي شپه وي يا خټي او يا د ويري ځائ وي .( ۹) ـ مور او پلار ته ترش او تريو نه کتل ، بلکي په تازه او د خوشحالۍ په مخ سره نظر ورته کول .۱۰ ،دمور او پلار په بلنه سره بالفوره حاضريدل او ځنډ نه کول ، که څه هم په نفلي لمانځه کي وي . والسلام ومن الله التوفيق
په دې اړه نوربيا.