مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-10-13   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

حج او مقامات مقدسه(۵)برخه د«حجر اسود » بيان

علامه محمدمعين الدين ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته،

حج او مقامات مقدسه(۵)برخه  د«حجر اسود » بيان
علامه محمدمعين الدين ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته،
بسم  الله الرحمن الرحیم
ګرانواومحترمووروڼو په دې برخه کښي هم دحجراسودفضيلت اوعظمت دشان درته بيانوم ،
اول
 ترڅوچي حجراسود په خپل موجوده مقام کښي موجودوي نو خلګ به له يوقسم خير ،نيکي اوښېګڼي سره پيوسته وي اوداسي وخت راتلونکۍدۍچي حضرت جبرئيل عليه السلام به بيرته حجراسودوهغه ځاۍ ته  يوسي چي حجراسوديې ورڅخه راوړۍ ووچي جنت دۍ،لکه چي طبراني په معجم کبيرکښي په داسي سندسره چي رجال يې ټول رجال دصحيح دي له عبدالله ابن عمرو ابن اعاص رضي الله عنه څخه داسي روايت کړیدۍچي ده يعني عبدالله فرمايلي دي چي(نزل جبريل عليه السلام بهذالحجرالأسودمن الجنة فتمتعوا به فأنکم لاتزالون بخيرمادام بين اظهرکم فأنه يوشک ان يأتي يوم فيرجع به من حيث جاء به)
دوهم
  دحجراسودله فضائلواومنقبتوڅخه يوفضيلت اومنقبت دادۍچي کله حضرت آدم عليه السلام  له جنت څخه ومځکي ته راکښته کړسونوحجراسوداومقام ابراهيم هم له جنت څخه  ورسر ه راکښته کړل سول بیاکله چي دَي مبارک په مځکه کښي دتنهايي په وجه اوله جنت څخه دراوتوپه  وجه له سخت وحشت سره مخامخ نوپه دغه حال کښی يې ووه وبل طرف ته  وکتل  نوويوه طرفه ته يې حجراسودوو اووبل طرف ته يې مقام ابراهيم وونويې دو ۍدواړه وپېژندل چي له جنت څخه راوړل سويدي نويې  یوپه يوه بغل اوبل په بل بغل کښي ونيوۍاوله دوۍ دواړوسره يې اُنس اواُلفت ونيوۍاووحشت ورڅخه ليري کړسولکه چي روايت دۍ چي ابن عباس رضي الله عنهمافرمايلي دي (نزل الرکن والمقام مع آدم عليه السلام ليلة نزل بين الرکن والمقام فلمااصبح رأی الرکن والمقام فعرفهما فضمهمااليه  واَنِسَ بهما) ،اخبارمکه ،درمنثوروغيرهما،
دريم
دحجراسودپه مسحه کولوسره دانسان ګناوي تویيږي لکه چي له ابن عمرڅخه روايت دۍ چي ماله رسول عليه السلام
 څخه اوريدلي دي چی ده مبارک فرمايل (بېشکه مسحه کول دحجراسوداودرکن يماني ډيررژونکۍ اوتويونکۍ دۍ دګناوو اودارنګه مااورېدلي دي له رسول الله  څخه چي فرمايل يې(چي نه ايږدي طواف کونکۍ پرځمکه باندي  هیڅ یوقدم يعني په حال دطواف کښي اونه پورته کوي له مځکي څخه بل قدم مګرالله پاک له ده څخه يوه ګناه کښته کوي اودهغي په بدل کښي يوه نيکي دده دپاره ليکي) ،
 انتهی بالاختصار ،ترمذي،نسائي،ابن خزيمه،صحيح ابن حبان،مسنداحمد،
څلورم
دحجراسودپه نزدالله پاک دمسلمان دعاقبلوي،يوله  هغوځايوڅخه په مکه مکرمه کښي چي دعاپه کښي قبلېږي حجراسوددۍله حضرت ابن عمررضي الله تعالی عنهماڅخه روايت دۍ چي پررکن يماني باندي دوې فرشتې مقررري دي چي آمين وايي پردعادهغه چاباندي چي دطواف په حال کښي پرده باندي ورسي اوپرحجراسوباندي دونه فرشتې مقرري دي چي حساب يې نسي  کيدلاۍ يعني نودغه بې حسابه فرښتې ټولي دهغه چاپردعاباندي امين وايي کوم چی پرحجراسودباندی ورسی   
انظراخبارمکه .
همدارنګه له ابن عباس څخه روايت دۍ چي ده ويلي دي
چي قسم کو م په هغه ذات چي نفس دابن عباس په قدرت کښي دده دۍ چي نسته هيڅ يوسړي مسلمان چي وغواړي له الله عزوجل څخه يوشي په نزددحجراسود مګروربه کړي خداۍ پاک وده ته هغه شي.  
انتهی بالاختصاراخبارمکه للأزرقي. 
همدارنګه له ابن عباس څخه روايت دۍچي ده ويلي دي(منِ اسْتلم هذالرکنَ ثُم دعا اُسْتُجِيْبَ له)يعني هرڅوک چي دغه رکن ،حجراسودمسه کړي اوبيا دعاوکړي نوقبوله به سي ده لره دغه دعادده.
والسلام ومن الله التوفيق
نوربيا.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery