دخپریدو نیټه : 2009-10-19 مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا
حج او مقامات مقدسه( ۸ )برخه ، د«حجر أسود » دعاوي
علامه محمدمعين الدين ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته
حج او مقامات مقدسه( ۸ )برخه ، د«حجر أسود » دعاوي .
علامه محمدمعين الدين ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته .
بسم الله الرحمن الرحيم .
قدرمنو مسلمانانو ! کله چي د طواف په حال کښي حجر أسودڅوک مسه کوي ، او ياد ازدحام په وجه کله چي حجر أسود ته راورسيږي اشاره ورته کوي نو په دغه وخت کښي چي د کومو دعاګانو ويل له نبي ( صلی الله عليه وسلم ) او دده له أصحابو څخه رانقل سويدي د هغو بيان درته کوم ، خو تر مقصود له مخه يو څو خبري درته کوم :
اوله خبر داده چي کومي دعاګاني چي له رسول ( عليه السلام ) څخه رانقل سويدي هغه بېلابيلي او مختلفي دعاګاني دي ، نو که هغه دعاګاني ټولي وويلي سي خو ډير لوۍ کار دئ او که بعضي له هغو څخه وويلي سي هم څه تاوان نلري .
دوهمه خبره داده چي ددغو دعاګانو د ويلو مطلب دا نه دئ چي کله چي طواف کونکئ و حجر أسود ته راورسيږي نو تر هغه پوري به په نزد د حجر أسود دريږي تر څو چي دغه دعاګاني وايي ؛ ځکه چي په دې کښي خو يو د طواف د « شوطو » په منځ کښي فصل راځي او د طواف په اوو شوطو کښي دا کار مهم دئ چي اوه سره شوطه متصل او پرلپسې بايد پوره کړه سي ، او دوهم تاوان يې دادئ چي و نورو طواف کونکو ته تکليف رسيږي .
بلکي معنی يې داده چي طواف کونکئ ددغو دعاګانو پيل او شروع د حجر أسود په نزد وکړي او په حال د طواف کښي يې پای ته ورسوي .
دريمه خبره داده چي کومه دعا چي طواف کونکي ته اسانه وي او د حجر أسود په نزد يې شروع کړي او بيا يې په طواف کښي پائ ته ورسوي نو په دې کښي هم کوم نقصان نسته ، البته مأثوره دعاوي کومي چي زه يې بيان درته کوم ډير فضيلت لري او زياتي موثري دي .
اوس د دعاګانو و تفصيل ته متوجه سۍ ! :
( ۱ ) اوله دعا :
بسم اللهِ واللهُ أکبرُ اِيمانًا باللهِ و تصديقًا بِمَا جآءَ بِه رسولُ اللهِ (صلی الله عليه وسلم ) .
ددغي دعا روايت امام شافعي (رح) په خپل کتاب کښي چي د « أم » په نامه سره شهرت لري په ج۲ ص ۱۷۰ کښي له ابن جُرَيج څخه کړئ دئ ، چي ابن جريج ويلي دي چي ماته دا خبره رارسيدلې ده چي ځينو أصحابو د رسول ( عليه السلام ) له ده مبارک څخه پوښتنه وکړه چي اې د خدائ رسوله ! کله چي موږ حجرأسود مسه کوو نو څه به وايو ؟ نو رسول ( عليه السلام ) و دوۍ ته دغه مذکوره دعا وروښووله .
( ۲ ) دوهمه دعا :
اللهُم ايمَانًا بِکَ و تصدِيقًا بِکتابِکَ و سنة نبيِّکَ ( بيا به له دغي دعاوروسته درود پر نبي (ص )باندي وايي ) .
ددغي دعا نقل هَــيثمِي د خپل کتاب « مَجمعُ الزوايد » د ج۳ ص ۲۴۰ کښي له ابن عمر (رض) څخه کړئ دئ او دارنګه طبراني هم په معجم أوسط کښي ددغي دعا روايت له ابن عمر څخه کړئ دئ ، او رجال يې رجال د صحيح دي ، چي ابن عمر به دغه دعا ويله په هغه وخت کښي چي ده به د حجرأسود مسه کوله .
( ۳ ) دريمه دعا :
ربنا آتِنا في الدنيا حَسَنةً و في الآخرةِ حسَنة وقِنا عذابَ النارِ .
دغه دعا به عبدالرحمن بن عوف (رضي الله عنه ) په وخت کښي د مسه کولو د حجرأسود ويله .
(أنظر الفاکهي ج۱ ص ۱۰۰ ) .
( ۴ ) څلرمه دعا :
بسم اللهِ واللهُ أکبرُ علی مَا هَدانا ، لآاله الااللهُ وَحدَه لا شريکَ له آمنتُ باللهِ و کفرتُ بالطاغوتِ و بالــّاتِ والعُزی و مَا يُدعی مِن دُونِ اللهِ ، انَّ وَليِّيَ اللهُ الذي نزلَ الکتابَ وَهوَ يَتولی الصالحين .
دا دعا د حضرت عمر بن الخطاب (رضي الله عنه ) دعا ده ، کله چي به ده د حجر أسود مسحه کوله نو دغه دعا بې ويله . ( أنظر الأزرقي ج۱ ص ۳۳۹ ) .
والسلام ومن الله التوفيق
په دې اړه نوربيا.