دخپریدو نیټه : 2005-06-05 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
ملي ګټي اوستراتيژيكه ملګرتيا
وحيد سپين غر
وحيد سپين غر
په دي وروستيووختوكي دافغانستان اوامريكي دمتحده ايالاتوترمنځ ستراتيژيكه همكاري دورځي موضوع ګرځيدلي اوهرچيرته ورباندي بيلابيل تاوده بحثونه روان دي
دهيواددسياسي ګوندونوله مشرانونيولي بيا ترازادوخپرونوپوري ټول دهمدي موضوع په اړوند ليكني اوڅرګندوني كوي اوپه سياست پوري تړلي كسان دبيلابيلوراډيوګانو او خبري رسنيوسره په خپلو مركوكي په دي اړوند خپل دنظرټكي څرګندوي ،د خپرونو اوتبليغاتوپه دي پراخ ډګركي بيلابيلي ليكني مخي ته راځي اودمركواوبحثونوپه لړكي هم بيلابيل ضد اونقيض نظريات اوڅرګندوني ترغوږوكيږي ،كه چيرته داټول بحثونه اوليكني دڅيړني په يوه تله كي وتلل شي دي نتيجي ته رسيږوچي داڅرګندوني اونظريات په دووبرخوويشل كيږي :
يو لوري د نړيوالوسره ستراتيژيكه همكاري اوپه تيره بيا دامريكي دمتحده ايالاتوسره نظامي اواقتصادي همكاري دافغانستان اوافغانانوپه گټه بولي ،خوبل لوري داهمكاري دافغاستان په ګټه نه بولي اوان دافغانستان سياسي اواقتصادي خپلواكي ته يي يوګواښ ګڼي .
لنډه داچي داموضوع دهيوادپه مطبوعاتوكي ددوولوريونه تربحث لاندي نيول شوي چي يوه ډله ادعا كوي چي دااوږدمهاله همكاري دافغانستان په ګټه ده اوبله ډله يي بيادهيوادبه ګټه نه بولي اوپه دي اړوند بيلابيل دلايل وړاندي كوي.
هغه كسان چي داستراتيژيكه همكاري د افغانستان په ګټه نه بولي اوپه دي اړوندمثبت نظرنه لري هغوي دټولودلايلوپه څنګ كي ډيرلوي دليل داوړاندي كوي چي ددي همكاري په نتيجه كي به دافغانستان اړيكي له ګاونډيوهيوادونوسره خرابي شي ،ځكه چي زموږ ګاونډي هيوادونه په افغانستان كي دامريكي د اوږدمهاله شتون سره مخالف دي ،دوي په دي اړونددايران دهيوادنه يادونه كوي.
كه په رښتيا دايوازني دليل اوډيرمهم دليل وي چي موږ بايد نړيواله همكاري پريږدو زه فكركوم چي دادليل پرډيرو ضعيفومنطقوولاړدي :
لومړي داچي هم دااوس دمنځني اسيا په اكثروخپلواكوهيوادونوكي دامريكي نظامي ټولګي اونظامي اډي شته ،بل داچي امريكاافغانستان ته نه پخپله خوښه راغلي اونه هم افغانانو راوستي ده په سيمه اوپه ځانګړي توګه په افغانستان كي دتروريزم شتون امريكا دي ته مجبوره كړه چي افغانستان ته راشي اودلته دالقاعده اوتروريزم په ضدخپله مبارزه په وړاندي بوزي ،كه چيرته امريكا داسي ونه كړي اودتروريزم ځالي دلته له منځه يونه سي ،نويوځل بيا به دسپتمبرديوولسمي پيښه تكرارشي ،دلته امريكادخپل هيواد ملي امنيت دي ته مجبوره كړي چي داكارترسره كړي په دي كاركي زموږ هم ګټه ده موږ هم يوجګړه ځپلي هيواديواودهمدغوترورستانو له لاسه مو هيوادپه كنډواله و اوښت ،په نړيواله سطحه دافغانستان عزت اواعتبارترپوښتني لاندي وو،موږ هم داهيله لرله چي افغانستان دترورستانوله منګولونه خلاصون ومومي هماغه ووچي افغانان هم دالقاعده اوطالبانوپه وړاندي دنړيوالوځواكونوسره اوږه په اوږه ودريدل او خپل هيواد يي دترورستانوله منګولو وژغوره.
اوس زموږدهيواد دجوړوني اوابادي پوښتنه ده ،موږ بايد خپل هيوادله سره ورغووچي داكاردومره ساده اواسانه نه دي ،موږ په يوازي ځان داكارنشوكولي ،اونه راسره داسي مالي منابع شته چي په يوازي ځان ددوه نيمولسيزو وراني اوخرابي بيرته له سره ابادي كړودهمدي لايلوپربنياد افغانستان دي ته اړدي چي دنړيوالومرستي اوكومكونه راجذب كړي اوخپل وران ويجاړهيواددنړيوالوپه مرسته اوهمكاري ابادكړي .
دافغانستان اوامريكي ترمنتځ ستراتيژيكه همكاري په دوومهموفكتورونوتكيه لري
_ اقتصادي مرستي
_ نظامي مرستي
لكه څنګه چي هيوادوالوته څرګنده ده دبن دپريكړوسره سم نړيوالودادنده په غاړه اخيستي وه چي په افغانستان كي اساسي قانون جوړشي ،دهيواد دولسمشري ټولټاكني ترسره شي ،اوپه پاي كي هيوادديوه انتخابي پارلمان څښتن شي په دغه ټوله موده كي نړيوال ژمن ووچي دافغانستان سره په امنيت اونورو چاروكي مرسته وكړي ، خودپارلماني ټاكنونه وروسته دبن دپريكړوله مخي دنړيوالوددي تعهد موده پوره كيږي ،ددي لپاره چي افغانستان په راتلونكي اواوږدي مودي كي دنړيوالومرستواوكومكونوڅخه برخمن پاتي شي دهيوادمشرتابه دالازمه وګڼله ترڅوله نړيوالونه داوږدي مودي تعهدات واخلي چي زموږ سره دهيوادپه اقتصادي رغونه او نظامي چارو كي همكارپاتي شي .
دپارلماني انتخاباتودپاي ته رسيدوسره جوخت دافغانستان په وړاندي دنړيوالودندي اومكلفيتونه پاي ته رسيږي هغوي كولي شي چي ووايي دبن دپريكړومطابق زموږ دهمكاريو موده پاي ته رسيدلي نور موږ له تاسوسره همكاري نشوكولي ،په هغه صورت كي بيا افغانستان څه وكړي ؟
ددي لپاره چي نړيوال له موږ سره همكاران پاتي شي اوهمكاري يي قانوني بڼه ولري موږ مجبوريوچي له هغوي سره داوږدمهالي همكاري تړون ولرو،ځكه چي دبن دپريكړوله مخي ددوي وخت پوره كيږي كه چيرته موږ ددوي همكاري ته اړتيا لروبايد يوه تړون اوتوافق ته ورسيږو.
ټولوهيوادوالوته څرګنده ده چي زموږ دهيوادامنيتي ځواكونه دومره زيات پياوړي نه دي چي په ټول هيوادكي سراسري امن اوسوله تامين كړي ،همدارازګورو چي په دي وروستيوورځوكي ترورستانودهيوادپه بيلابيلوسيموكي خپلو ورانكارو فعاليتونوته دوام وركړي چي ددغه شان فعاليتونومخنيوي يوازي دافغان پوليسواوملي اردوله توانه بهركاردي ځكه خودنړيوالونظامي مرستو اوهمكاريوته اړتيا شته اوموږ مجبوره يوچي داوږدي مودي لپاره ترڅودهيوادملي اردواوملي پوليس دامنيت وړتيا ترلاسه كوي دنړيوالونظامي مرستي له ځانه سره ولرو،چي دادي اوس ددي معاهدي په نتيجه كي دنړيوالونظامي همكاريو له موږ سره قانوني بڼه غوره كړي ده .
ددي معاهدي په رڼاكي داروښانه شوي چي دايتلاف قواوي يوازي دافغانستان په دننه كي دترورستانوپه وړاندي دعملياتواجازه لري نه دهيوادنه دباندي په ګاونډيو هيوادونو كي ، داهغه روښانه اصل دي چي زموږ ګاونډيان بايد په دي پوه شي چي كه امريكا له موږ سره مرسته كوي نوداددوي دهيوادپه چاروكي دمداخلي اويا تهديدپه مانا نه دي هيڅكله هم افغانستان دګاونډيانولپاره تهديد نه وو،اونه يي هم دګاونډيانوپه كورنيو چاروكي مداخله كړيده داخوافغانستان دي چي تل دخپلوګاونډيانوله لوري تهديدشوي ښكاره اوپټي مداخلي په كي شوي اوان دګاونډيانوپه زور اوقومانده په كي حكومتونه جوړشوي اوړنګ شوي دي .
زموږ دهيوادملي امنيت تل دګاونډيانوله لوري ترتهديد اوتجاوزلاندي وو،ددوه نيمولسيزوپه بهير كي زموږيوه ګاونډي پخواني شوروي اتحاد په موږ تجاوزاونظامي يرغل وكړ،وروسته بيا زموږ په هيوادكي اوږدي داخلي جګړي رامنځته شوي اوپه دي ټولوجګړوكي زموږ ګاونډيانومستقيم ګډون درلود،ددي جګړوټول پلانونه په اسلام اباد ،تهران ،تاشكند اودوشنبه كي جوړيدل اوس چي موږ ددربدريواومهاجرتونونه وروسته دنړيوالوپه مرسته دسولي اوولسواكي كوم سفرپيل كړيدي بايد په دي سفركي موږ داهڅه وكړوچي دخپلوملي ګټودخوندي كولوپه خاطرنړيوال دځان سره ملګري وساتو ترڅودددښمنانوله تيري اويرغل نه وژغورل شواودخپل مرام اومقصد وروستي منزل ته ځان ورسوو.
په ښكاره بايد داخبره وكړوهغه ډلي اوكسان چي دهمكاري دا تړون دګاونډيو هيوادنو په ضررګڼي اويا داچي دامعاهده ګاونډيوهيوادونوته يوتهديدګڼي هغوي يا ددي تړون له متن اومحتوياتونه پوره خبرتيا نه لري اويا داچي دافغان په نوم دګاونډيوهيوادونو نمايندګان اوپلويان دي
دادلمر په څيرڅرګنده ده چي په دي تړون كي يوازي دافغانستان سره داوږدي مودي لپاره دامريكي داقتصادي اونظامي مرستويادونه شوي اوبس .
سياسي كتونكي په دي عقيده دي چي دادافغانستان دمشرانوله لوري يوډير پروخت اودهيواددملي ګټوپه نظركي نيولوسره يوسم اوپرځاي اقدام دي ترڅونړيوال په دي مكلف شي چي دافغانانو دجګړه ځپلي هيوادسره داوږدي مودي لپاره مرستي اوهمكاري وكړي ،اوبيا دپخواپه شان افغانستان يوازي په ميدان خوشي نه كړي .