مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-10-22   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

حج او مقامات مقدسه(۱۱)برخه ، « مقام ابراهيم » .

حج او مقامات مقدسه(۱۱)برخه  ، « مقام ابراهيم » .

    علامه محمدمعين الدين ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته .  

 بسم الله الرحمن الرحيم 

محترمو مسلمانانو وروڼو  ! په دې برخه کښي د مقام ابراهيم له فضايلو او دده له عظمت د شان څخه بحث درته کوم ، چي شرحه يې په دې ډول ده  :

( ۱ )   : دغه مبارکه ډبره چي مقام ابراهيم ورته ويل کيږي د حجر أسود په ډول له جنت څخه راوړله سوېده .

( ۲ )  :  مقام ابراهيم حضرت آدم ( ع) په خپل مبارک بغل کښي نيولئ دئ .

( ۳ )  : کله چي حضرت آدم (ع ) له جنت څخه و مځکي ته راکښته کړ سو او له ډيري پريشانۍ او وحشت سره مخامخ سو ، نو په دغه حالت کښي چي کله ده و يوه طرف او بل طرفته وکتل نو په يوه طرف کښي يې حجرأسود او په بل طرف کښي يې مقام ابراهيم وليدئ او دواړه يې وپيژندل چي له جنت څخه راوړل سويدي نو يې يو په يوه بغل کښي او بل يې په بل بغل کښي ونيوئ ، او په دې وجه له ده څخه وحشت او پريشاني ليري سوه .

د دغو درو سرو خبرو مأخذونه او دليلونه د حجر أسود د بياناتو په ځينو برخو کښي ما درته ذکر کړيدي  .

( ۴ )  : مقام ابراهيم د حضرت ابراهيم او د حضرت اساعيل ( عليهماالسلام ) په مبارکو لاسو سره رااخستل سوئ او مسه کړ سوئ دئ  .

( ۵ )   : کله چي د کعبې شريفي بنا ابراهيم ( ع ) کوله  ، نو وروسته له دې چي د کعبې شريفي د بنا ديوالونه لوړ سول،  نو د مقام ابراهيم په توسط سره ( چي ابراهيم [ ع ] به باندي دريدئ ) د کعبې شريي پاته بنا و پای ته ورسيدله  .

( ۶ )   : څونه چي به د کعبې شريفي بنا لوړيدله نو هغومره به مقام ابراهيم په خارق العادته توګه لوړيدئ ، او بيا چي به ابراهيم (ع) له اسماعيل ( ع ) څخه  د کعبې شريفي د بنا لپاره ډبري رااخستلې  نو مقام ابراهيم به کښته راغلئ او کوچنئ به سو ، او بيا کله ي به ابراهيم (ع) دغه ډبري د کعبې شريفي پر ديواله باندي ايښودلې نو مقام ابراهيم به بيرته لوړ سو او ابراهيم (ع) بې و هغه ځائ ته ورپورته کړ چي له هغه ځايه څخه به ده د کعبې پر ديوال باندي ډبري ايښودلائ سوائ    .

( البحر المحيط لأبي حيان  ج۳ص۷  ، تحفة المحتاج بشرح المنهاج  لابن حجر الهيتمي ج۴ ص۹۲ ، أنسان العيون في سيرة الأمين المأمون للامام علي بن برهان الدين الحلبي ج ۱ ص ۱۵۷ ) .

( ۷ )   :  کله چي حضرت ابراهيم (ع) خلګ و حج ته رابلل نو پر مقام ابراهيم باندي ودريدئ او خلګ يې و حج ته  راوبلل  .

( ۸ )  : په دغه وخت کښي چي ابراهيم (ع) خلګ و حج ته رابلل او پر مقام ابراهيم باندي ودريدئ نو مقام ابراهيم د اسمان و طرفته دونه لوړ سو چي په غرو کښي داسي غر نه ؤ چي په دغه وخت کښي دي تر ده د اسمان و طرفته پورته ؤ  .

( الأزرقي ج۱ ص ۶۷۱ / ج۲ ص ۳۰ ، الفاکهي ج۱ ص ۴۴۸ ، مصنف عبدالرزاق ج۵ ص۹۷ ، درمنثور ج۱ ص ۱۱۹  ) .

پوه سه  ! چي په ځينو رواياتو کښي داسي راغلي دي چي ابراهيم (عليه السلام ) چي د حج اعلان په خلګو کښي کوئ نو د أبو قبيس پر غره باندي ودريدئ  ( کوم چي حجر أسود ته مخامخ غر دئ ) او په ځينو روايتو کښي داسي راغلي دي چي د صفا پر ره باندي ودريدئ ، بيا ددغو مختلفو رواياتو تطبيق په دې ډول سوئ دئ چي ابراهيم ( ع ) په متعددو وارو سره خلګ و حج ته راوبلل ، نو په يوه نوبت کښي  پر مقام ابراهيم  ، او په بل نوبت کښي پر جبل أبوقبيس ، او په بل نوبت کښي بيا پر صفا باندي ودريدئ .   ( أنظر روح المعاني ۱۷ ـــــ ۴۳ ) .

والسلام ومن الله التوفيق

په دې اړه نوربيا. . .

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery