مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2005-06-07   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

وطن جنت نشان دي

عبدالاحد پيغام _ كابل

عبدالاحد پيغام _ كابل

دغبرګولي شپاړسمه

دادهغي خوږي اوله شوره ډكي تراني ږغ دي چي هرافغان دخپل هيواد جنتي تصوير په كي ګوري،لوړغرونه ،ياغي سيندونه ،شني دري  اوشنه باغونه ورياديږي اودوطن دګلزارونوننداري ته كښيني ،داترانه داستاد اولمير په خواږه اوازكي ويل شوي  چي ډيره زړه پارونكي اوله  ښكلا څخه ډكه ترانه ده ،استاد اولمير ددي تراني نه پرته په لسګونو نوري تراني هم ويلي چي يوه يي تربلي خوږه اوباكيفيته ده ترټولومشهوره اوافغانانوته اشنا ترانه يي داده :

دازموږ زيبا وطن      دازموږ ليلا وطن

داوطن موځان دي     داافغانستان دي

استاد اولمير نه يوازي دوطن تراني په شور اوشوق ويلي بلكه دهغه هره سندره ځان ته بيل ځاي اوځانګړي مقام لري ،داستاد دموسيقي په هره  پارچه كي ځانګړي خوند  جاذبه ،سوز،درد ،مستي ،سپيڅلتيا ،مينه ،اودخواږه ذوق ډير ځلاند اوڅرګند تصويرونه نغښتي دي ،دساري په توګه دغه لاندني پارچي ددي ادعا ډيرښه ثبوت كيداي شي :

 

دازموږ زيبا وطن        دازموږ ليلاوطن

داوطن موځان دي     داافغانستان دي

(ملنګ جان )

وطن جنت نشان دي ګلان په كي كرم 

په ما دروح نه ګران دي ګلان په كي كرم

(بينا صاحب )

 

مستي منګي بروړي دي _زړه مي دلبر وړي دي

عا لمه لارنيسي يار په هنروړي دي _مستي منګي بر

(ولسي شعر )

ستا دسترګوبلاواخلم بيا دي سترګي ولي سري دي

پام چي واردي خطا نشي ما منلي غرغري دي

(سيلاب صافي )

داسمان په شنه لمن كي دبهاروريځي نڅاكي

خوشالي كړي اتڼونه چي خندا ورته برښناكي

(نصرالله حافظ)

ستا دي قسم وي چي په دغه لارمدام راځه _ زماګلفام راځه

(صنم ګل جوشي )

لاړله شپه دانتطارتيره شوه -  له غمه ډكه په ما خوارتيره شوه

( ګل محمد هجران )

بيلتون دي اوردي ترليمومي سحر نم څاڅي _ لكه شبنم څاڅي

( ۰۰۰۰)

نن غواړوچي داستاد په هغه ترانه وږغيږوچي شاعر دخپل وطن په څيره كي دجنت انځوركتلي اواستاد اولمير پخپل خواږه اوازسره دي انځورته نوره هم ښكلا اوځلاوربخښلي ده ددي تراني شعر دمرحوم طاهر بينا صاحب دي چي وايي :

وطن جنت نشان دي ګلان په كي كرم

په ما دروح نه ګران دي ګلان په كي كرم

زه يي بلبل دامي ګلزاردي په مال وسر به يي ساتم

زما ژوندون ته افتخاردي په مال وسر به يي ساتم

آذاد افغانستان دي ګلان په كي كرم

زه دوطن اوبه دانه خورم خدمت به يي ضروركړم

په كي دعمر خزانه خورم خدمت به يي ضروركړم

داعزم داپيمان دي ګلان په كي كرم

داترانه نه يوازي دهرافغان په زړه كي خاص اوځانګړي ځاي لري بلكي دذوق دخاوندانواودموسيقي دهنرمندانوله لوري دډيروښو،اواثرلرونكي ترانو په توګه پيژندل شوي ده ،ددي تراني دسرونواوزمزمو دومره پياوړي اوغښتلي اغيزدي چي په اوريدونكي كي يوه حماسي اووطنپاله جذ به راولاړوي ،ستړي اندامونه په حركت راولي اوپه ماتوزړونوكي مستي اووياړ راپاروي او د خوځښت حماسي لورته يي بيايي ددي تراني وطنپال اغيزهم ډيراوچت اوپياوړي دي ،دتراني په موسيقي كي د يوي سپيڅلي وطنپالي جذ بي روښانه رڼاله ورايه ښكاري ،داچي ددي اغيزلامل څه دي چي دغي تراني ته يي دومره ښكلا اوځلا وربخښلي ده په لاندنيوټكوكي به ورباندي بحث وكړو

دموسيقي هره پارچه يا اهنګ له دريو اجزاوونه جوړيږي :

- دسندري شعر

- دسندري كمپوز يا موزيكال جوړښت

- دسندرغاړي ږغ يا اواز

دغه  دري واړه عناصر ديوي سندري په ښكلا اوځلا كي ډير ستر رول اواغيزلري داچي داستاد اولمير په دي سندره ( ترانه ) كي كوم عنصرجوړونكي نقش لري چي دي سندري ته يي دومره پياوړي ښكلاوربخښلي ده دازموږ دبحث اساسي ټكي دي .

لومړي :دسندري شعر :كه څه هم چي ددي تراني شعريوحماسي اووطنپال شعردي خودومره زيات فلسفي ،پيچلي اومغلق شعرنه دي چي ددي تراني دواقعي ځلا اوښكلالامل دي وي اوددي تراني په قوت كي دي دشعرځاي له نوروعناصرونه ډيراوچت وي ،داشعريوروښانه  اوروان شعردي ،په دي شعركي دشعرهغه كنايي استعاري اونورپيچلي مفاهيم نشته چي وويل شي شعر دنوروعناصروپه پرتله ډيرغښتلي ښكاري اواصلي لامل شعر دي چي  تراني ته يي  پياوړتيا ورپه برخه كړي ده ،دلته شاعر بي تكلفه يوه روښانه خبره كړي  چي وايي :

زه دوطن اوبه دانه خورم خدمت به يي ضروركړم

په كي دعمرخزانه خورم خدمت به يي ضروركړم

فكركوم چي په دي شعركي كومه داسي ځانګړي اودملاحظي وړټكي نه ليدل كيږي چي ووايو ددي تراني شعريوبي ساري شعردي ،موږ داسي تراني هم لروچي شعرونه يي نسبتآاوچت دي د ساري په توګه :

اي زما وطنه دلالونوخزاني زما                 ستا هره دره كي دي دتورونشاني زما

ستا عزت چي نه وي زه به نوم اوعزت څه كړمه

ستا سرچي وي ټيټ نوزه به شان اوشوكت څه كړمه

ته چي خواروزاريي زه به خوب اوراحت  څه كړمه

مسته به دي خاوره كړم په وينه مستاني زما        اي زما وطنه دلالونوخزاني زما

دوهم :دسندري كمپوز :ددي تراني بل مهم عنصر كمپوزدي ،دادكمپوزيتوركمال دي چي تراني ته يي جلال اوښكلا بخښلي ده ، ددي تراني كمپوزاوداستايي اوانترو جوړښت ديوي كاملي ښكلا څخه برخمن دي اوهم دغه دكمپوزجوړښت له سحراوجادونه ډك عنصردي چي ددي تراني په ښكلااوځلاكي يي رول لوبولي دي

كه ددي تراني استايي (مطلعي ) ته ملتفت شواستايي دسا زير نه پيل كيږي اوپه سا بم ختميږي ، خوانتره (مصرع ) بيا دهغه پرخلاف له سا بم نه پيل كيږي اوپه ډيرمهارت ترسا زير پوري تعقيبيږي چي داديوه ماهركمپوزيتورمهارت دي چي په دغه ترانه كي يي خپل دكمال ننداره ښودلي ده ، پټه دي پاتي نه وي چي ددي تراني كمپوزيتورخداي بخښلي محمد دين زاخيل دي

دافغانستان هنرمندانو، موسيقي دانانو اواهل خرابات دامنلي چي محمددين زاخيل يوپياوړي موسيقي دان دي ،دغه رازهغه يوډير ښه اونازكخيال شاعرهم وو،دقمرګلي داكثروسندروشعرونه دزاخيل دي ،ښاغلي زاخيل په پښتوموسيقي كي يوپياوړي اودموسيقي په علم ډير پوه شخصيت و.

دريم :دسندرغاړي ږغ : ديوي سندري په ښكلاكي دږغ عنصر هغه تعين كوونكي عنصردي چي هيڅوك تري انكارنشي كولي ،كه يو ښه شعر او ښه كمپوزپه يوه بي كيفيته ږغ كي وويل شي او سندره تري جوړه شي ، په پوره اطمينان سره ويلي شوچي اوريدونكي ته به هيڅ په زړه پوري نه وي ،داستاد اولمير دږغ په ښكلاكي خواصلآ پوښتنه اوخبره نشي كيدلي ،دايوازي داستادږغ دي چي له هغه نه يي يوداسي محبوب سندرغاړي جوړكړيدي چي دهرافغان زړه ته يي لاره پيداكړي ده.

دموسيقي پوهان اودنظرخاوندان اوازونه په دووبرخوويشي :

- بي سره اوازونه

- سرلروونكي اوازونه

څرګنده خبره ده چي دموسيقي لپاره داسي اوازونه ضروري دي چي په سر برابر وي اودموسيقي هره پارچه اودكمپوزټولي اجزاوي په ښه ټوګه اجراكړي  شي اوسندره په سر باندي برابره وويل شي  ،په سرباندي برابرو، اوازونوكي يوبل ويش هم سته چي هغه  هم په دوه ډوله دي :

- با كيفيته اوازونه

- بي كيفيته اوازونه

كه ديوه سندرغاړي ږغ دسر په اصولوبرابر وي اودموسيقي هره پارچه دموسيقي دقواعدوسره سمه هم اجراكړي  خوكه يي اوازښه كيفيت اوكوالټي ونه لري منلي  سندرغاړي تري نه جوړيږي

له سحره ډك جادويي اواز هغه دي چي هم په سر برابر وي اوهم دښه كيفيت درلوونكي وي چي هغه اواز بيا هيڅ نه زړيږي ،هغه سندرغاړي چي په سربرابر باكيفيته ږغ ولري دځواني نه نيولي بيا ترزړښت پوري يي په اوازكي ځانګړي كيفيت پروت وي  ،دښه كيفيت درلوونكي اوازونه زړښت نه لري اوله موډه نه لويږي ، دساري په توګه دصادق فطرت ږغ چي اوس يي عمر نام خداښه پر مخ تللي خوپه ږغ اواوازكي يي هغه دڅلويښتوكالومخكي خوند،مزه ،ښكلا اوجاذبه نغښتي ده څوك داسي فكرنه كوي چي دعمر له لحاظه ديوه مسن اودډير عمرلرونكي سندرغاړي اوازاوري

 

زموږ په هيوادكي د ډير ښه اوازڅښتنان دغه كسان ياديږي:

 استاد سراهنګ ،استاد اولمير ،استادشيدا ،ښاغلي صادق فطرت ، سندرغاړي ايوب ميرمن پروين ،شاه محمد كندهاري ،اواستاد برښنا ، داهغه هنرمندان دي چي په اوازونوكي يي ځانګړي ښكلا ،خوند اورنګ نغښتي دي ،اوازونه يي تل تازه اوله خونده ډك وي  اوزړښت نه مني ځكه خويي په سندروكي خاص كشش اوجاذبه شته اوبي شميره مينه وال لري چي دازموږ دهيواد دفرهنګي ستري خزاني روښانه اوځليدونكي برخه تشكيلوي .

  كه د بحث اصلي موضوع چي داستاد اولمير ترانه ده رالنډه كړودي پايلي ته رسيږوچي په دغه ترانه كي ډيرمهم عنصر چي تراني ته يي خاصه ښكلا اورنګ بخښلي دي په لومړي ګام كي داستاد جادويي ږغ دي ،اوله دي نه هم بايد انكارونه كړوچي استاد زاخيل هم ورته ډير اوچت كمپوز جوړكړي ،خوترټولوستره خبره داده چي استاد داترانه په ډيرخلوص اوسپيڅلتيا ديوه مقدس اميد اوتكل سره يوځاي اوديوه پاخه عزم اوپيمان له زمزموسره په ډير استادانه مهار ت سره  ويلي چي په اخير كي تري داسي  ښكلي اغيزلرونكي اوله خوځښت څخه ډكه ترانه جوړه شويده ،زه دجنتي سندرودي  ښكلي سندرغاړي ته دجنتونوهيله كوم اوخپل  دابحث دښاغلي جهاني په دي بيت پاي ته رسوم :

دسيني په خلوتګاه كي دخاموشي غوغا شوردي

زير وبم په كي ږغيږي هرشهبازيي فريادي شو

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery