مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-10-25   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

حج او مقامات مقدسه(۱۲)برخه ، « مقام ابراهيم »

علامه محمدمعين الدين ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته .

حج او مقامات مقدسه(۱۲)برخه  ، « مقام ابراهيم » .
    علامه محمدمعين الدين ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته .  
 بسم الله الرحمن الرحيم 
ګرانواومحترمواسلامي وروڼو دمقامات مقدسه په يؤلسمه برخه کښي ماوتاسي ته دمقام ابراهيم دفضايلوله جملې څخه يوتعدادفضېلتونه دمقام ابراهيم بيان کړل اوس  په دې دؤلسمه برخه کښي دمقام  ابراهيم ځيني نورفضېلتونه درته بيانوم چي شرحه يې په دې ډول ده،
اول
په مسجدحرام اودالله جل جلاله  په بيته کښي چي کومي نښانې دقدرت دالله پاک اودشرافت دکعبې شريفي موجودي دي دآل عمران دمبارک سورت په ۹۷ مبارک آيت کښي الله جل جلاله  دهغوۍ ذکرفرمايلئ دئ خوله نوروټولو علامواونښانودقدرت څخه يې د(آيات بينات) په عام لفظ سره تعبيرکړيدئ اومقام ابراهيم سره له دې چي ددغه عام لفظ په مدلول کښي  هم داخل دئ په مختص نامه سره يې هم ذکرکړيدۍ نوموړي مبارک آيت دادئ
(فيه آيات بينات مقامُ ابراهيم)
دوهم
الله جل جلاله مقام ابراهيم  په دې شرافت اوعظمت سره خاص کړيدئ چي هرطواف کونکئ يې په دې سره امرکړيدئ چي کله چي دطواف دوه رکعته لمونځ کوي نو دمقام ابرا هيم ترشابې کوي يعني په داسي ډول چي مقام ابراهيم  بې ومخته وي لکه چي الله جل جلاله   دالبقره دسورت په «۱۲۵» آيت کښي فرمايلي دي    (واتَّخِذوامن مقامِ ابراهيم مصلًی)
دريم
لکه څرنګه چي الله جل جلاله  حضرت محمد صلی الله عليه وسلم اوامت دده په دې سره مأمورکړيدئ چي و مقام ابراهيم  ته نږدې به دمقام ابراهيم ترشادوه رکعته لمونځ دطواف کوي  دارنګه حضرت ابراهيم عليه السلام به هم د مقام ابراهيم  ترشاکعبې شريفي ته مخامخ لمونځ کاوه اوحضرت اسماعيل عليه السلام به هم دغه
       ډول کول.
انظراخبارج۲ص۳۰،
څلورم
مقام ابراهيم به دحجراسودپه شان اخيربيرته وجنت ته وړل کيږي اودقيامت په ورځ به دوۍ دواړه هريودابوقبيس ترغره غټ وي اودوې سترګي به لري دوه شونډان به لري اودهغوخلګودپاره به شاهدي وايي چي حجراسوديې په اخلاص مسحه کړيوي اودمقام ابراهيم ترشايې دطواف لمونځونه کړيوي   لکه چي  ابن عباس رضي الله تعالی عنه فرمايلي دي
(وليس في الارض شيءمن الجنة الاالرکنَ والمقام فأنهماجوهرتان من جوهرالجنةِ يأتي کل واحدٍمنهما يومَ القیامة اعظم من ابي قبيس لهماعينان والشفتان يَشْهَدان لمن وافاهمابالوفاءِ)
الفاکهي والسيوطي  والأزرقي والجندي .
والسلام ومن الله التوفيق

نوربيا. . .

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery