دخپریدو نیټه : 2009-10-26 مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا
حج او مقامات مقدسه (۱۳)برخه « مقام ابراهيم » .
علامه محمدمعين الدين ابوالفضل ، افغاني ، کان الله له ودامت برکاته .
حج او مقامات مقدسه (۱۳)برخه « مقام ابراهيم » .
علامه محمدمعين الدين ابوالفضل ، افغاني ، کان الله له ودامت برکاته .
بسم الله الرحمن الرحيم
ګرانو او ديني وروڼو د حج او مقامات مقدسه په دې ۱۳ برخه کښي هم د مقام ابراهيم له فضيلت څخه بيان درته کوم .
محترمو وروڼو ! يو له جملې څخه د غټو عظمتو او فضيلتو د مقام ابراهيم دادئ چي په ده کښي د خليل الرحمن حضرت ابراهيم ( عليه السلام ) د مبارکو قدمو اثر او نښانه تر اوسه پوري موجوده ده ، او دا کار الله پاک د خپل خليل دپاره د معجزې په ډول وکړ ، چي کله چي دَی پر دغه ډبره باندي ودريدئ نو دغه سخته او کلکه ډبره يې دده د مبارکو قدمو دپاره د خټي په شان نرمه وګرځوله تر څو چي دده دواړي مبارکي پښې تر بجلکو پوري په دغه ډبره کښي ننوتلې ، او کله چي ده پښې مبارکي ورڅخه ليري کړلې نو بيرته په دغه ډبره کښي خپل طبعي حَجري صلابت پيدا سو ، چي له همهغه وخته تر نن ورځي پوري چي تقريبا تر ۵۰۰۰ کالو بالابود زمانه تيره سوېده د الله پاک د خليل د قدمينو اثر په مقام ابراهيم کښي محفوظ پاته دئ .
په ابتدا کښي دده د پښو اثر په مقام ابراهيم کښي ، حتی د صحابه ؤ تر زمانې پوري په واضح ډول ښکاره کيدئ ، خو څرنګه چي مقام ابراهيم د جاهليت په زمانه کښي او دارنګه د اسلام په ابتدايي قرنو کښي مکشوف او لوڅ ؤ او خلګو به مسحه کاوو ، نو په دې وجه په دغه اثر کښي تغير او بدلون راغلئ ، لکه چي د انس ( رض ) څخه روايت دئ چي ده فرمايلي دي چي ما مقام ابراهيم وليدئ په داسي حال کښي چي په ده کښي د ابراهيم (ع) د ګوتو اثر هم واضح او ښکاره ؤ ( يعني دده د دواړو پښو د هري ګوتي اثر جلا جلا په مقام ابراهيم کښي معلوميدئ ) خو د خلګو د مسحه کولو په وجه چي مقام ابراهيم بې په لاسو سره مسحه کاوو په دغه اثر ددواړو پښو دده مبارک کښي تغير پيدا سو .
( فتح الباري ج۸ ص۱۶۹ ) .
دارنګه ازرقي په اخبارمکه او طبري په خپل تفسير کښي ذکر کړيدي چي قتاده (رح) د مقام ابراهيم په اړه فرمايلي دي چي د الله پاک له طرفه خو خلګ په دې سره مأمور سوي وو چي په نزد د مقام ابراهيم لمونځونه کوي او په دې سره نه وو مأمور سوي چي مقام ابراهيم په لاسو سره مسه کوي ، مګر دغه أمت دتيرو أمتو په ډول د مقام ابراهيم مسه کوله ، تر څو چي نتيجه يې دا سوه چي د ابراهيم ( ع) د پندي او د ګوتو اثر يې محوه کړ .
او يوه عجيبه خبره داده چي ابراهيم (ع) چي کله پر مقام ابراهيم باندي دريدئ نو لوڅي پښې باندي ودريدئ ، او اثر د پښو يې په مقام کښي تر ډيرو زمانو پوري دونه واضح پاته ؤ چي هر چا چي به ورته وکتل نو دا به ورته معلوميدله چي دغه اثر د لوڅو پښو اثر دئ ، تر داسي حده چي ابو طالب د رسول ( عليه السلام ) اکا په دې باره کښي داسي شعر ويلئ دئ :
وموطئُ ابراهيمَ في الصخرِ رتبَةً ـــــ علی قدمَيه حافيًا غيرَ ناعِلٍ .
( فتح الباري ج۸ ص ۱۶۹ ) ، او مکمله قصيده د ابوطالب په سيرت ابن هشام کي او د روض الأنوف په ج۲ ص۱۴ کښي وګورۍ .
او تر دې بله نادره داده چي د ابراهيم (ع) د مبارکو قدمو اثر په مقام ابراهيم کښي د نبي (صلی الله عليه وسلم ) تر زمانې پوري دونه تازه ؤ چي د بنومُدلِج ( کوم چي په عربو کښي په قيافه شناسي سره مشهوروو ) ځينو خلګو و عبدالمطلب صاحب ته وويل چي له دغه خپل لمسي ( يعني حضرت محمد صلی الله عليه وسلم ) سره ډير خيال او ساتنه يې کوه ؛ ځکه دده د پښو په ډول د ابراهيم (ع) د قدمو له اثر سره ورته او مشابه پښې د بل چا موږ ندي ليدلي .
( طبقات ابن سعد ج۱ ص ۱۱۸ ) .
پوه سۍ ! چي ځموږ او ستاسي ګران رسول ( صلی الله عليه وسلم ) په شکل او قامت کښي و حضرت ابراهيم (ع) ته سوئ ؤ ، لکه چي په صحيح البخاري کښي په حديث د اسراکښي په وصف د ابراهيم (ع) کښي رسول ( ص ) فرمايلي دي : « ورأيتُ ابراهيمَ و انا أشبَه وُلدِه بِه » .
( بخاري کتاب الأنبيآء باب قول الله تعالی :« واذکر في الکتاب مريم » ) .
والسلام ومن الله التوفيق
په دې اړه نوربيا. . .