مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-10-26   مخپرونکئ : 011 - دبېنوا اداره - کابل

پښتني قبيلې و پيژنئ ! ٥٢ برخه( خوندي ا و خيسور)

دکتور لطيف ياد- استر اليا


د پښتنو قبيلو د پېژ ندلو په لړ کې دا ځل دوه نورې پښتني قبيلې در پيژنم چې يو يې خو ندي او بل يې خيسور نو ميږي٠
١- خوندي :
ز موږ پښت پو هان او نسب پېژ ند ونکي خو ندي د غر غښتي پښتنو د ټو لنېز ګروپ پورې اړونده قبېله بولي او داسې ويل کيږي چې دوی د داوي قبېلې يوه وصلي څا نګه ده٠ د خو ندي په اړوند داسې روايتو نه هم شته چې دداني زوی داوي چې دغر غښت لمسی و د يوې سيدې کو نډې سره نکا ح وتړ له چې د خپل زوی او څلورو لمسيو سره يو ځای دخجند نه ملتان ته د خپلې خور دلېد لو له پاره په سفر راوتلې وه ٠دغې ښځې د خپل پخواني مېړه نه چې کوم زوی در لود د هغه نوم سيد حسين و، چې سيد حسين بيا د بليل، سکندر، موسی او علي په نو مو نو څلور زامن در لودل چې دوی په وصلي ډول د داوي په قبيله کې شا مل شول٠ ددې له پاره چې دغه ښځه ،زوی او لمسيان يې له دې سره يو ځای د خجند له سېمې نه را غلي ول نو پښتنو ورته خجند يان ويل چې دوخت په تېرېدو سره دوی د خجند نوم په خپلې ور ځنۍ محاوره کې په خو ندي بدل کړ ، نو ځکه يې خو ندي بولي٠ خوندي تر يوې مودې پورې د داوي دقبېلې او نورو غر غښتيا نو سره په ګټه او تا وان کې شر ېک ول، خو د شمېر د ډېر والي له کبله يوه جلا قبېله ترې جوړه شوه چې اوس يې خو ندي بولي٠ خوندي زياتره د کند هار په شا او خوا سېمو کې استو ګنه لري، خو شمېر يې دو مره ډېر نه دی٠
٢-خيسور :
خيسور په اصل کې متوزي پښتا نه دي چې په غلجيوپښتنو ور ګډيږي او ځا نو نه دلودي او لاده ګڼي٠ تاريخ حيات افغاني او تواريخ خور شيد جهان د خيسورد قبيلې په اړوند متفق الرايه دي او ګډ ليد لري او وايې چې دخيسور قبېلې خلک ځا نو نه د لودي د لمسي پړ انګي او لاده بو لي٠ خيسور د عمر خيلو په نا مه سره هم مشهور دي٠
د خيسور قبيلې سېمه د سند ددرياب لو يدېز ته پر ته ده٠ ددوی د سيمې شمال ته د عيسی خېلو سېمه، لو ېدېز ته يې يو کو چنی غر چې پڼياله او يا پليا نه نو ميږي او دمر وتو سېمه پر ته ده٠ ددې ځای دخلکو ونې ټېټې، غنم رنګه او ډنګر دي٠ دتا ريخ حيات افغاني چې له نن نه ١٤٤ کلو نه وړاندې ليکل شوی دی ددوی شمېر په هغه وخت کې د٣٠٠ کو رنيو په شا او خوا کې ښو دلی دی٠ ددوی په سېمه کې دخر ما ډېرې ونې شته٠

دپو ر تنيو قبيلو د پيژ ند لو له پاره له لا ند نيو منا بعو او کتا بو نو نه ګټه ا خيستل شوې ده :

١-تاريخ حيات افغاني، د ډپټي محمد حيات خان اثر، پښتو ژباړه،٣١٥ ،٤٥٣ او ٤٥٤ مخونه، ددانش چاپ، پيښور، ٢٠٠٧ ميلادي کال٠
٢- پښتني قبيلې، د دکتور لطيف ياد تا ليف،دويم چاپ،١٢٤، ١٢٧ او ١٢٨ مخونه، دپيښور ددانش د مطبعې چاپ
٢٠٠٧ ميلادي کال٠
٣- تواريخ خور شيد جهان، دشير محمد خان ګنډ ا پور ليکنه،٢٢٩ مخ،١٨٦٧ کال، لا هور٠

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery