مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-10-27   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

حج او مقامات مقدسه(۱۴)برخه « مقام ابراهيم

علامه محمدمعين الدين ابوالفضل ، افغاني ، کان الله له ودامت برکاته
حج او مقامات مقدسه(۱۴)برخه  « مقام ابراهيم » . 
    علامه محمدمعين الدين ابوالفضل ، افغاني ، کان الله له ودامت برکاته . 
 بسم الله الرحمن الرحيم 
محترمواسلامي وروڼو دمقامات مقدسه په دغه څوارلسمه برخه کښي دمقام ابراهيم دفضايلودبيان په سلسله کښي دمقام ابراهيم يوبل فضېلت درته بيانوم اوپه دغه بيان کښي به دالله جل جلاله دبيتې په ښاربلدحرام کښي  دهغوټولوځايوذکردرته وکړم کوم چي په هغوۍ کښي دمسلمانانودعاوي  دالله جل جلاله په دربارکښي قبلېږي،
داسلامي امت نامتوعلماوو اوفقهاووپه خپلوکتابوکښي داخبره ذکرکړېده چي يوله هغوځايوڅخه کوم چي ددعاداجابت ځايونه دي مقام ابراهيم دۍ،
انظرمناسک النووي ص۲۶۰،هداية السالک لابن جماعة ج۲ص۸۶۲ وفتح القديرلابن الهمام ج۲ص۳۶۰ ومناسک ملاعلي قاري ص۹۴وغيرها
حسن بصري رحمه الله تعالي  کوم چي په اسلامي امت کښي په لوړه کچه منل سوۍ شخصيت دۍ اوله مشهوروتابعينوڅخه دۍپه خپله رساله کښي داسي ذکرکړيدي،
ويقالُ يستجابُ الدعاء بمکة في خمسةَ عشرموضعاً ُ،
يعني اوويل کيږي چي په مکه شريفه کښي په پنځلسوځايوکښي دعاقبليږي ،اوددغي رسالې په ځينونسخوکښي داسي راغلي دي چي دمځکي پرمخ باندي داسي ښارنسته چي په هغه کښي دي په پنځلسوځايوکښي دعاقبليږي پرته له ښارڅخه دکعبې شريفي چي په دغه ښارکښي پنځلس ځايه دعاقبليږي.
(۱)  کله چي اول واردسړي نظر پرکعبه شريفه ولويږي،
(۲)  په نزددحجراسود
(۳)په ملتزم شريف کښي
(۴)لاندي ترناودان دکعبې شريفې
(۵) په بيت الله  شريف کښي دنني
(۶)دمقام ابراهيم ترشا
(۷)په نزددرکن يماني
(۸)پرسردڅاه دزمزم شر يف
(۹) پرصفاباندي
(۱۰)پرمروه باندي
(۱۱)دصفااودمروه په منځ کښي
(۱۲ په منی شريفه کښي
(۱۳)په نزددريوجمراتو
(۱۴)په مزدلفه شريفه کښي
(۱۵)په عرفات شريف کښي
انظررسالته في اخبارمکةللفاکهي ج۲ص۲۸۸و۲۹۱،
والسلام ومن الله التوفيق
نوربيا.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery