مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-10-27   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

حج او مقامات مقدسه(۱۵)برخه « مقام ابراهيم »

علامه محمدمعين الدين ابو الفضل ، افغاني ، کان الله له ودامت برکاته
حج او مقامات مقدسه(۱۵)برخه  « مقام ابراهيم » . 
    علامه محمدمعين الدين ابو الفضل ، افغاني ، کان الله له ودامت برکاته . 
 بسم الله الرحمن الرحيم 
قدرمونوروروڼوپه دغه برخه کښي هغه مبارکي مأثوره دعاګاني درته ذکرکوم کومي چي په هغه وخت کښي کيږي چي کله يوسړي له طواف څخه وروسته دوه رکعته لمونځ دطواف دمقام ابرا هيم ترشاوکړي که څه هم هرمسلمان کولاۍ سي چي په دغه وخت کښي هرهغه دعاوکړي کومه چي دده زده وي که دديني حاجتوپه باره کښي وي اوکه ددنيوي حاجتوپه باره کښي وي خوبياهم هغه دعاګاني ډېرتاثيراوفضېلت لري کومي چي ماثوري وي نوزه همدغه ماثوره دعاګاني درته ذکرکوم چي په دې ډول دي
اوله دعا  دحضرت آدم عليه السلام دعاده، په کوم ځاۍ کښي چي اوس مقام ابراهيم دۍ په همدغه ځاۍ کښي حضرت آدم عليه السلام دغه دعاکړېده
(اللهم انکَ تعلمُ سرِّي وعلانيتي فَاقْبل معذرتي٬وتَعلمُ حاجتي فأعطني سُؤلي ٬وتعلم مافي نفسي فاغفرلي ذنوبي ٬اللهم اني اسئلک ايماناًيباشرُقلبي ويقيناصادقاحتی اعلمَ انه لايصيبني الاماکتبتَ لي ٬ورِضاًبماقسمتَ لِيْ ياارحم الراحمين)
کله چي حضرت آدم عليه السلام دغه دعاوکړه نوالله پاک وده ته وحي وکړه چي: اي آدمه بېشکه تا په داسي دعاسره دعاوکړه چي دهغې دعاپه وجه ماستاغوښتنه قبوله کړه اووتاته مي مغفرت وکړ اوستاټول غمونه مي درڅخه لري کړل  اوهيڅ کله به دعاونکړي په دغه دعاسره هيڅوک له اولاده ستاوروسته له تاڅخه مګرورسره وبه کړم له ده سره هغه څه چي ددغي دعاپه وجه مي له تاسره وکړل اودهغه دسترګوله مابين څخه به فقراواحتياج وکاږم اوکه څه هم دَيْ دنيانه غواړي دنيابه وده ته راروانه وي ،
 انتهی مع ادنی اختصاروتوضيح،
     مناسک ملاعلي قاري ص۹۴،ورواه الازرقي والطبراني في الاوسط والبيهقي في الدعوات وابن عساکروالدرالمنثورللسيوطي ج۱ص۵۹ وکنزالعمال ج۵ص۵۷ فح القدير ج۲ص۳۶۰ ابن حجرالهيتمي في حاشيته علی مناسک النووي۲۶۰
وقال علي القاري في المناسک وورد ان آدم عليه السلام دعابه خلف المقام وفي رواية عندالمُلتزَم وفي رواية عندالرکن اليماني،ولامنافات بين الروايات لاحتمال انه دعابه في کل المقامات،انتهی
نوري ماثوره دعاګاني به په راتلونکوبرخوکښي انشاءالله درته راسي
والسلام ومن الله التوفيق
په دې اړه نوربيا
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery