مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-10-28   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

حج او مقامات مقدسه(۱۶)برخه « مقام ابراهيم » .

علامه محمدمعين الدين ابو الفضل ، افغاني ، کان الله له ودامت برکاته .
حج او مقامات مقدسه(۱۶)برخه  « مقام ابراهيم » . 
    علامه محمدمعين الدين ابو الفضل ، افغاني ، کان الله له ودامت برکاته . 
 بسم الله الرحمن الرحيم
   عاليقدرووروڼوپه دې برخه کښي هم دمقام ابراهيم ترشاچي کومي ماثوره دعاګاني کيږي دهغوله جملې څخه يوبله برخه درته ذکرکوم ،
اوله دعا
امام ابن جماعة دهداية السالک په دوهم جلد ۸۶۲مخ کښي ذکرکړيدي چي امام ماوردي ويلي دي چي مستحب دۍ داچي يعني دمقام ابراهيم ترشاپه هغه دعاسره دعا وکړي چي جابربن عبدالله رضي الله عنهمايې له نبي عليه السلام څخه روايت کړيدۍ جابربن عبدالله ويلي دي چي نبي صلی الله عليه وسلم
اداکړل ترشادمقام ابراهيم دوه رکعته يعني دوه رکعته دطواف لمونځ   بيايي داسي وويل ،
(اللهم هذابلدک والمسجدالحرام وبيتک الحرام، واناعبدُک وابنُ عبدک وابنُ امتک وقدجئتک طالباًرحمتک،مبتغياً مرضاتَک،وانت مننت عليََّ بذالک فاغفرلی وارحمني انک علی کل شي قدير)
دوهمه دعا
دارنګه امام ابن جماعة په هداية السالک کښي  اوابن حجرهيتمي په حاشيه  دمناسک نووي کښي له ابن صلاح څخه نقل کړيدۍ چي ده ويلی دي چي بېشکه بعضي له هغودعاووچي دطواف له دوو رکعتوڅخه وروسته دمقام ابراهيم ترشاکيږي دادعاده
(اللهم اني عبدک وابن عبدک اتَيتُک بذنوبٍ کثيرةٍ واعمالِ سيئةٍ وهذامقام العائذبکَ من النارِفَاغفِرلي انک انت الغفورُالرَّحيم)
وقال و  يريدالداعي بالعائذمن النارنفسه
دريمه دعا
دارازامام ابن جماعة ذکرکړي دي چي  حضرت عبدالله ابن عمررضي الله عنهما چي به کله دطواف دوه رکعته لمونځ وکړنوبې دغه دعا ډېرواره په مکرره توګه سره ويله
(اللهم اعصمني بدينک وطاعتک،وطواعية رسولک صلي الله عليه وسلم،  اللهم جنبني حُدُودَکَ،اللهم اجعلني ممن يُّحِبُّکَ ويحب ملائکتک ويحب رسولِک   ويحب عبادک الصالحين،  اللهم حَبِّبْنِيْ الَيکَ والی ملائکتکَ والی رسولِکَ   والي عبادِکَ الصَّالِحِيْنَ،
 اللهم يسّرلي اليسري وجنّبني  العسری واغفرلي في الآخرة والاولي
الهم اجعلني أُوْفي بعهدِک الذي عَاهَدتُ عليه   واجعلني من ائمة المتقين،ومن ورثة جَنَّة النعيم، واغفرلي خطيئتي يوم الدين )اودارنګه به دغه دعاده مبارک پرصفااوپرمروه باندي اوپه مزدلفه کښي اوددؤشيطانانودويشتلوپه وخت کښي اوپه طواف کښي هم ويله
والسلام ومن الله التوفيق
په دې اړه نوربيا. . .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery