مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2005-06-09   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د كـندهـار پـيـښه، يـو بـل اړخ

غلام جيلاني ځواك

غلام جيلاني ځواك
 د جنرال محمد اكرم خاكريز وال ورو محمداكبر خاكريزوال وايي چي د ده ورور د يوعرب له خوا د ځانمرګي بريد له امله ندي وژل شوي، بلكي دا يو د مخي نه كيښو دل شوي بم وو چي د ريموټ كنټرول له لاري چوول شوي دي، اكبرخاكريزوال وايي بايد دهغه چانه په دي هكله پلټني وشي چي دري ورځي دمخه يي دعبدالرب اخوند جومات امنيت نيولي وو، همدارنګه د فراه ولايت والي ښاغلي عزت الله واصفي هم ورته څرګندوني كوي او دا نه مني چي دا كار د كوم عرب ځان وژونكي دي، د فراه والي دكندهار د والي دا ادعا هم نه مني چي پنځه تنه عرب د ځان وژونكو بريدونو ترسره كولو لپاره دكندهار ښار ته ننوتي دي، دي وايي كه دكندهار د والي دا ويناسمه وي نو ولي په دي هكله دمنلو وړ اسناد نه وړاندي كوي.
 دا په داسي حال كي ده چي دكندهار امنيتي چارواكي، د بهرنيو چارو وزارت اودكندهار دولايت مقام دا چاودنه يوځانمرګي بريد بولي، دوي وايي داسي اسناد يي موندلي چي ښكاره كوي ځان وژونكي يو عرب وو.
 د يادولووړ ده چي د مولوي عبدالله فياض د وژلو پړه طالبانو په غاړه اخستي خو بيا په جومات كي د چاودني پړه يي نده منلي.
 دي ضد ونقيض څرګندونو د خلكو په ذهنونو كي بي شميره سواليه نښاني جوړي كړي. اوبيا په داسي حال كي چي دولسي جرګي ټولټاكني هم را رواني دي دا سوال په ډير شدت مطرح دي چي آيا دا يواځي طالبان دي چي غواړي دافغانستان امنيت له منځه يوسي،كه په افغانستان كي د بي امنيتيو شاته نور څوك هم شته دي.
 ددي پوښتني د ځواب موندلو لپاره پكار ده چي په ډيره ځيركتيا اوهوښياري ددي پيښي څيړنه وشي، دا يواځيني پيښه نده چي دا سوال يي مطرح كړي،په دي وروستيو كي د هيواد په بيلابيلو سيمو كي دا رنګ پيښي رامنځ ته شوي خو تراوسه ددي پيښو په هكله هيڅوك هم په غوڅه توګه نشي ويلاي چي شاته يي څوك وو، مګر هغه پيښي چي پړه يي طالبانو پخپله په غاړه اخستي، خودا هم دومره د ډاډ وړ خبره نده ، طالبان دي لپاره چي ځان ځواكمن وښايي د هغو پيښو پړه هم په غاړه اخلي چي دوي ندي كړي اوپه دي توګه ډيري پيښي لا اوس هم د ابهام په پردو كي پټي دي.
 لږه موده دمخه دامريكايي پوځيانولخوا د ګوانتاناموپه زندان كي د قران پاك د سپكاوي پيښه په هيواد كي دكلك غبرګون او پراخو مظاهرو سبب شوه، په جلال آباد او يوشمير نورو ښارو كي دمظاهرو په ترڅ كي په لس ګونو كسان ووژل شول يا ژوبل شول، په ښكاره د هغي مظاهرو شاته هم ويل كيږي چي د پاكستان، طالبانو اوګلبدين لاس دي خو د دي په خواكي ځيني كړۍ دا هم وايي چي پرته له پاكستان طالبانو اوګلبدين ځيني ټوپكسالاران هم د قومي ژبني او سيمه ييزو موخوله امله ددي مظاهري شاته موجود وو .
 حكومت بايد ددي پيښي ټولي خواوي وڅيړي، آيا اكبر خاكريزوال په رښتياهم څه شواهد لري چي ثابت كړي ددي پيښي ترشا بل څوك وو، كه يواځي غواړي دخپل ورو دويني په بيه خپلي سيمه ييزي سيالي پرمخ بوځي، كه داسي وي نود فراه ولايت والي ولي له ده سره هم نظري دي ، داخو ښكاره ده چي دا يواځي پاكستان او طالبان ندي چي دافغانستان په بي امنيتي كي خپلي ګټي ګوري. هغه ټوپكسالاران اودنشه يي توكيو سوداګران چي پرون يي په خپلو سيموكي يي فرعوني واكمني درلودي او دخلكو دژوند مال اوناموس واك يي په لاس كي وو. اوس اړ دي ديو عام وګړي په توګه ژوند وكړي، دوي اوددوي سيمه ييز ملاتړي پاكستان، ايران او حتي روسيه د ډيرو لاملونو له كبله اوس هم نه غواړي په افغانستان كي ډاډمن امينت ټينګ شي، نو سره له دي چي ټول ظاهري شواهد په دي دلالت كوي چي شايد دكندهار پيښه يو ځانمرګي بريد وي چي د يوتن عرب له خوا سرته رسيدلي، خو بايد ددي پيښي بل اړخ ته هم پوره پوره توجه وشي او دا وپلټل شي چي د دي پيښي شاته خوكوم بل دلستوڼي مارندي، كه دارنګ دلستوڼي ماران وپيژندل شي او ونيول شي نوپه يقيني توګه به په هيواد كي به د بي امنيتي كچه خورا را ټيته شي.
 ( نوټ: ما لا د اكرښي ليكلي چي خبر راغي حكومت ددي پيښي د بيا څيړني تصميم نيولي )
   . . .

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery