انجنیر ذکریا
هالنډ
۱۰/۰۶/۲۰۰۵
زموږ هیواد اوس د خپل تاریخ په داسي حساسو شیبو کي ورځي او شپې سباکوي ،چي له یوه پلوه د پارلماني ټاکنو په پای ته رسیدو او د پارلمان په جوړیدو سره د بن پروسه ،چي نړۍ والي ټولني د افغانستان سره په بیلابیلو برخو کي د همکاري کولو او مرستو لپاره ژمنه وه ،پای ته رسیږي او افغانستان د خپل تاریخ نوي پړاو نه تیریږي .په دې مانا ،چي د افغانستان حکومت هغه دندي ،چي د بن په کنفرانس کي دافغانستان د نوي (لنډ مهاله ،مینځ مهاله او ټاکل سوي ) حکومتونو په وړاندي ایښودل سوي وې ،که څه هم د ستونزو نه ډکي ، خو په بریالۍ توګه سرته ورسولې ،او د ملګرو ملتونو ،اروپائي اتحادیې او نړۍ والي ټولني دنده پای ته ورسیدې .
اوس افغان حکومت باید په خپله ،د نورو د مخامخ ګډون نه پرته ،خپلی چاری مخته بوزی او خپله افغان حکومت او پارلمان ئی د نړېوالی ټولنی مرستی او همکاری راجلب کړی .زه غواړم دلته ناسم پوهاوې (سؤ تفاهم ) رانسی ،چی موږ نور د نړېوالی ټولنی مرستو او همکاریو ته اړتیا نه لرو ،بلکی زما منظور دادې ،چی نړېوالی ټولنی د بن دکنفرانس د پریکړو پر بنسټ او په هغه اډانه (چوکاټ ) کی مرستی کولی ، خو اوس به خپله افغان حکومت ددا ډول مرستو او همکاریو د راجلبولو لپاره هلی ځلی کوی .نو له همدی کبله د افغان حکومت پر چار واکو خورا دروند پیټې پروت دی ،تر څو په افغانستان کی تلپاتی سوله ،ټیکاو،اقتصادی وده او پرمختګ او مدنی ټولنه رامینځ ته کړی ،چی ددی نه به هر یو افغان پوره ګټه پورته کړی .خو افغان حکومت د ټولو خلګو او په ځانګړی توګه د روڼ آندو د مرستی او همکاریو نه پرته ،په یوازیتوب سره نه سی کولای نوموړو موخو ته ورسیږی ،له بله پلوه که نوموړی موخی تر لاسه نسی نو بیا خو ټوله افغان ټولنه به په عذابونو کی ورځی شپی تیروی .یعنی حګومت باید هر کله د روڼ آندو وړاندیزونه او نیوکی په پام کی ونیسی او روڼ آندی هم باید د حکومت نه پراخ ملاتړ وکړی ،تر څو موږ وکړای سو په هیواد کی سوکاله او ټیکاو لرونکی ټولنه جوړه کړو .خو زما منظور هیڅکله دا نه دې ،چی موږ باید د حکومت د ناسمو کارونو نه هم ملاتړ وکړو،بلکی د هغه نه باید په کلکه نیوکه وکړو او د حکومت نه د هغه د سمولو په خاطر د کوټلیو ګامونو د پورته کولو غوښتنه وکړو ،چی زه په دی هکله وروسته غواړم بحث وکړم .خو د سمو کارونو نه ئی باید نه یوازی په خبرو کی ملاتړ وکړو ،بلکی د هغه په پلی کولو کی خپله هم رغنده ونډه واخلو .دځینو روڼ آندو لپاره د حکومت په اپوزیسیون کی دریدل ددی مانا لری ،چی هر هغه کار چی حکومت ئی سرته رسوی ،دوی ئی باید و غندی او مخالفت ورسره وکړی .ځینی خو بیا په کمین کی ناست وی ،چی کوم وخت د حکومت لخوا ډیره وړه سهوه اوغلطی وسی ،نو دوی بیا ددغه د «مچ وزر » نه « غر » جوړ کړی او دغه کار که د هیواد د خلګو ملی ګټو ته زیان هم رسوی او د لویو بربادیو سبب هم کیږی ،د هغه نه مخ نه ګرځوی ، چی دا زما له آنده د خلګو سره ستره جفا او دملی ګټو تر پښو لاندی کول دی .حکومت ته زما وړاندیز دادی ،چی که د کاله لږ تر لږه دوه ځله د افغانستان د سیاسی ،پوځی او اقتصادی حالت په هکله څیړنیز-علمی سیمینارونه جوړ کړی او د ټول هیواد روڼ آندو ته په هغه کی د ګډون کولو لپاره بلنه ورکړی ،چی په دی هکله خپلی ارزونی وکړی ،ډیر به ښه وی او دا کار به د بیلابیلو نظرونو لرونکو روڼ آندو تر مینځ د نظریاتو د راکړی ورکړی او ملی دوکترین د جوړولو په چاره کی هم ډیره مرسته وکړی .
ددی خبری نه زما منظور دا نه دی ،چی زه د حکومت ټول کړه وړه تائیدوم او یا پر هغه نیوکی نه لرم .زما له نظره زه پر حکومت له نورو نه لږ نیوکی نه لرم ،خو زه نه غواړم ددغو نیوکو نه داسی کار واخلم ،چی هغه دی د نظام د ړنګیدو او یو ځل بیا ګډودیو او ناآرامیو ته د افغانستان د ټیله کیدو سبب سی .
هوزه پر دی کلکه نیوکه لرم ،چی د نړېوال ائتلاف او امریکائی سر تیری د خلګو کورونو ته ځی او د هغوی د کورونو دروازی ماتوی او داسی زور زیاتۍ کوی ،چی په هیڅ ډول د منولووړ نه دی .ما په دی هکله دبی بی سی دراډیو له لاری هم کلکی نیوکی کړیدی او حکومت باید ددی ډول کارونو مخنیوی وکړی .زماپه انګیرنه د افغانستان او د امریکا د متحدو ایالتونو تر مینځ په ګډه اعلامیه کی هم ددی خبری يادونه سویده او زه هیله من یم نور دا ډول کارونه تکرار نه سی .که څه هم زه پوځی نه یم ،خو د سیاسی لحاظه کولای سم په دی هکله ځینی څرګندونی وکړم :
لکه څنګه چی په افغانستان کی جبهه وی جګړی نسته او د حکومت وسله وال مخالفین د تروریستی او پارټیزانی بریدونو نه کار اخلی ،نو په داسی شرایطو کی د پوځی منظمو قطعاتو نه کار اخستل مؤثر نه وی .که د روسیی او ورته نورو هیوادونو تجربو ته وګورو ،هلته هم د پوځی قطعاتو عملیاتو سمه پایله نه ده لرلی .زما په آند د تروریستی او پارټیزانی بریدونو په وړاندی باید یوازی او یوازی د کورنیو ځانګړو وړو پوځی ټولګیو نه کار واخستل سی او زیاتره پر استخباراتی مالوماتو او فعالیتونو ډډه ولګول سی ،چی زما له نظره مثبته پایله به ولری .همدا راز د وسله والو مخالفینو نه به هم دا بهانه لیری سوی وی ،چی دوی د بهرنیانو په وړاندی جګړه کوی .دائتلافی ځاکونونه بایدیوازی او یوازی په اضطراری حالاتو کی کار وخستل سی ،چی دا به د یوه پلوه د سر تیرو د وژل کیدو کچه هم را ټیټه کړی ،او له بله پلوه به خلګ هم د افغانی پوځیانو په وړاندی دومره حساسیت نه ښیی او همدارازد هغه تیروتنو، چی بهرنی پوځیان ئی کوی ،مخنیوې سوی وی .
که داسی و نه سی نو د دا ډول ځورونو عواقب به ډیر خراب وی .
زه پر دی هم کلکه نیوکه لرم ،چی تر اوسه پوری جنګسالاران او لوټمارپه پوره ډول نه دی بی وسلی سوی .ددغه ژوندې بیلګه د ننګرهار پخوانې امنیه قوماندان حضرت علی دی ،چی هم ئی د امنیی قوماندانی په لاس کی وه او هم ئی بیا ځان ته شخصی وسلی او ډلی لرلی ،چی هغه به ئی هرومرو د شپی او ورځی لخوا د خلګو د لوټولو لپاره کارولی .د ډی ډی آر یا بی وسلی کولو په بهیرکی دغو جګړه مارو خپلی زړی او له کاره وتلی وسلی حکومت ته وسپارلی خو نوری سمی وسلی ئي پټی کړی ، چی د اړتیا په وخت کی به بیا د خلګو او حکومت په خلاف کار تری اخلی او دا به په راتلونکی کی یو ستر ګواښ وی .زه د حکومت نه په کلکه غواړم ،چی په لومړی ګام کی هغه جنګسالاران ،چی په کابل او نورو ولایتونو کی پر دولتی لوړو څوکیوئی ګمارلی ،ډیر ژر بیوسلی او بی جګړه مارو کړی .ما داسی اوریدلی دی ،چی یو شمیر جنګسالاران چی په کابل کی دندی لری ،د خپل ځان سره په سل ګونه وسله وال خلګ لری ، چی زما له نظره دا دکابل د ښاریانو لپاره یو لوی ګواښ دی ،ځکه چی د ډاکتر نجیب الله د واکمنې په وخت ددغو جنګسالارانو په واسطه کودتا وسوه او د ټول هیواد نه ئی د وینو حمام جوړ کړ .که چیری کوم څوک ساتونکو (باډی ګارډانو ) ته اړتیا هم لری ، نو هغه باید د کورنیو چارو وزارت نه د هغوی د ګمارلو غوښتنه وکړی ، نه داچی د ځان سره خپل سړی راولی .
داهم ډیره د خواشینۍ خبره ده ،چی په هیواد کی په پراخه کچه اداری فساد ،رشوت او اختلاص شتون لری ،چی دغه پخپله د حکومت څخه د خلګو د نارضائیتی سبب کیږ ی .که څه هم یو هیواد چی تر ۲۵ کلنی جګړی وروسته سوله ایز ژوند ته اوښتې وی او په هیواد کی بیشمیره جګړه ماری ډلی او وسلی شتون ولری او هلته نوی ډیموکراسی هم واک چلوی ،دغه ډول حالت ممکن دې .له بله پلوه بیلابیلی انجوګانی او بهرنې مؤسسی خپل کارکونکو ته ډیر لوړ ډالری معاشونه ورکوی ،خو حکومت نه سی کولای د خپل کمزوری اقتصاد له امله خپلو کارکونکو ته په هغه اندازه لوړمعاشونه ورکړی ،او دغه کارکونکی هم غواړی د انجو ګانو په اندازه عاید ولری ،ځکه نو لاس رشوت او اختلاص ته اچوی .خو دا په هیڅ صورت د برآت وړ نه دی .
زه دغه راز نیوکه لرم ،چی د کابل پښتانه اوسیدونکی ولی ددی حق نه بی برخی سویدی ،چی ماشومان ئی په خپله مورنۍ ژبه لیک لوست وکړی .په ټول کابل کی یوازی دوی ښونځۍ (د رحمان بابا او خوشحال خان ښونځۍ )،چی هغه هم د نورو ولایتونو او د پولی د ها خوا نه راغلی کسانو لپاره وی ،نور په بله يوه سیمه کی هم داسی ښونځۍ نسته ،چی ماشومان دی په خپله مورنۍ ژبه لیک لوست په کښی وکړای سی .
زه پردی هم کلکه نیوکه لرم ،چی د اطلاعاتو او کلتور او ګرځندوی وزارت په بربنډه ډول د پښتنو ضد پالیسی چلوی ،آن اساسی قانون هم تر پښو لاندی کوی .د اساسی قانون د۱۶ مادی په پنځم پاراګراف کی داسی ویل سوی دی :
په هیواد کی موجود ملی علمی او اداری اصطلاحات ساتل کیږی .
خو سید مخدوم رهین د اساسی قانون ددغه مادی پر خلاف د هغه وزارت سر لوحه ، چی هروخت (داطلاعاتواوکلتوروزارت) وه په فارسی ژبه لیکلی ده او د باختر اژانس سایت خو بیا یوازی په انګلیسی او فارسی ژبو لیکل سویدی او په یوه ځای کی ئی لیکلی دی «برای اخبارپشتو اینجا را کلیک کنید» یعنی که چیری په افغانستان کی کوم څوک پیداکیږی ،چی په پښتو ژبه خبری وکړی او یا ولولی ،نو دلته دی کلیلک وکړی .دا زما په آند د پښتنو پر حقونو د پښی ایښول او د قانون ماتول دی .کله چی د هیواد یو وزیر اساسی قانون ته درناوۍ نه کوی نو موږ دنورو خلګو نه څنګه د قانون د مراعتولو غوښتنه وکړو .زه نه پوهیږم ولی د نوموړی وزیر نه ددغه قانون ماتونی په خاطر پوښتنه نه کیږی ؟اویا دا چی وزیران د قانون د مراعت کولو نه معاف دی ؟ آیا قانون باید یوازی د هیواد عادی خلګ عملی ګړی ؟ نوموړی وزیر خو د قانون نه په ناوړه ګټه اخستنه سره د بینوا کلتوری ټولنی مشر محمدیار هم د یوه واقعیت لرونکی خبر په خپرولو سره د کابل څارنوالې ته ور وغوښتی او څوورځی ئی نا حقه پوښتنی ګرویږنی تری کولی ،خو خپله په پښتو ژبه غوښتنلیک او لیکنه هم نه منی .زه نه پوهیږم دغه بی قانونی به تر کله دوام مومی ؟ زما په آند افغانی روڼ آندی باید په دی هکله پراخی نیوکی او احتجاجونه و کړی .
دغه راز د افغانستان ولس مشر ښاغلی حمید کرزی د اساسی قانون د تصویب د لویی جرګی په وروستی ورځ په خپله وینا کی وویل ،چی په راتلونکی کی به زما له دفتره یو مکتوب په پښتو او یو په دری ژبه صادریږی .زه نه پوهیږم ،چی آیا دغه کار تر سره سویدی که نه ؟ دغه کار خو د پښتو او دری ژبو د انډول د برابرولو په خاطر وؤ ،آیا د وزیرانو غونډه هم په دواړو ژبو مخ ته بیول کیږی ؟ آیا ټول وزیران او د کابینی نور غړی په دواړو ژبو پوهیږی او خبری او لیک لوست پری کولای سی ؟ آیا دغه معمول وزارتونو او نورو اداروته هم غزیدلی دی که نه یوازی د ولسمشرۍ په دفترونو کی محدود پاته دی ؟ د ښځو د چارو وزارت ،د اطلاعاتو او کلتور وزارت ،د باختر آژانس او یو شمیر نور خو په پښتو ژبه بیخی مکتوبونه او رپوټونه منی نه او وائی که ئی په فارسی و نه لیکی نو بیا به هیڅ اجرآت نه کیږی .دا ولی ؟ ولی ددغه ډول کسانو په وړاندی د جدی چلند نه کا ر نه اخستل کیږی ؟
لکه څنګه چی دا یوه اساسی موضوع ده نو په دی هګله زما وړاندیز دادی ،چی ښاغلې کرزی باید داساسی قانون ددغی مادی د پلی کولو لپاره یو فرمان لاسلیک کړی ،چی هر څوک کولای سی په دواړو رسمی ژبو مکتوبونه ولیکی او هیڅ څوک حق نه لری د هغه منلو نه ډډه وکړی او سرغړونکی ته به جزا ورکول کیږی .دغه فرمان باید دټولو وزارتونو اوادارو په ټولو دفترونو کی ځوړند وی ،تر څو هیڅ څوک د هغه نه خلاف کړنه و نسی کړای .خو په دی هکله زما نیوکه په کابل کی پر پښتنو روڼ آندو او لوړ پوړو چارواکو هم ده ،چی دوی خپله ولی په خپله ژبه لیکنی نه کوی ؟ پریږدی چی پښتون دښمنه کړی دهغه دمنلو نه ډډه وکړی ،خو دوی ئی باید په بیا بیا دا کار وکړی تر څو د اساسی قانون دغه ماده عملی سی .هیڅکله هیڅ چا هیڅ شۍ بیله مبارزی او هڅو نه په اسانې سره لاس ته نه دی راوړی .
زموږ د یو شمیر روڼ آندو هڅی په دی هکله د ستایلو وړدی ،چی ددغو درنو روڼ آندو په استازی توب زه د ښاغلی صالح محمد صالح یادونه کولای سم .دۍ سربیره پر دی ، چی نسی کولای په کابل کی په پښتو ژبه مجله چاپ کړی ،دې ځی هغه په بل هیواد کی په خپلو شخصی پېسو چاپوی او د ډیرو ستونزو او کړاونو په ګاللو سره ئی دخپل هیواد پلازمینی کابل ته راوړی ،خو هلته بیا د تمدن دښمنه کسانو لخوا دې وهل کیږی اوټکول کیږی او مجله ئی هم ، چی دده دزړه په وینو لیکل سویده او د خپل ځان غوندی ورته ګرانه ده ،څیرل کیږی .خو ده د افغانیت بیرغ له لاسه نه دی غورځولی او په ډیره میړانه پر مخ درومی .زه پر دی پوره باوری یم ،چی ددغه ډول کسانو په لرلو سره به پښتو ژبه هیڅ کله هم خواره نسی او د پښتنو دښمنه کړیو دغه هلی ځلی به هیڅ کله هم ځای و نه نیسی .
زه داهم په کلکه غندم ،چی د کابل پوهنتون پر بی وسلی محصلینو د پولیسو لخوا ډزی وسوی .حال دا چی هغوی دا غوښتل چی په کابل ښار او په ځانګړی توګه د پوهنتون په سیمه کی دداسی ځناورصفته کسانو مخه ونیسی ،چی په رڼا ورځ راځی د کابل پوهنتون په سیمه کی یو محصل په چړو وهی او وژنی ئي او بیا خپله چاړه په ډیره سړه سینه د نل په اوبو مینځی او په تورو ښیښو لرونکی موټر کی د هغه ځای نه ځی او تر اوسه پوری هم هغه نه نیول کیږی .دا ځکه چی دوی دجنګ سالارانو ملاتړ د ځانه سره لری او هغه هم ددولتی څوکیو نه په ګټه اخستلو سره ددغو جنایت کارو ملاتړی .
زه دا هم په کلکه غندم ،چی د یو شمیر وروسته پاته کسانو له خوا ددوی د ناوړو دودونو او رواجونو له مخی د بدخشان په ولایت کی د امینی په نوم یوه بیوزله ښځه د منځنیو پیړیو په دود د ډبرو ویشتلو په نتیجه کی ووژل سوه او همدا راز دغه ته ورته کړو په پایله کی په تخار کی هم څو ښځی په وحشیانه توګه ووژل سوی .ډیره خواشینونکی خو داده ،چی د ښځو چارو وزارت ،چی باید د ښځو د حقونو ساتونکی او ملاتړې وی ،خپله بیوزلی افغانی ښځی د پناه ځای په نوم ځایونوکی ،ځوروی او شکنځه کوی .
دغه راز زه د دولت پر هغه تګلاره نیوکه لرم ،چی د ځوانانو او تنکی ځوانانو په اړوند ئي مخ ته بیائی .زما له نظره حکومت د ځوانانو تربیی او د هغوی پرابلمونو ته پوره پاملرنه نه ده کړی ،حال دا چی د افغانستان په ډیر نژدی راتلونکی کی تر ټولو اغیزمن رول دځوانان پر غاړه دی .
خو زه د هغو کسانونه نه یم ،چی توری عینکی ئی پر سترګو کړی وی او هر څه یوازی په تور رنګ وینی او زما یوازنی موخه دا نه ده ،چی خامخا باید د دولت پر ښو او بدو ټولو کارونو نیوکی وکړم او بدئی وګڼم .زه پر تور رنګ سربیره نور رنګونه هم وینم .زه په دی هم ډیر ښه پوهیږم ،چی دغه ناخوالی د نن ورځی نه دی او نژدی دوه سوه کاله موږ ددغه بد مرغیو سره لاس او ګریوان یو .تر ټولو ستره بد مرغی خوداوه ،چی زموږ ملی (پښتو )ژبه نه یوازی ددربار او رسمیاتونه استل سوی وه ،بلکی پاچاهان بیخی په پښتو نه پوهیدل او هم ئی د افغانستان د اداری سستم د جوړولو لو لپاره د ایران نه متخصصین رابلل او هغو هم په اداری سسټم کی د پښتو ژبی د رواجولو مخه نیوله .ځکه نو زموږ نن ورځ دا حال دې ،چی هرومرو باید سم سی ،خو دا کار یو څه وخت په بر کی نیسی او د ا به د روڼ آندو دنده هم وی ،چی په خپلو هلو ځلو هغه ته چټکتیا ورکړی .موږ باید دغه ناوړه دود له مینځه یو سو ،چی هرومرو باید حکومت ته په کمین کی کښینو او دهغه پر هره سمه او ناسمه کړنه نیوکی وکړواو دی ته نه ګورو ،چی کیدای سی هغه د ډیرو سترو بد مرغیو سبب هم سی .دتیرو څو اونیو خونړیو پیښو په وخت کی د ځینو روڼ آندو څرګندونی ،له همدی دریځ نه وی . دغو کسانو بیله دی نه ،چی شته واقعیتونه او دبهرنیانو د لاسپوڅو لمسونی په نظر کی ونیسی ،پر دولت ئی په نیوکوپیل وکړ او ددی پیښو پړه ئی د حکومت پر غاړه واچوله .موږ باید هر کله په خپلو ارزونو او څیړنیزو بحثونو کی د حکومت د نیمګړتیاوؤ سره د هغه مثبتو او ګټورو کارونو ته هم ګوته ونیسو،که نه نو دا به یوازی دبد بینی د دریځ نه چلند وی .
زموږ هیواد څه دپاسه ۲۵کاله په جګړه کی ښکیل وؤ او په دی جګړو کی زموږ د هیواد اقتصاد ،بنسټیز تآسیسات ،اردو ،پولیس ،امنیتی جوړښتونه ،ښونځۍ ،سړکونه او نور هر څه مو له مینځه تللی دی . آن د کار په پیل کی خو د حکومت مشر او وزیرانو ئی لا میزونه او چوکۍ نه لرلی .نو هرڅه د صفر نه پیل سول . په دغه لنډه دری نیم کلنه موده کی د حکومت نه دډیرو زیاتو څه غوښتل هم سم نه بریښی . خو بیا هم په دغه تیر دری نیم کلنه موده کی ډیر زیات کارونه هم تر سره سویدی ،چی زه ئی په لنډ ډول یادونه کوم .
زما په آندد ښاغلی کرزی د حکومت تر ټولو لومړۍ او ستره لاسته راوړنه داده ،چی د افغانستان په تاریخ کی د لومړی ځل لپاره د ډموکراسی داسی دود را مینځ ته سویدی ،چی هلته هیڅ څوک او هیڅ دولتی ارګان د انتقاد کولو نه په امان کی نه دی . د ګوندونو د قانون له مخی څه دپاسه ۶۰ ګوندونه جوړاو د عدلیی په وزارت کی راجستر سویدی .د ډله ایزو رسنیو د قانون له مخی په هیواد کی خصوصی او ګوندی ورځپاڼی ،اونیزی ،میاشتنۍ مجلی ،راډیو ګانی او ټلویزیونونه جوړ سویدی ،چی په اذاده توګه کولای سی خپل نظر څرګند کړی .په افغانستان کی د اوږدو کلونوپه لړ کی د ناړو دودونو له امله د ښځو په وړاندی چلندډیر خراب دی .خود ښاغلی کرزی حکومت یو لړ داسی ګامونه پورته کړیدی ،چی پخوا ئی هیڅکله هم سارۍ نه وؤ لیدل سوی یعنی د لومړی ځل لپاره یوه میرمن د یوه ولایت د والی په توګه وګمارل سول ،د لومړی ځل لپاره په کابینه کی ۴ میرمنی د وزیرانو په توګه شاملی سوی ،په لومړی ځل په افغانستان کی د بشر د حقونو اداره جوړه سوه او دهغه مشری هم یوی میرمنی ته ورکړه سوه ،په لومړی ځل به په ولسی جرګه کی ۶۴ میرمنی د وکیلانو په توګه ګډون ولری .آیا دا لږدی ؟که څه هم ماشینی اکاډیمیسنان دغه ته « دموکراسی بدون پشتوانه مردمی » وایی ، چی زه اصلاْ ددغه جملی په مفهوم نه پوهیږم .څنګه کیدای سی خلګ د دموکراسۍ نه ملاتړ و نه کړی .شاید دۍ هغه څه ته د خلګو د ملاتړ لرونکی دموکراسی وائی ،کوم چی دده د واکمنۍ په وخت کی تر سره کیده او خلګو نه یوازی داچی د ګوندونو دجوړولو ،اذادو خبری کولو ،مظاهرو کولو ،نادولتی خپرونو کولو حق نه لرې ،بلکی د بهرنیو راډیو ګانو د اوریدلو په تور هم زندانی او وژل کیدل .خو هر څوک په دی پوهیږی ،چی غوا توره او شیدی سپینی دی .
دغه راز څه د پاسه ۵ ملیونه ذده کونکی ښونځیو ته لار و موندله ،چی د هیواد په تاریخ کی ئی هیڅکله سارۍ نه دی لیدل سوی او دا د هیواد د راتلونکی لپاره ډیره ستره پانګه ده او دغه ننی ماشومان او په راتلونکی کی ځوانان به افغانستان د تمدن لوړو پوړیو ته و رسوی .داخو ډیره د خوشحالې خبره ده ،چی په دغو دریو کلنو کی د هیواد په ښونه او روزنه کی دومره پرمختګ راغلی دی چی افغانی ذده کونکو په قزاقستان کی د ذده کونکوپه نړیواله سیالیو کی ،د نړی ۲۳ پرمختللو هیوادونو ذده کونکو ګډون پکښی کړی وؤ ،دوه د سرو زرو او دوه د سپینو زرو مډالونه وګټل .دا هغه څه دی ،چی هر افغان وګړی او حکومت ئی باید په وویاړی .زما وړاندیز حکومت ته دادی ،چی که دغو ذده کونکو ته د نغدی پېسو سوغاتونه او نوری هڅونکی مرستی هم ورکړی ،نو دا به ډیری ګټوری وی او دغه ډول ذده کونکی نورهم ډیریدلای سی .پر دی سربیره په افغانستان کی هم که دغه ډول سیالیو ته سازمان ورکړه سی ،ډیر به ګټور وی .
نژدی دهیواد په ټولو ولایتونو کی سړکونه جوړ او بیا ورغول سول ،د لویو ولایتونو تر مینځ ځینی سړکونه جوړ او نور ئی د جوړیدو په حال کی دی ،د ګاونډیو هیوادونو سره پولو ته تللی سړکونه په پاخه او مډرن ډول جوړ سول ،همدا راز د افغانستان د ګرد چاپیره «حلقوی »سړک د جوړیدو پروژه هم په پلان کی ده ، چی په دی کار سره به د هیواد شمالی ولایتونه د لویدیځو ،سویلی او ختیځو ولایتونو سره و موښلول سی .
د هیواد په ټولو سیمو کی په لس ګونو صحی پولیکلینیکونه جوړ او شته روغتونونه بیا رغول سویدی .
دهیواد په تاریخ کی د لومړی ځل لپاره د پټو او مخامخ رایو له لاری د هیواد ولسمشر وټاکل سو او اوس دادی له ۳۰ کالو نه وروسته بیا ولسی جرګی او ولایتی شوراګانو ته ټاکنی کیږی او په هغو کی نژدی ۶۰۰۰ کسانو ځانونه کاندید کړی دی ،چی داهم د افغانستان په تاریخ کی د لومړی ځل لپاره تر سره کیږی او ددی نه مخکی هیڅکله ولایتی شورا ګانو ته ټآکنی نه وی تر سره سوی .
په افغانستان کی په لومړی ځل د نورو پرمخ تللو لویځو هیوادونو په شان پردولتی دندو دخلګو د ګمارلو پر وسیجردڅو کاندیدانو دسیالیو له لاری تر سره کیږی .دا کار به د خپلوې او پیژندګلوې پر بنسټ کار ته د خلګو د ګمارلو مخه و نیسی او په کار پوه او تجربه لرونکی خلګ به کارونه تر لاسه کوی او معیار به پوهه او لیاقت وی .
دغه راز د هیواد په تاریخ کی د لومړی ځل لپاره د رادیو او ټلویزیون لپاره خپلواکه جرګه ګې(کمیسیون) جوړ سو،چی په ګاونډیو هیوادونو کی ئی سارې نسته .دغه کمیسیون به دهیڅ سیاسی ګوند او یا زورور تر اغیزی لاندی نه وی او کارکونکی به ئی د نورو پرمخ تللو هیوادونو په شان د پوهی او وړتیا له مخی ټاکل کیږی او خپلواکه خپرنیزه پالیسی به مخ ته بیائی .
اوس په افغانستان کی دومره بدلون راغلی دی ،چی خلګ کولا ی سی د انټرنیټ له لاری بانکی معاملی تر سره کړی .
آیا ۴کاله وړاندی د طالبانو د واکمنی په وخت کی چا داسی فکر کولای سوای ،چی ۴ کاله وروسته به زموږ هیواد د خلګو په مخامخ رایو ټاکل سوی ولسمشر ولری ،داسی ټاکل سوې پارلمان ولری ،چی په هغه کی په سلو کی ۲۵ ئی ښځی وی ،د ۵ ملیونو نه زیات ذده کونکی ښونځیو ته ولاړسی ،د بشر د حقونو کمیسیون ولری ،افغانی ښځی دی د نارینه وؤ تر څنګ په دولتی ادارو کی کار وکړی .خپلواک ټلویزیونونه ،ورځپا ڼی ،مجلی ،راډیوګانی شتون و لری ،او داسی نور هغه څه ،چی نن سته ؟ زما په انګیرنه هغه وخت که چا داسی یوه خبره کړی وای ، چی څلور کاله وروسته به موږ دا شیان لرو،نونورو به پر خندلی وای .خو نن دا هر څه یو واقعیت دی او خلګ بایدد هرهغه قدر وکړی .
راځی یو ځل خپلو ګاونډیو هیوادونو ایران ،ترکمنستان ،ازبکستان ،تاجکستان ،چین او پاکستان ته نظر واچوؤ ،آیا په نوموړو هیوادونو کی دومره ډموکراسی ،چی په افغانستان کی ده ،سته ؟
له پورتنیو خبرو نه داسی څرګندیږی ،چی د ښاغلی حمید کرزی دحکومت په وخت کی هم ډیر څه سویدی او دغه راز ډیر څه لا سته ،چی باید تر سره سی ،تر څوزموږ د هیواد خلګ په سوله کی ژوند وکی او د اقتصادی پرمختګ په لور پراخ ګامونه پورته کړی .دغه موخو ته د روڼ آندو او حکومت تر مینځ د همکاریو او یو دبل سره د مرستوکولو نه پرته ناشونې دی .له ډیرو کلونو نه وروسته دادې یو ځل بیا روڼ آندو ته ددی امکانات برابر سول ،چی د هیواد په برخلیک کی فعال رول ولوبوی ،ځکه چی د کورنیو جګړو په وخت خو حساب یوازی پر وسله والو ډلو ټپلو کیدی او افغانی روڼ آندی بیخی د خلګو نه هیر سوی وؤ .نو دا د روڼ آندو دنده ده چی پری نه ږدی بیا د هیواد برخلیک د توپک د شپیلې نه و ټاکل سی او خلګ بیا د جګړی په اور کی وسوځی
په درنښت