دخپریدو نیټه : 2009-11-07 مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا
حج او مقامات مقدسه(۲۱)برخه د«زمزم » فضيلتونه
علامه محمدمعين الدين ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته،
حج او مقامات مقدسه(۲۱)برخه د«زمزم » فضيلتونه .
علامه محمدمعين الدين ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته،
بسم الله الرحمن الرحيم
قدرمنو وروڼو په دې برخه کښي هم د زمزم د فضيلت بيان درته کوم ، په تيره برخه کښي يوه وجه له وجوهاتو د فضيلت د اوبو د زمزم ما درته بيان کړېوه اوس يې وځينو نورووجوهاتو د فضيلت ته ځير سۍ . محترمووروڼو
(۲) وجه دفضيلت د اوبو د زمزم داده چي پر مخ د مځکي چي کومي اوبه وجود لري تر هغو ټولو د زمزم اوبه بهتري دي ، لکه چي د اسلام پيغمبر (صلی الله عليه وسلم) فرمايلي دي : « خيرُمآءٍ علی وجه الأرض مآءُ زمزم » انتهی مختصرًا .
(ترغيب والترهيب ج۲ ص ۲۰۹، مجمع الزوائد ج۳ ص۲۸۶ ، معجم کبير ج۱۱ ص۹۸ ، جامع الصغير مع الفيض ج۳ ص۴۸۹ وغيره ) .
يعني بهتريني د اوبو پر مخ د مځکي باندي اوبه د زمزم دي .
(۳ ) وجه دفضيلت يې داده چي په دغو مبارکو اوبو سره د اسلام د پيغمبر (صلی الله عليه وسلم) مقدس زړه په مختلفو وارو پريمنځل سوئ د ئ ، لکه چي د اسلام د پيغمبر هغه مبارک حديث چي امام مسلم او امام بخاري يې په صحيحينو کښي له أنس بن مالک څخه روايت کړئ دئ ددې خبري اثبات کوي .
(صحيح مسلم ج۱ ص۱۴۷ ، صحيح البخاري ج ۱ ص ۴۵۸ ) .
( ۴ ) وجه دفضيلت يې داده چي اولين سبب ددغو اوبو د پيدا کيدو دحضرت ابراهيم (عليه السلام) دعا وه کومه چي الله پاک له هغې څخه په دې قول کښي حکايت کړئ دئ چي :« ربنا اني أسکنت من ذريتي بوادٍ غير ذي ذرع … الآية » . او دوهم او دريم سبب يې د حضرت اسماعيل (عليه السلام) ) تنده او دحضرت هاجرې (رضي الله عنها) پريشاني او دعا ګرځېدلې ده ، او اخيري سبب يې د حضرت جبريل (عليه السلام) په پونده يا په وزر سره د مځکي وهل ګرځيدلي دي . (بهجة النفوس لابن أبي جمرة ج۳ ص۱۸۹ ) .
(۵ ) وجه دفضيلت د اوبو د زمزم داده چي دغه مبارکی اوبه په داسي ځائ کښي راښکاره سويدي چي هغه د مځکي پر مخ بهترين ځائ دئ ، کوم چي عبارت دئ له مځکي څخه د مکې مکرمې ، بيا په مسجد حرام کښي داخل د الله (جل جلاله) و بيتې ته او وحجر أسود او مقام ابراهيم ته په نژدې ځائ کښي قرار لري .
( ۶ ) وجه دفضيلت يې داده چي په دغو مبارکو اوبو کښي د رسول (عليه السلام) په مقدسه خوله سره مضمضه سوي اوبه اچولي سويدي ، چي په دې وجه د زمزم د اوبو فيض او برکت ، خوند او لذت ، شفا او نورانيت او طهوريت أضعاف مضاعفه ګرځېدلئ دئ .
(مسند امام أحمد ج۱ ص ۳۷۲ ، نصب الراية ج۳ ص۹۰ ، بداية والنهاية ج۵ ص۱۹۳ ) .
(۷) وجه دفضيلت يې داده چي د زمزم اوبه چي څوک چښي نو سره له دې چي د اوبو وظيفه اجرا کوي د جسم په تقويه کښي د غذا او خورکې وظيفه هم اجرا کوي ، يعني که خوراکي مواد نه وي او د زمزم اوبه يو انسان چښي نو د خوراک او د غذايي موادو پر ځائ ورته دريږي .
( صحيح البخاري ج۶ ص ۳۹۶ ــ ۳۹۸ ) .
والسلام ومن الله التوفيق
په دې اړه نوربيا. .