مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-11-08   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

تصوف او عرفان (۲۱) برخه .

تصوف او عرفان (۲۱) برخه .
علامه محمدمعين الدين ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته .
بسمه تعالی !
ځما معززو اسلامي ورڼو ! د تصوف او عرفان په تيرو دوو برخو کښي  ما وتاسي ته د هغو شلو صفتو له جملې څخه کوم چي د مُريد دپاره ضرور دي اوه ۷ صفتونه بيان کړل ، اوس په دې برخه کښي د همدغو شلو صفتو له جملې څخه يو تعداد نور صفتونه درته ذکر کوم ، چي په دې شرحه دي :
(۸) صفت شجاعت  دئ  :
د مُريد دپاره په طريقت او شريعت کښي اتم  صفت کوم چي په ده کښي بايد موجود وي دادئ چي مُريد به شجاعت او دلاوري لري ، مُريد بايد مردانه او دلير وي ، تر څو چي دَی و کولائ سي چي  له خپل نفس او شياطين الجن والانس سره په ميړانه مقابله وکړي او هميشه  د دوۍ په مخالفت کښي واقع وي   .
(۹) صفت  بَذَل دئ  :
مُريد بايد جوّاد ، سخي او شندونکئ د مال وي په حقو لارو کښي ؛ ځکه چي يو خو سخاوت د اسلام د پيغمبر (صلی الله عليه وسلم ) له عمده صفاتو څخه دئ ، او دارنګه د اسلام د مقدس دين له نظره سخاوت د مسلمان دپاره ډير عظيم صفت دئ او و الله (جل جلاله) ته د تقرب او نزديکت لويه وسيله ده ، او بل د طريقت په لاره کښي د مُريد دپاره د پر مختللو لوۍ عامل دئ  ، او له دې سره سره بُخل د الله پاک په لاره کښي د پرمختللو ډير لوۍ عائق او مانع دئ  .
د اسلام پيغمبر فرمايلي دي : « السخي قريبٌ مِنَ اللهِ قریبٌ مِنَ الجنةِ بعيدٌ مِنَ النارِ ، والبخيل بعيدٌ مِنَ اللهِ بعيدٌ مِنَ الجنةِ قریبٌ منَ النارِ  » ( مشکوة وغيره ) .
(۱۰) صفت فتوّت دئ  : 
فتوت و جوانمردي ته ويل کيږي  ، مُريد بايد جوانمرد وي ، په دې ډول چي و هر  چا ته پخپله درجه کښي ګوري او و هر حقدار ته خپل حق ورکوي او له نورو څخه د حقګذارۍ طلبدار نه وي   ، او د الله تعالی په دې قول چي :« وآت کل ذي حق حقه » او دارنګه د اسلام د پيغمبر په دغو ارشاداتو  چي :« کلّم الناسَ علی قدرِ عقولِهِم »  او  « و أنزلِ الناسَ منازلَهُم  » باندي عمل کونکئ وي  .
(۱۱ ) صفت صدق دئ :
مُريد بايد صادق وي ، د مُريد ټولي معاملې که له خدائ سره وي او که د خدائ له مخلوق سره وي بايد پر صداقت بِنا وي ، او همېشه يې بايد داسلام د پيغمبر دغه هدايت نصب العين ګرځولئ وي چي : « الصدقُ ينجِي و الکَذِب يُهلِک » .
( ۱۲ ) صفت علم دئ :
مُريد بايد په هغه اندازه ديني عِلم حاصل کړئ وي کوم چي دَی ضرورت ورته لري ؛ ځکه د ضرورت په اندازه ددين علم  ايزده  کول پر هر  مسلمان باندي فرض دئ .
امام أعظم أبو حنيفه (رحمه الله تعالی ) چي د کومو أحاديثو روايت کړئ دئ د هغوۍ له جملې څخه  ( لکه چي طحطاوي ذکر کړيدي )  يو حديث دادئ چي :« طلب العلم فريضة علی کل مسلم» .
( ۱۳ ) صفت نياز دئ :
مُريد بايد نياز او عاجزي ولري ، په هيڅ حالت کښي بايد عجز ، تواضع او تذلُل په دې شرط چي د الله (جل جلاله) دپاره وي له لاسه ورنکړي  او د اسلام د پيغمبر (صلی الله عليه وسلم) و دغه مبارک حديث ته ځير وي چي : « مَن تواضعَ لِلهِ رَفعَهُ اللهُ »  .

والسلام ومن الله التوفيق
په دې اړه نوربيا. . .

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery