مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2005-06-12   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

دولس حقيقي نماينده ګان څوك دي ؟

وحيد سپين غر- كابل

وحيد سپين غر- كابل
 دغبرګولي دوه ويشتمه 

 پارلماني ټاكني ددموكراسي اوولسواكي ديوي ډيري مهمي برخي په توګه ولس ته دادنده سپاري چي پارلمان ته بايد دخپلي خوښي وړنماينده ګان وټاكي ترڅوپه دي توګه دهيوادپه واكمني كي دولس دمستقيم ګډون بهير ترسره شي .
 په ولسواكو اودموكراتوټولنوكي پارلمان دولس دنماينده ګانوديوه ستر اورګان په توګه دنده لري چي دولس هيلي اوغوښتني دچارواكوترغوږونوپوري ورسوي اودهغوي دحقوقواوارمانونودعملي تطبيق په لاره كي هڅي اوهاندوكړي
 ددريولسيزوجنګ جګړونه وروسته دادي زموږ په هيوادكي يوځل بيا ولس داحق ترلاسه كړچي په آزاده توګه په پارلماني ټاكنوكي ونډه واخلي اودخوښي وړنماينده ګان دهيوادپارلمان ته وروپيژني .
 دهيوادپه كچه په زرګونوكسانوخپل ځانونه دولس دنماينده ګانوپه توګه دپارلماني ټاكنولپاره كانديد كړي اوهرنماينده په خپل اړوند ولايت او ځانګړي سيمه كي په انتخاباتي كمپاين لګيا دي ترڅودهغه سيمي دولسونوباوراو اعتمادترلاسه كړي اودهيوادپارلمان ته دولس دنماينده ګانو په توګه وټاكل شي .
 كه له يوي خوا كانديدشوي وكيلان دپارلماني ټاكنوپه هڅواوكمپاين لګيا دي له بلي خواولس ته هم تاريخي دنده ورپه غاړه ده ترڅوپه دي حساسوشيبوكي بي تفاوته پاتي نشي اودپارلماني ټاكنوپه بهير كي داسي نماينده ګان وټاكي چي په واقعي توګه دولس نماينده ګي وكولاي شي اودهيوادخلكوته دښوخدمتونومصدروګرځي ،كه چيري په دي كاركي ولسونه په سمه توګه عمل ونه كړي ددي ويره شته چي شايد ډير داسي كسان دهيواد پارلمان ته لاره ومومي چي دولس حقيقي نماينده ګان به نه وي اونه به يي هدف ولس ته خدمت كول وي .
 دهيوادله ګوټ ګوټ نه داسي خبرونه ترلاسه شوي چي ډيرشمير داسي كسانو دپارلمان لپاره ځانونه كانديدكړي چي دهيوادپه اوږدي غميزي كي يي دوطن اوخلكو په وړاندي نه بخښونكي جنايتونه ترسره كړي ،اولاسونه يي دهيوادوالوپه وينورنګ دي
 دارازويل كيږي چي ځينوداسي كسانوهم ځانونه كانديد كړي چي تل يي په هيوادكي دژبنيو ،قومي اوسيمه ييزواختلافاتواورته لمن وهلي اودملي نفاق پربنيادونويي په هيوادكي خپله سياسي لوبه توده ساتلي او اوس يوځل بيا غواړي چي ددغه راز تعصباتوداورونوپه بلولوسره زموږ دپاك زړوهيوادوالوداحساساتونه په ګټه اخيستلو دهغوي په سترګوكي خاوري واچوي اوځانونه دپارلمان څوكي ته ورسوي
 ويل كيږي چي دنشه يي توكيوقاچاقبران اوپه قاچاق كي ككړكسان هم دخپلوشتواوپيسوپه زور زموږ دهيوادوالومنځ ته ننوتي او غواړي دشتواوپيسوله لاري دولس رايي ترلاسه كړي اودولس دنماينده ګانوپه توګه ځانونه دپارلمان څوكي ته ورسوي
 دانواوس زموږ دهيوادوالودنده ده چي په دي حساسواوسرنوشت جوړونكوشيبوكي چي دوطن اوولس بيلابيل دښمنان غواړي دولس په برخليك باندي ځان حاكم كړي وپيژني اوهغوي ته داموقع ورنه كړي چي دشتو،وسلواويا نوروقومي ،ژبني اوسيمه ييزواختلافاتوپربنسټ ځانونه دولس په سرنوشت حاكم كړي
 كه چيرته داسي وشوه نويوځل بيا به زموږ هيواداوولس دټوپك والو،اودنشه يي توكيودمافيا غيږي ته ولويږي اوپه دي ډول به ولسي واك دولس ددښمنانولاس ته ورشي اودولسواكي دانوي سفرچي موپيل كړي په لومړيوشيبو كي به دوطن اوهيواد ددښمنانوله لوري دډيروسترو چلينجونواوستونزوسره مخامخ شي
 زموږ هيله له خپلوهيوادوالونه داده چي بايد دهيوادپه دي حساسواوسرنوشت جوړونكوشيبوكي ډيرهوښياراوسي داځكه چي پارلماني ټاكنو كي بايد دولس حقيقي نماينده ګان پارلمان ته غوره شي نه دخلكودښمنان ،كه چيرته داټاكني دولس دهيلوسره موازي په وړاندي لاړي نشي اودولس دهيلواوارمانوپرخلاف كسان پارلمان ته لاره ومومي نوهغه وخت به دهيوادپه پارلمان كي دولس دسوكالي اوښيګڼولپاره دپريكړوكول ډيرګران سي
 په پرمختللواوولسواكوټولنوكي ولسونه دپارلماني ټاكنوپه وخت كي ډيرحساس اودكاملي هوښيارتيا مظاهره كوي
 زموږ په هيوادكي چي دڅولسيزوخواريواوظلمونونه وروسته اوس داموقع مساعده شوي اوولس ته داچانس برابرشوي ترڅودخپلورايوپه نتيجه كي دهيوادپارلمان ته خپل وكيلان وټاكي دا دهيوادوالو لپاره يوه ډيره ښه موقع اوچانس دي چي دخپلوهيلواو ارمانونودتطبيق اوتحقق په خاطرداسي كسانوته رايه وركړي اوداسي كسان دخپلونماينده ګانوپه توګه دهيوادپارلمان ته وټاكي چي په واقعي اوحقيقي توګه ددوي دحقوقوڅخه ننګه اوملاتړ وكړي اوداړوند ولايت اوسيمي دخلكودسوكالي اواقتصادي پرمختيا لپاره په پارلمان كي دحكومت اودولت له اراكينوسره بحث اومباحثه وكولي شي اودخپلي اړوندي سيمي دواقعي نماينده اووكيل په توګه نه ستړي كيدونكي هڅي اوهاندوكړي
 كه چيرته په دي حساسوشيبوكي زموږ هيوادوال دپارلماني ټاكنوپه حقيقي مفهوم پوه نشي اوداورته څرګنده نه وي چي داټاكني ددوي په سرنوشت كي څومره اغيزه لري باورنه كوم چي دولس له لوري دي حقييقي نماينده ګان وټاكل شي ،دولتي اړوند ارګانونه اودهيوادبيلابيلي خبري رسني دادنده لري ترڅوهيوادوال په دي وپوهوي چي پارلماني ټاكني ددوي د ژوندسره مستقيمي اړيكي لري اوددوي په سرنوشت كي ستر رول لوبولي شي .
 كه چيرته ولسونه ددي ټاكنوپه حقيقي مفهوم اومانا پوه شي اودوي ته داڅرګنده شي چي داسي چاته بايد رايه وركړي ترڅوپه پارلمان كي ددوي دهيلواوغوښتنونماينده ګي وكړي ګومان نه كوم چي دټاكنوپه بهيركي دي ټوپكوال،دنشه يي توكيو قاچاقبران اودولس دښمنان داوخت ومومي چي دهيواد پارلمان ته دي لاره پيداكړي.
 په دي هكله هم دپارلماني ټاكنوآزادكميسيون اوهم ددولت نوراړوند ارګانونه دنده لري چي د هيوادوالوپه منځ كي په پراخه توګه تبليغاتي كمپاين ترسره كړي اوددي ټاكنواهميت ورته په ګوته كړي ترڅوپارلمان ته چي دولس دهيلواوغوښتنويوازني نماينده ارګان دي وطنپال ،دولس اوهيوادخدمتګار،په كارپوه اوداسي كسان غوره شي چي په جناياتواودنشه يي توكيوپه قاچاق كي ككړ نه وي
 دخلكوحقيقي نماينده ګان هغه څوك دي چي دولس له لوري په آزاده توګه غوره شي اوخلكوته دښوخدمتونومصدروګرځي

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery