مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-11-10   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د كرنې او څاروي ساتنې په برخه كې حرفوي او تخنيكې

داكتر عبدالقادر سمسور

د كرنې او څاروي ساتنې په برخه كې د حرفوي او تخنيكې زده كړو اوسني حالت ته لنډه كتنه
د افغانستان نيږدې ۸۵ سلنه وګړي په كليو او بانډو كې ژوند كوي چې د ژوندانه چارې او ګوزران يې په كركيله او څاروي ساتنه پورې تړلي چې څاروي ساتنه او كركيله د كرنې د دوه نه بيليدونكو برخو په توګه په ډ ېره ز ړه او دوديزه توګه  د خلكو له خوا روان دي چې د كروند ګرو او څاروي ساتونكو او همدارنګه د ټولنې غوښتنو او اړتياوو ته ځواب نشي ويلى. ددې لپاره چې په كرنې او څاروي سا تنه كې بدلون او ښه والى راوستل شي يو لړ خدمتو نو او لاسوهنو ته اړ تيا ده چې له دې خد متونو او لاسو هنو څخه يو هم د منځنيو زده كړو او ښوونو پرو ګرامونه دي څو په عملي او تخنيكي بڼه د كروند ګرو او څاروي لرونكو سره د مرستې لپاره كار كونكي وروزي چې له يوې خوا دكرنې او د څارويود حا صلاتو كچه لوړه او ښه شي او له بلې خوا له ښونځيو څخه خلاصو زده كونكو لپاره د كار موندنې لاره هواره شي.
لكه څنګه چې ليدل كيږي دپوهنې  وزارت  په جوړښت كې يوه لويه اداره شتون لري چې د تخنيكي او مسلكي ښوونو او زده كړو د لارو چارو د پرمخ بيولو د نده په غاړه لري چې په كابل او ولايتونو كې د ددې ادارې  تر لارښوونې لاندې نيږدې ( ۶۶) مسلكي او تخنيكي ښونځۍ او ښوونيزې ادارې يا مركزونه مينځ ته راغلي چې دهغوي له ډلې څخه يوازې ( ۲۲ ) ښوونځي د كرنې په برخه كې دي. ددې ډول منځنيو ښوونځيو شته والى ډيره ښه خبره ده، خو كه چېرې نوموړې اداره يو ځل د هغوي تعليمي نصاب او مضمونونه، د تخنكي ښوونكو شته والى او همدارنګه د عملي كارونو په هكله د هغوي ستونځې وګوري په خپله به پوه شي چې د كرنې او څاروي ساتنې لپاره څومره مرستند ويه كېدى شي او ددې سكتور په ښه والي كې كوم رول لوبولى شي.
زده كونكي، ښوونكي او تعليمي نصاب د پوهنې اوښوونې درې مهمي ستنې دي او په نصاب كې بايد عملي كارونو ته ډېر وخت وركړ شي، نور شيان لكه ځاى او تعمير، ازموينځايونه، كتابتون او داسې نورهغه آسانتيا وې دي چې د يو تعليمې نصاب په پرمخ بيولو او اغيز من توب كې رول لوبوي.
په دې وروستيو كې كله چې دشدو دتوليد او خرڅلاو په اړوند  پر مختيايي كارونود څيړنوپه بهير كې دې ته اړ تيا پيدا شوه چې د مسلكي،  حرفه يي او تخنيكي زده كړو شتون او د هغوي په تعليمي نصاب كې د څاروي ساتنې او پالنې او دشدو په هكله د زده كړو شته والى او څرنګوالى او حرفه يي كسان اړوند و كارپوهانو ته ور وپېژندل شي څو هغوي يې په دې برخه كې په دندو وګماري ، دځينې ښونځيو له مسئولينو سره مو د در سي لړۍ او مضمونونوپه هكله وكتل داسې ښكاره شوه چې دكرنې او څاروي ساتني د ښوونځيو اوسنى حالت د عمل په ډګر كې د كروند ګرو او څاروي لرونكو سره د هغوي د ستونځو ته د لار موندلو او حاصلاتو د ښه والي په برخه كې مرسته نشي كولى.
هره ښوونيزه اداره بايد په دې لټه كې وي چې څو تنه زده كوونكو يې په دې برخه كې كار موندلى، هر كال دې ټكې پام واړوي چې زده كوونكې يې چيرته كاركوي او د كار په ساحه كې له كو مو ستونځو سره مخامخ دي، كوم لا ملونه دي  چې د كرنې په برخه كې يې دهغوي دزده كونكو د كار موندنې مخه نيولې يا نشي كولى كار وكړي، همدا ډول پوښتنې به هغوي دې ته وهڅوي چې په خپل تعليمي نصاب باندې بيا كتنه وكړي او هغه دكروند ګرو او څاروي لرونكو د غوښتنو او اړتيا وو او ځانګړي چاپيريال په پام كې نيولو سره برابر كړي او تعليمي نصا ب يوه خوځنده ټولګه ده چې تل بايد د پراختيا او بد لون په حال كې وي او له نوښتونو سره ملګرتيا ولري .
ټولې ښوونيزې او روزنيزې ادارې او مر كزونه په تيره بيا مسلكي زده كړې په حقيقت كې توليدي بڼه لري او د تكړه كار كونكو را پيدا كول د هغوي تو ليد ګڼل كېږي او له دې توليد څخه با يد به ګڼ شمير مسلكي او تخنيكې دولتي، نا دولتي او خصوصي تو ليدې اوسودا ګريزو ادارو كې كار واخيستل شي، په نوموړو ادارو، موسسو او شركتونو كې ددوي د زده كونكو په دندو ګما رل دا معنٰى لري چې دوي خپله پوهه او تجربه ور باندې پلورلې يا وربښلې ده، كه داسې نوي نو بيا تش په نامه ښونځيو او د زده كړې مركزونو ته اړتيا نشته، ځكه دوي لګښت لري او دا لګښت يا پانګونه نه د هيواد په كچه او نه هم د توليدي او خدماتي ادارو په كچه ګټور وي.
 خلك د كرنيزو او څارويو د توليد د زياتوالي او ښه والي پر مختګ ته سترګې په لاره دي او دا پر مختګ دهغو پوهو، تخنيكي او مسلكي كسانو په زيار را مينځ ته كېږي چې د حرفه يي زده كړو په لړ كې روزل شوي وي، مينځنيو حرفه يي، فني او مسلكې زده كړو د نړۍ په ټولو هيوادونو كې ستر رول لوبولى په تيره بيا د كرنې او څاروي ساتنې به برخه كې.
زده كړې يوازې د زه كړې لپاره نوي بلكې ځانګړې او روښانه موخې لري او د اړ تيا وو په پام كې نيولو سره دا موخې د يوې ټولنې په پرمختګ كې ونډه اخلي. 
د تخنيكي منځنيو زده كړو (ښوونځيو)  په تيره بيا د كرنې او څاروي ساتنې په برخه كې بايد د ښه والي لپاره هڅې وشي چې په دې هكله لاندې ټكو ته كلكه پاملرنه پكارده :
1. دكرنيزو ښونځيو او د زده كړې مركزونو درسي يا تعليمي نصاب بايد دكروند ګرو او څاروي لرونكو د اړتياوو، ستونځو اوغوښتنو په پام كې نيولو سره دكرنې وزارت او نورو كرنيزو او پوهنيزو ادارو په سلا مشوره برابرشي.
2. دعملي كارونو لپاره بايد لاره هواره شي او ډير ځلي كروندې بايد دهغوي د زده كړې ځاى او ټولګى وي
3. څاروي ساتنه او كر كيله بايد يو ځاى په تعليمي نصاب كې شامل وي ځكه دا د يوه سيستم دوه اړخونه دي او همدارنګه ډيرې سمې شته چې لږ كرنيزې زمكې لري او د خلكو ګوزران يوازې له څاروي ساتنېسره تړاو لري او د څاروي لرونكو لويه برخه كوچيان جوړوي.
4. په هر ولايت كې چې د كرنې تخنيكي ښوونځۍ جوړه شوې ده  بايد دهغه ولايت له اقليمي، جغرافيايي جوړښت ، كرنيز چارپيريال سره اړخ ولګوي او د هغوغلو دانو، ميوو، سبو، ځنګلونو او څارويو په ښه والي زور واچول شي چې هلته موجود وي.
5. د كرنې د توليدي سيستم دښه والي او پرمختګ لپاره د پراختيا او رواجولو مضمون بايد په نصاب كې ځاى په ځاى شي څو  دشدو، غوښې، وړيو، دوزو پت ، په څارويو باندې د كار او كولبې كولو، هګيو او نورو د توليد او پراختيا به برخه كې كروندګرواو څاروي لرونكو ته د اړتيا وړ لار ښونې او خبرتيا وې وړاندې كړى شي.
6. دڅارويو د خوړو او ګياه يا وښو دتوليد او زېرمه كولو او څړ ځايونو دساتنې دلارو چارو په هكله بايد هڅونې وشي .
7. لكه څنګه چې دكورنيو ښڅينه غړي له كرنې او څاروي ساتنې سره نېږدې اړيكې لري بايد د ښځينه زده كونكو ونډه په كې روښانه وي.
 
د افغانستا ن جمهو ري دولت په تېر پنځه كلن د وران كې چې هر څه له حده لوړ سياسي انګيرل شويدي اويوازې د كميت له پلوه پوهنې او په تيره بيا تخنيكي ښوونو او زده كړو ته كتل شوي او مسلكي اړخونو ته سمه پاملر نه نده شوې اوس د خلكو هيله داده چې نوى حكو مت به د ټولنې د اړ تياوو په پام كې نيولو سره د خپل دوران له پيل څخه دهغوي څرنګوالي ته له مسلكي او تخنيكي پلوه ګوري كه نه نو خداي مكړه  دا ناروغه زده كړه او ښوونه به لا پسې د ټولې پوهنې خوند له مينځه يو سي ( لو ښى به مات او غوايى به هم حلال شي)، دا د پوهنې د وزارت دنده ده چې دا ډول زده كړو او ښوونوته څنګه حرفه يي او تخنيكي عملي بڼه ور كړي څو له يوې خوا د مسلكي او حرفه يې كسانو شمير زيات شي او له بلې خوا ددې ښوونو او زده كړو ناروغه حالت د ښه والي په لور روان كړي.   

مننه

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery