الهـــي ښکاره نښانې او د نړۍ والو غفلت (۲) برخه . ليکوال : علامه محمدمعين الدين ابوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .
د داغستاني ماشوم « علي » د قصې د جزئياتو څيړنه : بسم الله الرحمن الرحيم ځما ګرانو اسلامي وروڼو ! د ذکر سوي عنوان مطابق پدې برخه کښي د داغستاني ماشوم کوم چي بدن پر پوست باندي يې قرآني اياتونه او نبوي حديثونه ښکاره کيږي او بيا پټيږي د قصې د أجزاؤ په تحليلي بحث پيل کوم . محترمو! دا قصه ( چي په مجموعي لحاظ الله (جل جلاله) په دې خاطر و ظهور ته راوايستله چي خپله خدايي ، د حضرت محمد [صلی الله عليه وسلم]نبوت او رسالت اود قرآن پاک او د اسلام د مقدس دين حقانيت و ټولي بشري نړۍ ته د بداهت په ډول څرګند کړي ، او له دې سره سره دنياوال و دې ته متوجه کړي چي په خپلو اقوالو او أعمالو او عقايدو کښي تجديد نظر وکړي ، او د اسلام مخالفت او خپل انحرافات پريږدي او حق ومني ) وډيرو داسي دقيقو او باريکو جزئياتو لره متضمنه ده چي د هغوۍ تحليل او تفصيل په موجوده وخت کښي د هري ککرۍ کار ندئ ، او سره له دې چي تحليل يې ضرور دئ او د تحليل په وجه به ددې قصې اسرار او الهي رموزات ټول ښکاره سي ، حافظ شيرازي فرمايلي دي :
نه هر که چهره بر افروخت دلبري داند نه هـــر که آئينه ســــازد سکندري داند نه هر که طرف کلاه کج نهاد تند نشست کــــلاه داري و آئيـــن سروري دانـــــد هزار نکتهء باريک تر ز مو اينجا است نه هر کـــه سر بـــــتراشد قلندري داند محترمو ! کوم جزئيات چي په دې قصه کښي موجود دي او و څيړني ته حاجت لري هغه په دې شرحه دي : (۱) : د يو ماشوم پر بدن باندي د قرآنکريم اياتونه او نبوي حديثونه ښکاره کيدل . (۲) : په دې ډول ښکاره کيدل چي ليکنه يې په سره رنګ سره سوېده . (۳) : ددغي الهي عظيمي نښانې ظهور د يو داسي ماشوم پر پوستکي باندي کيدل کوم چي کورنۍ يې په داسي منطقه کښي اقامت لري چي هغه د کفارو تر تسلط لاندي ده ، خاص بيا د هغو کفارو چي هغه دهريه دي او د الله پاک له وجود څخه منکر دي . (۵) : کله چي د ماشوم پر بدن باندي اياتونه يا حديثونه ښکاره سي نو بيا تر دريو ورځو پوري دغه ليکنه باقي پاته وي بيا ورکيږي ، په دې کښي سر او حکمت څه دئ ؟ . (۶) : د ماشوم پر بدن باندي د اياتو يا د نبوي احاديثو له ظهور سره سم د ماشوم حرارت و ۴۰ درجو ته رسيدل . (۷) : په دغه وخت کښي د مذکور ماشوم ژړيدل او چغي وهل . (۸) : د ماشوم د مور او د پلار ددغي واقعې له ښکاره کولو څخه تر هغه پوري ډډه کول چي کله يې دده د بدن پر پوست باندي د « سنريهِم آياتِنا الخ » مبارک آيت وليدئ . (۹) : روسي رسنيو سره له دې چي د دوۍ حال مقتضي ددې ؤ چي دغه پېښه يې بايد په پرده کښي ساتلې وائ له پټولو څخه ددغه پېښي مخ اړول او په ډېر سرعت سره په ټولو رسنيو کښي ددې حادثې اذاعت او اشاعت کول . (۱۰) : د روسي طبيبانو او ډاکترانو ددغه واقعې له تفسير څخه د خپل عجز اظهار کول . (۱۱) : د اسلام ټول مخالفين ددې پېښي په اړه له باطلو او غلطو تاويلاتو څخه پټه خوله پاته کېدل . (۱۲): سره له دې چي دا يو داسي د الهي قدرت نښانه وه چي ټوله روسيه بايد په اسلام کښي داخله سوې وائ خو بيا ههم داسي ونه سول . (۱۳): د ځينو هغو اياتو او احاديثو بيان او تفسير کول کوم چي د مذکور ماشوم پر بدن باندي ښکاره سويدي او د ويب سايت پر مخ باندي موږ ليدلي دي . ګرانو وروڼو ! ددې حادثې د جزئياتو تفريق او تعداد مي په دې برخه کښي درته ذکړ او تحليلات د ټولو به انشآءالله په راروانو برخو کښي درته راسي . والسلام ومن الله التوفيق په دې اړه نوربيا. |