دخپریدو نیټه : 2009-11-13 مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا
الـــهي ښکاره نښانې اودنړيوالوغفلت (۴) برخه .
علامه محمدمعين الدين ابوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .
الـــهي ښکاره نښانې اودنړيوالوغفلت (۴) برخه .
ليکوال : علامه محمدمعين الدين ابوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .
بسمه تعالی !
ګرانو اسلامي وروڼو ! د خپلي وعدې مطابق په دې برخه کښي يو تعداد د الهي قدرت هغه نښانې درته ذکر کوم چي د داغستاني ماشوم په ډول د هغوۍ په سبب الله پاک د خپل پيغمبر حضرت محمد (صلی الله عليه وسلم ) درسالت حقوالئ او د اسلام د مقدس دين حقانيت په طول د تاريخ کښي و جهان ته ښکاره کړئ دئ :
( ۱ ) : ابن ظفر په بِشَر کښي د مُعَمّر زهري په حواله ذکر کړيدي چي پر يوه ډبره باندي په عبراني خطه سره داسي ليکنه پيدا سوه : « باسمکَ اللهُم جآءالحق مِن رَبِّکَ بلِسانٍ عربي مبين ، لآاله الاالله محمد رسول الله » او په اخير کښي يې داسي ليکلي وو :« وکتبَه موسی ابِن عِمران » .
ترجمه : شروع کوم په نامه ستا اې خدايه ! راغلئ دئ حق له طرفه د رب ستا په ژبه عربي ښکاره سره ، نسته هيڅ لايق د عبادت ماسوا له الله (جل جلاله ) څخه محمدصلی الله علیه وسلم رسول د الله دئ ، او ليکلئ دئ دغه خط موسی د عمران ځوۍ .
توضيح :
له ذکر سوي عبارت څخه يوه دا مهمه خبره استفاده کيږي چي دغه ليکنه پر ډبره باندي حضرت موسی (عليه السلام) کړې وه ، البته يا ده په خپله کړېوه او يا دده په امر او حکم سره يو بل چا کړېوه ، او الله پاک دغه ليکنه او ډبره په خپل حفاظت سره تر هغه پوري محفوظه ساتلې وه چي د اسلام د دوران لا هم ډيره موده تيره سوه چي بيا خلګو وليدله .
(۲) : صاحب د شفا ذکر کړيدي چي پر ځينو قديمي ډبرو باندي داسي قدرتي ليکنه پيدا سوه او خلګو وليده چي دغه مبارک الفاظ پکښي راغلي وو : « مُحـــــمـــد تقي مـــصلِـــحٌ امين » .
ترجمه : يعني محمد(صلی الله عليه وسلم ) د الله پاک داسي بنده دئ چي په اخيره درجه پرهيزګاره دئ او اصلاح کونکئ دئ او امين دئ ، له هر قسم غدر او خيانت څخه معصوم دئ .
(۳) : علامه ابن مرزوق له عبدالله بن صوحان څخه نقل کوي چي عبدالله بن صوحان راته وويل چي موږ په بحر هند کښي په کښتۍ کښي سپاره وو ناڅاپه يوقسم سخت او تند بادونه پيل سول ، نو موږ کشتۍ په يوه جزيره کښي ودروله ، په دغه جزېره کښي موږ يو تک سور ګل وليدئ چي ډيره ښه خوشبويي ورڅخه راولاړېدله ا و ددغه ګل پر پاڼو باندي په قدرتي خطه سره په سپين رنګ داډول ليکل سوي وو :« لآاله الاالله محمد رسول الله » يعني نسته هيڅ لايق د عبادت ماسوا له الله (جل جلاله ) څخه محمد رسول د الله دئ .
او يو بل تک سپين ګل مو وليدئ چي پر هغه باندي بيا قدرتي په ژړ رنګ سره داسي ليکلي وو :
برآئة مِنَ الرحمنِ الرَّحيِم الی جنات النعيم لآاله الله محمد رسول الله .
(۴) : صاحب دشفا ذکر کړيدي چي د خراسان په ځينو ښارو کښي يو نوئ ماشوم له تولد څخه وروسته وليدل سو چي پر يوه بغل باندي يې « لآاله الاالله » قدرتي ليکلې وه ، او پر بل بغل باندي يې « محمد رسول الله » د قدرت په قلم سره ليکل سوئ ؤ .
( ۵ ) : يافعي په خپل کتاب « روض الرياحين » کښي ذکر کړيدي چي د هند په ښارو کښي يوه داسي درخته پيدا سوه چي د جوز يا د بادام په ډول ميوه کوي او دغه ميوه يې يو کلک پوستکئ لري ، کله چي به هغه پوستکئ خلګو مات کړ نو په ما بين کښي بې يوه تکه شنه پاڼې وه ، چي په هغه پاڼه کښي به په سره خطه په ډير وضاحت سره داسي قدرتي ليکلي وو چي « لآاله الاالله محمد رسول الله » او خلګ ټول په دغه درخته سره هميشه تبرک حاصلوي .
( ۶ ) : ابو يعقوب صيّاد فرمايلي دي چي د « اُبُلــَّــه » په نهر کښي ماد ماهيانو ښکار کاوو، په دغه نهر کښي مي يو ماهئ ونيوئ چي پر راسته بغل باندي يې په قدرتي ډول کلمه د ــ لآاله الاالله ــ ليکلې وه او پر چپه اړخ باندي يې ــ محمد رسول الله ــ ليکلئ ؤ ، ماچي کله د ماهي پر بدن باندي دغه مبارکي کلمې وليدلې نو د احترام او د تعظيم په سبب مي دغه ماهئ بيرته و والې ته ورايله کړ .
محترمو وروڼو دغه سلسله به جريان لري ، په راتلونکو برخو کښي به انشآءالله ځيني نوري نښانې د الهي قدرت درته بيان کړو .
والسلام ومن الله التوفيق
په دې اړه نوربيا. .