دخپریدو نیټه : 2005-06-13 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
د مور د ورځې د ياد او قدردانۍ په وياړ يوه پرتيمينه غونډه جوړه شوه
د غبرګولي د مياشتې په ۲۲ نېټه د سويډن د مالمو په ښار کې د دوستۍ فرهنګي ټولنې لخوا د مور د ورځې د ياد او قدردانۍ په وياړ يوه پرتيمينه غونډه جوړه شوې وه
غونډه د يوې افغاني مېرمنې عادلې رحمتزۍ لخوا پرمخ بيول کېده. د غونډې په پيل کې په سويډن کې د افغانانو د علمي او فرهنګي مرکز د مشرتابه جرګې په استازيتوب د ټولنې مشر ښاغلي محمداقا شېرزاد لخوا د غونډې برخه والو ته د مور د ورځې په مناسبت د مبارکۍ پيغام وړاندې شو.
تر هغه وروسته د حبيب الله غمخور لخوا د مور د ورځې د تاريخ په هکله د غونډې برخه والو ته معلومات ورکړ شو. نوموړي پخپلو خبرو کې وويل چې د مور د ورځې نمانځل زموږ په هيواد او د نړۍ په نورو هېوادو کې کاملآ عاطفي بڼه لري او په تاريخ کې ددې ورځې پيدايښت هم يوازې او يوازې د مور د مقام د درناوي او د هغې د هغو زحمتونو او تلاښونو د قدردانۍ په خاطر دی چې مور يې د خپل ماشوم د تربيې او روزلو په لار کې ګالي. هغه همدا شان زموږ د هيواد په اوسنيو شرايطو کې د ښځو او ميندو د اقتصادي، سياسي او ټولنيزو ستوزمنو شرايطو او هغو کړاوونو په هکله مفصل معلومات ورکړ کوم چې همدااوس !
افغانه مور ورسره لاس او ګرېوان ده.
د غونډه په بله برخه کې په هالنډ کې د سلام د فرهنګي ټولنې د مورځ د ورځي په وياړ رالېږل شوی پيغام د يوې افغاني پېغلې بينظيرې صاحبزۍ لخوا، د هري ګورډ د ښځو ټولنې په استازيتوب مېرمن حليمه قيتمس ، ښاغلي عبدالمالک بېکسيار لخوا په ډنمارک کې د افغانانو د کلتوري ودې ټولنې پيغامونه ولوستل شول.
د پيغامونو تر لوستولو وروسته د حبيب الله غمخور لخوا په غونډه کې برخه والو درنو ميندو ته هغه ډالۍ چې د مور د ورځې په وياړ د دوستۍ فرهنګي ټولنې لخوا برابرې شوې وې ورکړل شوې.
د غونډې په درېمه برخه کې چې مشاعرې ته ځانګړې شوې وه لومړی زموږ د هيواد د پيژندل شوي ليکوال الحاج معصوم هوتک محترمه مور چې په مالمو کې اوسيږي خپل شعر ووايه او وروسته ښاغلي محمدګل شبګيريار، ښاغلي عبدالباقي تلاښ، پېغلې عزيزه سخي، ښاغلي عبدالمالک بېکسيار، وړوکي صديق جان رحمتزي ، ښاغلي هيواد شېرزاد، ښاغلي قدوس رحمتزي د مور د مقام په هکله خپل شعرونه ولوستل چې د غونډې د برخه والو لخوا په ګرمو چکچکو بدرګه کېدل.
د مشاعرې په پيل کې د دوستۍ فرهنګي ټولنې د مشر حبيب الله غمخور لخوا د غونډې برخه والو ته خبر ورکړل شو چې په همدې مقدسه ورځ زموږ د هيواد د پياوړي شاعر عبدالمالک بېسکيار په هر اړخيزه همکارۍ په سويډن کې د ځوانو شاعرانو ادبي جونګړه جوړه او سر له ننه به دا جونګړه د ښاغلي بېکسيار تر لارښوونې لاندې د مالمو په ښار کې د ځوانو شاعرانو په روزلو او هغوی به د شعر اوادبي ټوټو په ليکلو ته راوهڅوي. ددسوتۍ فرهنګي ټولنې دا ومنل چې ددې ادبي جونګړې د فعاليت لپاره به د ضرورت په وخت کې ټول لازم امکانات ددوی په واک کې ورکوي. ښاغلي غمخور وويل دا د وياړ ځای دی چې نن پدې مقدس!
ه ورځ د مهاجرت په له کړاونو ډکو شرايطو کې دداسې يوې ادبي جونګړې د پيل بنسټ ايښودل کيږي کوم چې موخه يې له هيواد نه بهر ځوانو زلمو ادبي او فرهنګي روزنه ده. همدا اوس پدې جونګړه کې ښاغلي هيواد شېرزاد، کبير اميري، قدوس رحمتزي، نجيب بريالی، عادله رحمتزۍ، عبدالباقي تلاښ، قدرت الله حليم او نورو ځوانانو خپله علاقمندي او هر اړخيزه برخې اخيستنې په خاطر خپله امده ګي اعلان کړه.
د غونډې په پای کې په مالمو کې د پېژندل شوو ځوانو سندرغاړو کبير اميري او همايون صاحبزي لخوا په زړه پورې کنسرټ ورکړل شو