حبيب الله غمخور، مالمو - سويډن
ښځه دنړۍ په کچه دټولو انسانانو د شمير نږدې نيمايې جوړوې . مگر دبشر په تاريخ کښي هيچا ښځو ته خپل حق ندۍ ورکړۍ ،او نه ښځو ته دا امکانات برابر شوې چي په ټولنه کښې خپل روا حقوق تر لاسه کړۍ .
په ټولنه کي نارينه و تل تلاښ کړۍ چي دځان او نارينه سالارۍ په گټه دښځو انساني او روا حقوق تر پښو لاندي کړی او دښځو ټول امکانات دځان په گټه وکاروې .
که دبشرې ټولنو دتکامل تاريخ ته يو لنډه او ځغلنده کتنه وکړو ، تاريخي حوادث او بدلونونه وڅيړو دا به راته څرگنده شي چي تر بل هرچا زيات ښځو درد ليدلۍ او په کړاونو کښي يې ژوند کړۍ دۍ،استثمار شوې او زورېدلي دي .په ټوله نړۍ کښې دښځو او ميندو دژوند شرايط ستونځمن دي د مثال په توگه هر کال تر 3,3 مليونه زيات ماشومان مړه دنياته راځې پدې کار هرو مرو مور زوريږي ځکه هره مور علاقه لري دماشوم خاونده وې ،همدا شان هر کال ( (4)) مليونه ماشومان د28 ورځو ژوندکولو نه وروسته او 6,6 مليونه تر پنځوکلونو وروسته ژوند دلاسه ورکوې. علاوه پر دغه هر کال دولادت په وخت کښې تر (( 529000 ))زياتې ميندې خپل خوږ ژوند دلاسه ورکوې ( 25,04.05 دايزويستياورځپاڼه دعلمې تحقيقاتو برخه ) .په سياسي او ټولنيزو چارو کښي متاسفانه دنړۍ په مطلق اکثريت هيوادو کي مور او ماشوم ته لکه څنگه چي ضرور ده پاملرنه نه کيږې، دولتي چارواکي اوسياسي گوندونه دښځو دحق څخه ددفاع او ملاتړ شعارو په پورته کولو سره يوازي دسياسي پلويانو دپيدا کولو په منظور گټه پورته کوې ، همدا اوس هم دنړۍ په هغو هيوادو کي چي تر نورو هيوادو زيات ددموکراسۍ او برابرۍ ډبره پر ټټر ټکوي په دولتي جگو څوکيو او پارلمان کي دښځو دشميرد انډول په اندازه دهغوي ونډه کمه ده .
نن زما موخه دنړۍ په کچه دښځو دحقوقو تر پښو لاندي کولو مسلې څيړل ندې بلکه غواړم دافغاني مور هغي با غيرتي مور دمقام ددرناوې په خاطرکوم چي هر افغان ته تر هر چا گرانه او دقدر وړ ده څو کرښي وليکم .
هره مور ښځه ده ولي هر ښځه مور نده ! مگر کله چي دمور په هکله خبرې کوو نو هرو مرو دښځې نوم يادوو .
مور هغه مقدس نوم دۍ چي هر څوک يي په زيات احترام پر خوله راوړې ،درناوئ يې کوې او که انسان په هر څومره لوړ ټولنيز مقام کښي قرار ولري او دعمر زيات پسرلې يي تير کړې وي بيا هم دا پاچا ،واکمن ،دهر ډول قدرت خاوند، عادل يا ظالم او جبار دمور په مقابل کښي دتسليمۍ سر ټيټه وې او زړه يې غواړې چي دمورد محبت او دمهربانۍ له احساس نه په ډکه غيږ کې سر کښيږدې .
ولي په ټولنيز ژوند کښې بيا دا مامول بل ډول بڼه لرې او مور زيات وخت دزرورواو قدرت دخاندانو له تاخت او تاز سره مخامخ کيږي ، دښځو سره په کړنو کي داهيره وې چي که دا زما مور ،خور او يا لور نده ديو بل تا غوندې انسان مور ،خور ،لور يا کورودانه ده .
دټولني د ورځنيز ژوند په اقتصادي ، سياسي ، اجتماعي او فرهنگي بر خو کي نارينه و تر ښځو ځانته ډير حق ورکړۍ او زيات وختونه يي دمذهب څخه دناوړې استفادې او يا منځنيو پيړيو د زاړه شوو غير عادلانه دود ونو او دستورونو په نامه په ټولنيزو چاروکښې دښځو د فعال او رغنده گډون مخه نيولې .
تر لمر روښانه او څرگندحقيقت خو دادۍ چي مور ماشوم نهه مياشتي په گيډه کي گرځوې او دنياته دهغه تر راوړلو وروسته يې شپه او ورځ دژوند په هر ډول ستونځمنو او له کړاو نه ډکو شرايطو کښي له نيمي شپي شيدو ورکولو نه نيولې تر لويدو پوري زحمتونه گالي ، خپل ماشوم څومره چي يې توان وې روزې اوهغه ته دانسانيت درس ورکوې، داافغانه مور ده چي زموږ دهيواد وياړلي تاريخي او فرهنگي شخصيتونه يې روزلي دي . دکور دټولو چارو دسمبالتيا په گډون يې دژوند له ملگرې سره اوږه په اوږه له کور نه بهر دکرهڼيزو چارو نه نيولي دحيوانانو په روزلو او هغوي ته دوښو په برابرولو کي دخپل فيزيکي !
توان له مخي په پراخ صداقت او مينه سره مرسته کوې او دژوند خاوند يي هيڅ وخت تنها ندۍ پرې ايښۍ . څرنگه چي افغانستان د330 دميلاد څخه دمخه (قبل الملاد) کال راپدي خوا هند ته درسيدو لپاره د استعمارگرو هيوادو په لار کي پروت ؤ نو ځکه به يې لمړۍ زموږ پر پاکه خاوره تيرۍ کاوه ولي زمو ږميړنيو او غيرتي ښځو دافغاني شازلمو سره يو ځاي دپرديو لوټمارو او يرغلگرو په مقابل کي له اسکندره تر چنگيزه ، له انگريزه تر شورويانود هر تيري کونکي په مقابل کي دنارينه وو سره يو ځاي دسياسي خپلواکۍ ،ځمکني بشپړتيا او ملي حاکيميت دساتلو په لار کښې تاريخي حماسي جوړې کړې او زياتي ق!
ربانۍ يې ورکړې دي . زموږ دهيواد په تاريخ کي دداسي وياړلو ميندو نومونه ثبت شوي دې . همدا افغانه ميړنۍ او پر خپل وطن مينه مور وه چي په دغه شان جگړوکښې يې پر کور دخاوند،لور ،زوي اويا ورور دمرگ ږغ شوۍ دی او دا بيچاره ښځه يي ژړه ولې او غمجنه کړېده خو تسليم شوې نده ، همدا افغانې کونډي ښځې دي چي دکورنۍ جگړې په جريان کښې يې خپل دژوند ملگرۍ دلاسه ورکړۍ دخپل شخصي ژوند او ماشوم دروزلو دروند پيټۍ يې پر اوږو پروت دۍ اما هغوي په زياته ميړانه پر مخ درومې او دژوند له ټولو ناخوالو سره مقاومت کوي . افغانې ښځې په فرهنگي او ادبې ډگر کي هم له نارينه وو نه شاته ندې پاته شوې . زموږ دلر غونې هيواد ادبي او فرهنگي پياوړتيا بايددښځو دفداکاريو ،عالي احساس او ځان تيرېدني ممنونه وې ،موږ په سلهاووشاعراني ،ليکوالې ادب پوهاني او عالماني ښځې لرو چي دقلم په ژبه يې د افغان ولس له حق نه دفاع کړې او ټولنيزي ناخوالي يې په زياته بي پروايي سره بربنډي کړي دي ، دهغوټولو قهرمانو ښځو دنومونو ليکل دلته امکان نشته اوزه ځکه دبيلگې په توگه هم دچا نوم نه ليکم زما په اند دا به دحق تر پښو لاندي کول وي ځکه هري ښځې دخپلې پوهې او دژوند دشرايطو پر اساس پدې لار کښي زيار ايستلۍ او معينې لاست راغنې ، انځورونه او افتخارات لرې .
ددي ټولو سره سره لکه څنگه چي مي وړاندي ايشاره وکړه زموږ په هيواد کي سر بيره پردې چي په اساسي قانون کي دنارينه سره برابر حق ورکړه شوۍ تر بل هر هيواد دښځو دژوند اقتصادې ،اجتماعي ،فرهنگي او ټولنيزو چارو و سالمې ودي او پراختياته په کمه پيمانه پاملرنه شوې ده . دښځو دباسواده کيدو مسلې ته کم ارزښت ورکول شوۍ دۍ همدا اوس په سلو کي ((95)) انجوني ومکتب ته له تگ نه محرومې دې . له مذهب او عنعنو نه په ناوړه گټه اخيستني سر ه هميشه تلاښ شوۍ چي ښځه په چادرۍ کي راونغاړې نورنو چي پر هغې څه تيريږي او له هغې سره څه ډول چلند کيږې هيچا دا مسوليت په غاړه ندۍ اخيستې .
تيرو خپل منځي جگړو که وطن وران کړۍ نو دښځو پر خوله يي هم ابدې مهر وهلۍ دۍ يعني دښځې څخه دځان ددفاع او حق غوښتلو واک دسياسي او دولتې واکداريو دتږو لخوا اخيستل شوۍ دۍ . ډير ي داسي سياسي څيرې شته چي برملا يي په مطبوعاتو کي ښځې ته د حيوان خطاب کړۍ او يا وايي (( بلې ښځه دا يا هغه حق لرې خو هر څه ځانته اصول لرې ))، مگر دا اصول هيچاته ندې معلوم چي دا څه دي ؟ ممکن دا اصول يوازي همدغو ښاغلو ته معلوم وې چي کله نا کله دفتوا په بڼه له هغو نه پراخه استفاده کوې .
دطالبانو درژيم دړنگيدو راپدې خوا بيا تر ننه پوري متاسفانه دښځو دحقوقو ددفاع او هغوي ته په ټولنيزژوند کې دازاد او فعال گډون دامکاناتو برابرولو نارې سورې يوازي شکلي بڼه لرې .دښځو دژوند په حالت کي کوم ليدونکۍ مثبت تغير ندۍ راغلۍ ،ثريا پرليکا دښځو داتحاديي مشره دبې بي سي سره په مرکه کښې وايي : ((...تر اوسه دښځو په ژوند کي کوم اساسي تغير ندۍ راغلۍ يوازي په کابل او يو شمير ښارو کي روڼ اندي ښځې ،ډاکټرانې ،انجينېرانې او معلمانې کولاي شي په ټولنه کي کوم کار تر لاسه کړې )) . مگر ورځنېو حالاتو دا په وار وار ښودلې ده ددې سره سره چي زموږ په ټولنه کي دروښنفکرو او سواد لرونکو ښځو شمير ډير زيات کم دۍ بياهم په هغه چارو کي چي زموږ دټولني دځانگړو شرايطو په اساس بايدښځه وگمارل شي لمړۍ په چارواکو پورې تړلې نارينه او که هغوي ونه غواړې نو هغوي ته نږدې ښځه گمارل کيږي يعني هغه ستونزه چي په دولتې چاروکي دنارينه وو دگمارلو په هکله شته دښځو سره ورته برخورد کيږي . همدا علت دۍ زيات شمير ښځې چي ليک او لوست يې زده دۍ بيا هم بيکاره دي او ياداسي کارو ته گمارل کيږي چي سرته رسول يې هغو ته گران وي . ددولت په کچه دمور او ماشوم حمايه لکه څنگه چي لازمه ده سرته نده رسيدلې ، په دولتي اداره کښې دپراخ فساد په خاطر افغاني ميندو ددولت پاملرنه نده احساس کړې . ديونيسف داعلاميي په اساس ((90)) په سلو کي دماشوم زيږول دروغتيايي اصولو خلاف سرته رسيږي ،په همدې خاطر په هرو سل زرو ماشومانو کي چي دنياته راځې (( 1900)) ماشومان ضايع کيږې . په منځنۍ توگه ښځه دعمر په اوږدو کي شپږ ځله اوميدواره کيږې داقتصادي او روغتيايي ناوړه شرايطو په اساس دوينې په سرو کروياتو کي داوسپني دنشته والې او وينې دلږوالې له امله (( 70 )) په سلو کښې اميدوارې ښځې ددتبر کلوز په مرض اخته کيږې .
دملگرو ملتودسازمان دځانگړې نماينده داستازي مرستيالي دروغتيا دنړيوالې ورځي په مناسبت د BBCسره په مرکه کښې دافغاني ميندو اوماشوم حالت د(( خاموشي سونامي )) په نامه نومولئ دۍ هغې وويل : دمور او ماشوم دا شان حالت يوه لويه فاجعه ده بايد دافغانستان اړونده چارواکي او نړيوال دا سونامي پر ځاي په ټپه ودروې . ديونيسف دادارې دکوچنيانو دحمايي صندوق مسؤلينويو ځل بيا چارواکو ته خبر دارۍ ورکړ چي په افغانستان کي دميندو مرگ او مير په ډير بد حالت کي قرار لرې ،دهمدې سازمان دراپور په اساس په هيوادکي په هرو(( 30)) دقيقو کي دولادت په وخت کي يوه مور ژوند دلاسه ورکوې دروغتيا د نړيوالي ورځې په مناسبت يې په يومطبوعاتي کنفرانس کي دافغانستان دروغتيا وزير ښاغلي فاطمې په ډاگه کړه : چي هره ورځ له (( 50)) نه تر )) (( 70 ښځې او تر)) (( 700 زيات ماشومان چي عمر يي تر پنځو کلو کم دۍ دمختلفو ناروغيو دهغي جملي نه دتبرکلوز او ملاريا دمرض په اخته کيدو سره ژوند دلاسه ورکوې ، دا هغه ډول مريضۍ دی چي اوس دنړۍ په زياتو هيوادو کي مخ پر ورکيدو دی او يا هيڅ نشته اما متاسفانه زموږ په هيواد کي ددولتي چارواکودبي غورۍ په اساس هره ورځ له افغان ماشوم او مور څخه ژوند اخلي .
درسمي احسايي په اساس په هرو زرو ماشومانو کي )) 257 ((ماشومان ترزيږيدو وروسته تر پنځه کلنۍ پوري ژوندله لاسه ورکوي . ټولو دولتي اړونده چارواکو او هغوي ته چي افغانانو ته يې دصادقانه چوپړ وعدي ورکولې دا زړه بوگنوونکۍ حالت بې تفاوته بريښې ، ټولو يوه بهانه پيدا کړې او وايې وروره (( 25 ))کاله جنگ هر څه برباد کړي ....
ولي دروغتيا وزير صاحب دا ونه ويل دا هره ورځ چي اوسوه اويا (770) ميندې په غم غمجنيږې خپل ژوند او يا دزړه ټوټه دلاسه ورکوې مسوليت يې دچا پغاړه ډۍ ؟ يوازې دمور او ماشوم لپاره دروغتيايي خدمتونو دسرته رسولو په خاطر هر کال نړيوالي مؤسسې او نور هيوادونه په ميليونو ډالره راليږې يوه مور هم پوه نشوه چي دا پيسې چيرې ځې او پرڅه مصرفيږې ؟ زموږ دولتي چارواکو يي لاره ميندلې ده چي څنگه او دچاپه نامه له بهرنيانو نه مادي او مالې مرستې تر لاسه کړې ، دا چي بيا يې چيري او څنگه مصرف کړۍ پدې ملک کښې بيله هغه هم څوک له چانه دحساب غوښتنه نشي کولاي .
همدا اوس مور خپل ماشوم ديوې گولې ډوډۍ دپيدا کولو لپاره سهار وختې ددي پر ځاي چي ښوونځۍ ته ولاړ شې دسگريټو او نورو وړو او ارزان بيه شيانو دپلورلو لپاره بازارو ته ليږې ،يا ماشوم پر قاچاقبرانو خرڅوې او هغوي خداي ناتر سه يې بيا په ايران او پاکستان کي پر عربي شيخانو پلوري او دا عرب شيخان چي دسياست په ډگر کي ځانونه اسلام او انسانيت ټيکداران او مدافع بولې دټولو انسانې نورمونو او عاطفي خلاف په همدغو افغاني ماشومانو خپل مارې اوښان ځغلوې ، دعربي هيوادو په دښتو کي په سلهاو دافغان ماشومانو مړې پراته دې ولي دلته په هيواد کښي يې مور وراتگ ته ستر گي په لار ده .زموږ دولتي چار واکې دهيواد دعادې خلکو پشان دا زړه بوگنونکې خبرونه اورې او غوږونه کاڼه اچوې ،ځکه ددوي نازولي ندې ،دا پردۍ مور ده چي بې زويه شوې ده او دهغه راتگ ته شپه او ورځ شيبي شميرې .
درې کاله کيږي چي تر اوسه وسله ټوله نشوه جنگسالار په خپل ټول قوت په سياسي ډگر کي فعال دۍ تنظيمونه او بنسټپال پر دولتي چارو مسلط دي ، او دقانون پر ځاي فتواگاني او شخصي پريکړې پلي کيږې اداري فساد دخپل پړاو وروستيو پړاوو ته رسيدلي، تر اوسه په وار وار ولسمشر دجنگسالارو او محلې قوماندانانو نه غوښتنه کوي چي وسله دولت ته تسليم کړۍ دمثال په توگه دروان 2005 زکال دجون په نهمه يې دا غوښتنه يو ځل بيا تکرار کړه ، هغوي چي وسلې لري پدې ښه پوهيږي چي داشان فرمانونه او غوښتنې ډيري شوې . متاسفانه دپريکړې او فرمانو په پلې کولو کي نه پوهيږو چي دکومو ملحوظاتو په اساس پرېکړنده حرکت نه ليدل کيږي ،جنگ سالار اوس هم جنگسالار دۍ ، دمرکزي حکومت امرونه او پريکړې دکابل دښار او ځينو ولايتو دمرکزو له چاپيريال نه پرته چاته دمنلو وړ ندي په محلاتو کښي دهغه ځاي د چارواکو دعلاقې او خوښي له مخي هر څه ترسره کيږي . پداسي شرايطو کي ښځو ته حق ورکول ، دمور او ماشوم له حق نه ددفاع او هغوي ته مرستې رسول خوب او خيال دۍ . دا هر چاته معلومه ده چي همدا دوي نه غواړې سوله راشي ، دپه لسهاوو زره مجهز بهرنې وسلوال پوځ په موجوديت کي دانجونو مکتب ته اور اچول کيږي،ښځې برمته کيږي په وحشيانه ډول دپخوا پشان ښځې بيله محکمې سنگساريږي عجيب انصاف په بدخشان کي پر خپل سر بيله دينه چي جرم يي ثابت شي دخپل ميړه په غوښتنه چي له کوم عربې هيواد نه راغلۍ ؤ محلې قوماندان او ملا ته درشوت په ورکولو سره دخلکو په مخ کي بيگناه ښځه سنگسار شوه ،تر اوسه ددې پيښې پوښتنه بيا چاونکړه . کوچنۍ ماشومي انجوني (60 يا70 (کلنو او يا تر هغو مشرانو ته په نکاح کيږې ، په بديو کي ښځې او پيغلي ورکول کيږي ، يو دقدرت او پيسو خاوند کولاي شي څو پيغلې په نکاح او څونورې بيا دمينځو پشکل پخپله قلعه( کلا ) کي وساتي ،او پدي ورستيو کي دهيواد په ځينو ولاياتو کي داپينو (تارياکو ) په بدله کي دتارياکو قاچاقبرانو ته پيغلي ورکول کيږي .
دښځو سره دواکدارو دميل او خوښې پر اساس چال چلند په هيوادکي قانونې بڼه اختيارکړې ،ښځه په افغاني ټولنه کي محرومترين انسان دۍ د همد ي ظالمانه او وحشيانه کړنو ،جنسي تيريو او دژوند اقتصادې ناخوالواو کورنيو جنجالونو افغاني ښځې ځان وژنې ته هڅولي دي درسمي څيړنو پر بنياد په دا دريو کلو کښې تر (( 300)) زياتو ښځو په ځان وژنه او سوځونه لاس پورې کړۍ دۍ ، په حقيقت کښي ښځې دځان په وړاندي دناروا ظلمونو او تيريو په خاطر داواز پورته کولو بله لار نه لري بيله دينه چي ځان وسوځوې ، د ې بيچاره او بې دفاع انسان ته يوه دخلاصون لار شته چي ځان مړه کي او بس . په قانون کښي اودقانون دپلي کونکو لخوا ددوي سره څوک مرسته نه کوې ، تاسو لوستونکې قضاوت وکړۍ کيداي شي له مستۍ او هستۍ نه څوک په خپله ځان سوځونې ته لاس کړې ؟
که زموږ دهيواد دښځو واقتصادې او اجتماعي حالت او دهغوي کورني ژوند ته ځير شو دا به راته جوته شې چي په زياتو ځايو کښې دښځي سره دمينځي پشان برخورد کيږي .
دا مور ده چي په زياتو ستونځمنو او غملړلو شرايطو کي شپې او ورځي سباه کوي دولتي چارواکي ددي پر ځاي چي دښځو په نامه وزارت چي زه يي دجوړيدو پلوۍ يم ددولت په تشکيل کي ورزيات کړې او يا په پارلمان ،ولايتي او ولسوالي شورا گانو کي ښځو ته معينه سهميه ورکول داکثريت افغانانو داستقبال سره مخامخ شوه ،ولي ښه به داوې چي دخواخوږۍ ، انسانې احساس او ددوي په مقابل کي دمسؤليت په منلو او درک کولو سره په قانون کي د بنسټيزو تغيراتو په راوستلو سره په ټول هيواد کي دښځو او پيغلو خرڅول ،بيله دښځې دخوښي نه دهغي په ميراثي شکل په نکاح کول ،په بدو کي دښځو او پيغلو ورکول،په!
کور کي دهغي وهل ترټل ،توهين او تهديد ، پر ښځو جنسي تيرۍ او تجاوز ، بيله قانع کونکې دليله څخه ددو يا تر هغو زياتو ښځو په نکاح کول ، دنکاح په وخت کي دعمر دمناسب انډول په نظر کي نه نيول او داسي نوري هغه کړني چي هلته انساني کرامت تر پښو لاندي کوي دقانون څخه دجدي سرغړوني په توگه په رسميت وپيژندل شي او هغه کسانم چي دا شان کړنه سرته رسوې دقانون لمخي محاکمه شي . په هغه صورت کي به ښځه د دغه دمنځنيو پيړيو له غلامۍ دحالت نه خلاصې شي . ښځه مور ده مور ته درناوۍ ځان او هيواد ته درناوۍ دۍ . تر څو دولت دښځو دژوند وټولو اړخو ته ځانگړې پاملرنه ونه کړې ،او ښځو ته بله هر ډول دليل او بهانو نه په ټولنه کي
دفعال گډون ، تعليم او تحصيل او خپلي خوښي کارامکانات برابر نشي او دهغو سره دهر ډول زور زياتۍ او تبعيض مخه ونه نيول شي او ښځه دقانون او دولت تر حمايي لاندي ځان احساس نکړي ، دا حالت او ناخوښۍ به دوام لري او دا بي گناه انسان به له غمو او ظلم څخه دخلاصولو همدا يوه لار يعني ځان وژنه ولرې او بس . ښه دا ده چي دمور او ښځي سره دمينځې په دودکړنو ته دپاي ټکۍ کښيښودل شي ، دا ده ددولت ملي او اسلامي دنده .
دامطلب زموږ دهيواد دمنلې شاعر ښاغلې اسدالله زمری په څلور بيتې پاي ته رسوم :
ددنيا غمونه ئې واچول په زړه کې زر اغزی شول ورته شنه په هر يو پله کې
دمرگی بلا پرې نه ښوده نفس ته دزړه پاتې ئې شول په زړه ،دخولی په خوله کې