دخپریدو نیټه : 2005-06-14 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
حق اخيستل كيږي،وركول كيږي نه
وحيد سپين غر _ كابل
وحيد سپين غر _ كابل
دغبرګولي څلرويشتمه
دغبرګولي څلرويشتمه نيټه دموردورځي سره برابره ده
زموږهيوادوال هركال دغه ورځ په شاندارواوپرتمينوغونډواومراسموسره لمانځي اوپه دي توګه ددغي ورځي په لمانځلوسره په ټولنه كي دمور دمقام ارزښت اودرنښت پر ځاي كوي .
ښځي زموږ دټولني ستره برخه جوړوي چي تل يي دنارينه وسره اوږه په اوږه دژوند په بيلابيلو برخوكي فعال ګډون درلود،خوددي ستري اوفعالي ونډي سره سره په ټولنه كي زموږ دپتمنواوهيوادپالوښځوبرخه ډيره خواره وه ،دژوند په اوږدوكي يي دژوند خوږي شيبي تل د ناخوالواودردونكوناورينونوسره ملګري وي.
ددي ناخوالولمن بيا هغه وخت ډيره پراخه شوه چي كله زموږ په هيوادكي داوږدي اوغم لړلي جګړي ټغروغوړيد .
دجګړي په كلونوكي ميندو،خويندواوميرمنوخپل نازولي بچيان ،وروڼه اوخاوندان له لاسه وركړل،په هيوادكي اوږدي جګړي دنوروورانيوترڅنګ دافغاني ميرمنوزړونه ډيرسخت داغلي اوځورولي دي .
دتنظيمي جګړواوپه تيره بيا دطالبانوپه واكمني كي دهيواددښځوپه انساني حقونوداسي تيري اوتجاوزونه وشول چي زموږ په تاريخ كي يي ساري نه ليدل كيږي ، دطالبانوپه واكمني كي افغاني ميرمني دمظلوميت اومحكوميت په داسي ځورونكي سمبول اوښتي وي چي له خپلوټولوبشري اوانساني حقوقوڅخه محرومي شوي وي .آن تردي چي ښځي دخلكوپه وړاندي په عام محضركي سنګسار اواعداميدلي ،چي دارازظلمونه اونارواوي هيڅكله هم دتاريخ په اوږدوكي دافغاني ميرمنوپه وړاندي نه وي ترسره شوي.
دطالبانودسقوط نه وروسته اوپه هيوادكي دقانون اوقانوني حاكميت په راتګ سره دټولنيزژوندانه په ټولوبرخوكي دپرله پسي بدلونونوترڅنګ دافغاني ښځوپه ژوندانه كي هم دپاملرني وړبدلونونه رامنځته شول ،ښځي دنارينه وپه څيردخپلوټولوحقوقوڅخه برخمني شوي ،دهيوادپه اساسي اونورومدني قوانينوكي ښځوته دنارينه وترڅنګ دهغوي حقوق څرګند شول ،دښځوپرضد دتبعيض اوتوپير په اړوند په قوانينوكي په پوره صراحت داخبره روښانه شوي چي افغاني ميرمني دنارينه وپه شان دټولومدني اوقانوني حقوقوڅخه برخمني دي اوددي كارلپاره دښځوبيلابيل سازمانونوته دفعاليت اجازه وركړه شوي ،چي همدااوس دښځودحقوقو څخه ددفاع بيلابيل سازمانونه په كاراوفعاليت لګيا دي .
دحكومت په چوكاټ كي دښځودچارو وزارت جوړشوي ،دافغانستان دبشري حقونودخپلواك كميسيون مشره يوه ميرمنه ده ،همدااوس په نوي ټاكل شوي حكومت كي دشهيدانواومعلولينووزارت ،دځوانانودچارووزارت،اودښځودچارووزارت دښځوله خوارهبري كيږي ،دغه رازدافغاني سري مياشتي مشري ديوي ميرمني په لاس كي ده .
دهيوادپه سياسي اوټولنيزوچاروكي دښځودپراخي ونډي اخيستلوپه خاطرپه دي وروستيوكي دولسمشر له لوري يوه ميرمن دباميانودوالي په توګه ونومول شوه چي دادافغانستان په تاريخ كي لومړي ځل دي چي ديوه ولايت دمشرتوب لپاره يوه ميرمن غوره كيږي .
داټول هغه اقدامات اوهڅي دي چي داوسني ټاكل شوي زعامت له لوري دښځودحقونود اعادي اوپه ټولنيزاوسياسي ژوندكي دهغوي رول ته دپاملرني په مفهوم ترسره شوي .
مشهوره مقوله ده چي وايي :حق اخيستل كيږي ،وركول كيږي نه .دانواوس دهيواددميرمنودنده ده چي دخپلومشروعواوقانوني حقونولپاره دقانون په چوكاټ كي هانداوكوښښ وكړي او خپل هغه حقونه ترلاسه كړي چي تري غصب شوي دي
ولسواكي دخپل ماهيت له مخي داسي يوقانونمدچوكاټ دي چي دټولني دهري طبقي اوډلي حقوق اووجايب په ګوته كوي اوهغوي هڅوي ترڅودخپلوحقوقودترلاسه كولولپاره قانوني لاري چاري ومومي اوخپل مشروع حقوق ترلاسه كړي .په متمدنواوپرمختلليوټولنوكي چي دټولني دافرادوترمنځ دحقوقوكوم سالم اومنطقي عدل اومساوات رامنځته شوي داټول پخپله دهغي ټولني دافرادودهڅواوپرله پسي زيارونو،مبارزواوكوښښونوثمره اونتيجه ده .
زموږ دټولني اګاه اوپوهي ښځي هم دنده لري ترڅودهيوادداعتلااوپيشرفت او د خپلو خويندودحقه حقوقودترلاسه كولوپه خاطر داګاهانه هڅواوكوښښونولاره غوره كړي اوپه دي توګه دخپلومشروعوحقونولپاره نه ستړي كيدونكي مبارزه وكړي .
په ډيره خواشيني سره بايد ووايوچي زموږ دهيوادددوه نيمولسيزودمبارزوتاريخ ټول اوټول دخشونت ،بدبيني ،وژني ،تروراواختناق په زهرولړلي تاريخ دي ،دحقونودترلاسه كولواودمبارزي تعريف دنورودوژلو،دنظام دراپرزولواودكودتاګانودترسره كولوپربنسټ ولاړو،دكيڼ اړخوګوندونواودهغوي دمبارزواوهڅوټول اصول دخشونت پراساساتو بناوو،ځكه خو په هيوادكي دجګړي اوخشونت لومړي تخمونه ددوي په لاس وشيندل شول اوداجګړه دميليونوافغانانوپه وژلودميليونوپه معيوبه كولو ،دسلګونوزرويتيمانو ،كونډو،اورنډوپه بيه ددوه نيمولسيزولپاره دټول هيواددورانولو تربريده وغځيده.
لنډه داچي دخشونت اووحشت په دي ځورونكي مبارزه كي چي اساس يي دكيڼ اړخوګوندونوپه وسيله ايښودل شوي وو،اووروسته دوسله والوتنظيمي ډلوپه وحشيانه اړودوړ،اودطالبانود تنګ نظرانه تفكراتودسنګساراواعدام ترپولي ورسيد،ټولي هغه ترخي تجربي دي چي بايدتري زده كړه وكړواوداصولي مبارزي اوهانداوهڅوپه مفهوم ځانونه پوه كړو.قانوني اومشروع حق دقانوني اواصولي مبارزي په وسيله ترلاسه كيدي شي ،نه دغيراصولي اوغيرقانوني لارونه ،دنړي ټول ولسونه دخپلوحقوقودترلاسه كولولپاره تل په هڅواومبارزولګيا دي خوداټولي هڅي دقانون اواصولوپه چوكاټ كي ترسره كيږي ځكه چي دقانوني لاري حقوق ترلاسه كيدي شي نه دبي قانوني اوخشونت له لاري .دڅيړونكوپه عقيده په هيوادكي اوسني ولسواكه فضا دافغاني ميرمنودحقوقودتحفظ اوترلاسه كولوډيرښه اوپرځاي فرصت دي ،اوس نودهيوادداګاه اومنوروميرمنودنده ده ترڅوددغي مساعدي فضاه اوفرصت نه ګټه واخلي اوخپل مشروع حقوق ترلاسه كړي څيړونكي په دي عقيده دي چي دافغانستان په تاريخ كي دالومړي ځل دي چي دهيوادښځوته دقانوني پلوه دومره واك اواختياروركړشوي چي هيڅكله نه وو،وركړل شوي ، كومه ونډه چي په حكومت كي ښځوته وركړل شوي هيڅكله يي دومره واك اواختيارنه وو ترلاسه كړي .
موږ پوره باورلروچي دهيواددمنورواوروښان اندوميرمنوپه زياراوتلاښونوبه دهيوادميرمني خپل نورقانوني حقوق هم ترلاسه كړي اودهري ورځي په تيريدوسره به دخپلوټولو حقوقواوامتيازاتوڅښتناني شي