دتاریخ نه ځیني ناخبره خلک دسقاوي اړدوړ دورې ته قانوني رنګ ورکوي او داعلحضرت نادرخان لخوا دحبیب الله کلکاني یا بچه سقاو دواکمنۍ راپرځول دپښتنو لخوا له تعصبه ډک عمل بولي په هرحال ، موږ به اوس دتاریخ له زاویي نه دسقاوي دورې اړدوړ ته سر ور ښکاره کړو هغه بېلابېل لیکلي او تاریخي اسناد چې پدې اړه شته یوښه ثبوت کیدای شي .
په ۱۹۱۹ زېږدیز (۱۲۹۸) کال چې کله غازي اتل شاه امان الله افغانستان دانګریزي ښکېلاک له ناولو منګولو څخه خلاص کړ او افغانانو بشپړه توګه دخپلواکۍ مزه وڅکله ، نو شاه امان الله دهېواد دپرمختګ لپاره کوټلي ګامونه پورته کړل ترڅو افغانستان له نورو پرمختللو هېوادونو سره سیال کړي .
شاه غازي امان الله خان لومړی دهېواد دننه رفورم او اصلاحاتو ته لاس واچوه ترڅو ولس له نوي او عصري اروپايي تمدن سره اشنا کړي ، دا کار که څه هم دهېواد لپاره ګټور و خوله بلې خوا قسم خوړلو انګریزانو چې شاه غازي امان الله خان ورته نه هېریدونکې ماته ورکړې وه په کراره کینه ناستل او دشاه امان الله لدې رفورم سره یې د یوشمېر افغانانو احساسات راوپارول ، که څه هم هغه مهال افغانستان دې ډول رفورمونو او اصلاحاتو ته اړتیا درلوده خوباید دومره په بې صبرۍ او چټکۍ چې شاه امان الله تر تطبیق لاندې نیولی وو نه وای ترسره شوي .
دشاه دې ډول اصلاحاتو یوتدریجي پلان ته اړتیا درلوده ترڅو ګام په ګام پرمخ ولاړشي ځکه پر افغانستان دیوې سنتي ټولنې سیوری خور و او د شاه داډول بېړه او بې صبري به خامخا ددې ولس له غبرګون سره مخ کېده ، انګریزانو دامان الله خان حکومت راپرځولو پښې بډوهلې وې او له بریتانوي هند نه یې دملایانو په جامه کې خپل جاسوسان هم رالیږلي ول ، لکه په ۱۹۲۵ ز کال کې انګریزانو یو شمېر قادیاني ملایان لکه ملاعبدالحلیم ، ملانورعلي اوملا نعمت الله په نوم چې ددې ډلې مشري یې کوله افغانستان ته رالیږلي وو دې کسانو ظاهرا دملایانو ماسک پرمخ غوړولی و خو په باطن کې به یې داماني دولت پرواندې منفي تبلیغات کاوه ، دانګریزانو دې ډول ورانکارو تبلیغاتو په هېواد کې دشاه غازي امان الله پرضد ولس راپاڅوه او هېواد یوه ستر ناورین سره لاس او ګریوان شو دهېواد په بېلابېلو سیمو کې ښورښ پیل شو چې پدې ښورښ او بلواوو کې دهېواد شمالي سیمې څخه یوتن حبیب الله دبچه سقاو په نوم له حالت نه په استفادې دامان الله خان پرضد راپاڅېده او دشمالي لاریې وتړله ، غلا او شوکمارۍ ته یې لاس واچاوه ، له خپلو غلو او لوچکو ملګرو سره یې پرکابل برید وکړً بالاخره په هېواد کې اړدوړ پیل شو او شاه امان الله دېته اړشو چې هېواد پریږدي او بهر ته له کورنۍ سره کډوال شو.
دبچه سقاو واکمني او داړدوړ دورې پیل :
بچه سقاو یاحبیب الله کلکاني چې وروسته یې ځان دخادم دین رسول الله په نامه ونوماوه ، اصلاً دانګریزانو په زور قدرت ته ورسېد ، بچه سقاو مخکې تردې چې واک ته ورسیږي دامیر امان الله خان په حکومت کې په قطعه نمونه کې عسکر و ، چې بیا یې هلته سرکاري ټوپک غلاکړ او وتښتېد او له ملګرو سره یې یوځای دغلو یوه ډله جوړه کړه چې لارې او کورونه به یې وهل ، یو ځل په ننګرهار کې دغلا په تور ونیول شو او زندان ته یوړل شو خو یوڅه موده وروسته له زندانه هم وتښتېد چې پاړه چنار او پېښورته یې سر وخوت هلته په یوه سماوار کې نوکر شو چې له هماغه ځایه یې دانګریزانو پام ځان ته راواړوه ، یوه ورځ په جومات کې دانګریزانو یوه جاسوس ملاچې لادمخه جوړشوی پلان و بچه سقاو یې داماني دولت پرضد تحریک کړاو ورته یې وویل چې لدې ځایه مخ پروړاندې ځه هلته یوه ونه ده او د ونې لاندې ځای وکینده چې هرڅه راووتل هغه در سره واخله .
رښتیا هم انګریزانو دخپل پلان شوې نقشې له مخې ترونې لاندې پیسې او ټوپک ښخ کړي وو چې دې کار سقاو نور هم زړه ور کړ ، دا مهال په ننګرهار کې شینوارو قوم هم دشاه امان الله پروړاندې پاڅون کړی و، او هېواد له یولړ سیاسي ستونزو سره لاس او ګریوان و ، لدې حالت نه په استفادې په ۱۹۲۸ زیږدیز کال کې سقاو هم دهېواد شمالي لار ته راووت او لار یې و تړله دولت دموضوع دحل په موخه دکابل ښاروال احمدعلي خان ورواستاوه او دغلو لدې ډلې سره دې هوکړې ته ورسېدل چې دولت به هر غله ته ۳۰۰۰ زره افغانۍ تنخواه او ټوله ته به ۸۲ ټوپکه او ورسره کارتوس ورکوي او لاسلیک یې هم ترې واخیست .
خو په همدې وخت دتګاو اخندزاده له نورو غلو سره په کلکان کې دملاویس الدین په کورکې حبیب الله (بچه سقاو ) دامیر په توګه وټاکه .
د۱۹۲۸ زیږدیز کال ددسمبر په میاشت کې سقاو اوملګرو یې دکابل په شهرآرا برید وکړ سقاو پدې جګړه سخت ټپي شو او ددرملنې لپاره په پټه دانګلیس سفارت ته یوړل شو(۱) دا خوارکی یوناپوه او کلیوال سړی و او پدې هم نه پوهېده دې دبل چا پراوږو ناست دی او لوبوي یې ، دا اصلاً انګریزانو دامان الله پرضد را پورته کړی و که څه هم انګریزانو ظاهراً خپل ځان نه ورښوده خو دخپلو ایجنټانو پواسطه چې پرمخ یې مذهبي ماسک غوړولی دا یې راوپاروه او دشاه امان الله خان دهیلو ډیوې یې پرې مړې کړې دا چې یوشمېر خلک داخبرې نه مني چې ګني بچه سقاو دې دانګریزانو لخوا تحریک شوی وي خو دځینو معتبرو سرچینو او اسنادو له مخې داسې ښکارې چې ددې په راوستو کې انګریزانو پوره لاس درلود ، لکه څنګه چې مخکې مو هم یادونه وکړه کله چې بچه سقاو دکابل په شهرآرا برید وکړ نو له ټپې کېدو وروسته انګریزانو پخپل سفارت ورننویست نوله دې مالومیږي چې انګریزانو بچه سقاو سره لویه خواږي درلوده ، دشاه غازي امان الله خان دواکمنۍ پرمهال په کابل کې دایران سفیر سید مهدي فرخ وايي : ( پرته له کوم شکه د۱۳۰۷ لمریز لېږدیز کال ښورښ او پاڅون دانګریزانو پخه نقشه وه ، اوددغه پلان طرحه دهند دپټو اطلاعاتو په اداره کې وشوه چې بیا په چټکۍ سره ترتطبیق لاندې ونیول شوه او امان الله خان یې دواک له صحنې لیرې کړ ، سفیر په اخر کې زیاتوي چې انګریز دلته دیوه ماهر شطرنجباز په توګه خپل چال وکړ). (۲ ) څنګه چې مخکې مې هم یادونه وکړه انګریزانو په مستقیم ډول له سقاویانو سره اړیکې نه درلودې خو دنورو ایجنټانو پوسیله ورته لارښوونه کېده هغه ته دانګریزانو لارښوونکو ویلي وو چې په کابل کې دانګریزسفیر (همفریز) درناوی کوه ، بچه سقاو هم په یوه غونډه کې داسې وايي :
( زه دانګریزسفیر څخه ډېر راضي او خوښ یم ، اوخپلو ملګرو ته یې وویل چې د سفیر تنخواه او رتبه لوړه کړي ) (۳) له پورته شواهدو داجوتیږي چې انګریزانو خپله ټاکلې نښه په بریالیتوب سره دبچه سقاو په لاس وویشته او دلوټمارۍ نه یې دپاهاهۍ موقف ته ورټېل وهه.
کله چې دحبیب الله کلکاني په مشرۍ دسقاویانو دوره پیل شوه دا دوره په تاریخ ډېره توره دوره وه چې په پرنورو تاریخونو سربېره په ملي تاریخ کې هم داړدوړ په نامه یاده شوې ده ، دا ډیرې تورې ورځې وې هر خواته چور اوتالان ګډ و په ټول هېواد کې ښوونځي ، مدرسې او ټول ښوونیز بنسټونه وتړل شول ، سقاویانو دکابل ښار او شاوخوا سیمو کې دخلکو په رټلو او چورلو پیل وکړ سقاو له خپلو بې سواده یارانو سره ګډه اداره جوړه کړه ، پدې دورې ددولت اطلاق نشي کېدای ځکه متشکله عناصر چې دیوه دولت په جوړښت کې اړین دي سقاویانو په پام کې نه وو نیولي ددوی کابینه هم یوه محدوده او کوچنۍ کابینه وه دپوهنې او عدلیې وزارتونه پکې بیخي له منځه تللي وو او ټوله کابینه یې په لاندې ډول وه :
۱- سید حسین نایب السلطنه او وزیر جنګ .
۲- حمید الله دده خپل ورور – معین السلطنه
۳- عبدالغفور تګابي – دکورنیو چارو وزیر چې وروسته بیا دهمدې له لاسه ووژل شو.
۴- صاحبزاده عطا ء الحق – دبهرنیو چارو وزیر
۵- صاحبزاده شېرجان – ددربار وزیر .
۶- غلام مجتبی خان – دمالیې وزارت وکیل .
دا دسقاویانوپه لاس جوړه یوه محدوده کابینه وه چې له خپلو بې سوادو او غیرمسلکي ملګرو څخه یې جوړه کړې وه چې ددولت نوم ورته نشو ورکولای بچه سقاو چې کله واک ته ورسېد نو اعلان وکړ او ددولت ټول مالیات ، محصولات او عواید یې معاف کړل او خلکو ته وویل : ځیء لاړشیء خپل ساتېري وکړﺉ مړزان او چرګان وجنګوﺉ .(۴ )
دسقاو نهه میاشتنۍ دورې دکابل ښاریانو ته دسرپه کاسه کې اوبه ورکړې غلا ، خپل سري ، ادارې فساد ، قتصادي ناورین ، بې کاري ، دپیغلو نجونو په زوره ودول او ...... خپل اوج ته رسیدلي وو هرچا به چې څه کول پوښتنه به نه وه هرڅوک به راپورته کېده او ویل به یې ( زه دحبیب الله سره په یوسنګر کې وم ) او چې هرڅه به یې کول چاورته نه نشوای ویلی ، سقاویانو دکابل ټولو ښاریانو ته دکافرو په سترګه کتل او هرڅوک به یې چې لیدل ویل به یې امان الله کافر و او تاسو هم کافران یاست چې له هغه سره مو پدې ښار کې ژوند کاوه ، نهه میاشتي دکابل ښاریانو په ویرې او غم تیرې کړې ترڅو چې سپه سالار نادرخان له خپلو وروڼو سره دپکتیاوالو په مرسته دلوګر له لارې پرکابل راوختل او ارګ یې کلابند او حبیب الله یې له یوشمېر ملګرو سره په دار وخیژاوه پدې توګه سقاوي دوره پای ته ورسېده او نادرخان دچارو واګې په لاس کې واخیستې .
داعلحضرت نادرخان پاچاهي او پرتې ستونزې :
نادرخان چې کله دسقاو واکمنۍ راوپرځوله نو هېواد له یوسخت اقتصادي ناورین سره لاس او ګریوان و په نهو میاشتوکې ددولت خزانه بیخه تشه شوي وه او هیڅ نه و پاتي ، لکه څرنګه نادرخان پخپله ډېر پوه او باتدبیره سړی و کله چې دارګ ماڼۍ ته ورننوت نو قومي مشران یې راټول کړل او هغوی ته یې په یوه وینا کې داسې وویل :
(( زما هیله دهېواد ژغورل و او داهیله مې سرته ورسیده چې هېواد دغلو له منګولو څخه خلاص کړم ، زه دپاچاهۍ لیواله نه یم خو یوه لویه جرګه به راغواړه ترڅو خپل زعیم وټاکو )) ټولو ګډونوالو پدې وخت په یوه غږ نارې کړې چې جرګې ته ضرورت نشته ته پخپله زموږ مشر او پاچا یې پدې توګه نادرخان دافغانستان رسمي پاچا وټاکل شو .
نادرخان دپاچاهۍ په لومړنیو کلونو کې دهېواد دسمونتیا پرلوري ګامونه اوچت کړل او ویران ویجاړ کابل یې له سره ورغاوه هغه ښوونځي ، فابریکې او نور بنسټونه چې دسقاو په دوره کې له کاره لویدلي وو بېرته ورغول شول او په هېواد کې پرتې ستونزې ترډېره بریده له منځه لاړې ، نادرخان سره هم ژوند یاري ونکړه او دیوتن زده کوونکي لخوا دتمانچې ناڅاپي ډز پر ابدي خوب ویده کړ . پای
لمن لیکونه :
۱- (۱) ، (۲) ، (۳) ، (۴) :دافغانستان پرمعاصر تاریخ یوه لنډه کتنه – استاد ابراهیم عطایي.
۲- داسقلال څلورمه جبهه – عبدالخالق اخلاص .
۳- دافغانستان دبهرنیو اړیکو تاریخ – لوډویک اډمیک