مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2005-06-20   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

دپاکستان دوه مخي پاليسې

فضل الرحمن کټوازی
  لیکنه ! فضل الرحمن کټوازی- سیول کوریا

هغه ورځ می ياده ده چه ضياالحق په يوه طياره کي دمينځه ولاړ او مونږبه ورته دافغانستان د سپيڅلی جهاد لوي شهيد نوم ورکولو اوحتی مونږيي عکسونه په خپلو مهمانخانوکي زړولي وو مونږ په دې فکر ووچه پاکستان خو زمونږسره اخلاص لري مونرږته يي پناه راکړې ليکن مونږ خبر نه وو چه دا پنځوس کلن هيواد زما او ستا د پنځه زره کلن هيواد نه پنځم ایالت جوړوې. دجهاد په دوران کي دآی ایس آی هغه په بډو او ډالرو آموخته شوی جنرالان به اوس څنګه په قرار کيني،دوي خو اوس هم په افغانستان کي هم هغه دبزکشي لوبي غواړي لکه څرنګه چه دوي ولوبولې. پرون مي د جلالتماب کرزی صاحب خبري واوريدې په رشتیا هم چه دملي احساساتو نه ډکي وي، خدای دي اوکړي چه دکرزی صاحب دا وينا به زما اوستادا ويده احساس را ويښ کړي او دخپل ګران ټاټوبی دې تاريخي دښمنانو ته به دپخوا پشاني نه هيريدونکي جواب ورکړو. دافغانستان په مقابل کي دپاکستان پالیسي ډیره مبهمه او همیشه دناکامۍ سره مخ شوې، پاکستان ددې ويره لري چه که افغانستان مظبوط شي نودابه دپاکستان لپاره دخطر يو لوي زنګ وي،اوامکان شته چه دپښتونستان تاريخی او دافغانستان د نه بيليدونکي ټوټې مسٌله يوواري بيا راپورته کړي. دڅومره پوري چه دپښتونستان او افغانستان ترمنځ تړون دی نو دايو طبيعي جوړښت دی دطبيعت دا سیسټم به جوړيږي که نن وي که صبا دطبيعت دښمني هيڅوک نشي کولاي.مونږ که یې غواړو او که نه داطبيعت به جوړيږي. لکه څرنګه چه په نړۍ کي بعضي تاريخي جوړښتونواوښودله دلته لوی مثال یې دالمان یووالی دې . هغه درحمان بابا يو شعر دی

هرپيوند دخپل پيوند سره جوړيږي
چا په ونه دانار کی نارنج ليدلی نه دي

 اوس به راشو دپاکستان منافقت ته کله چه ديولسم ستمبر خونړۍ واقعه وشوه ،مشرف دبش په يوه تيليفون دطالبانو د ملاتړ نه لاس په سر شو اوافغانستان یې دهمیش لپاره دلاسه ورکړو هغه افغانستان چه هره ورځ به حميد ګل په کندهار کي ناست وواو ملاصاحب عمر خان ته به یې مشورې ورکولې. دلته به زه تاسي ته يوه ډيره جالبه قصه وکړم،په 1997 کي مي غوښتل دروسيي له لاري خارج ته ولاړ شم،کله چه ماسکو ته ولاړم هلته دوطن لپاره يو خدایی احساس راسره پيدا شو او خپل دې احساس چه زه هم دوطن نه ځم څوک به وطن ته خدمت کوي واپس شوم دترکمانستان له لاری هرات او کندهار ته راغلم،ږیره مي نه وه په پټه دکندهار څخه په فلانګ کوچ کي دکوټي په لور راروان شوم له ماسره په موټر کي پنځه پاکستانیان هم راروان دي کله چه دافغانستان او پاکستان سرحدي پوستې ته راورسيدو هلته پاکستاني مليشې زمونږد بکسونواودافغانانو څخه تلاشي واخسته ،البته ددې پنځو کسانو څخه هيڅ تلاشي ونشوه زه هم حيران شوم چه ولي ددوی تلاشي وانخستل شوه. په لاره راروان وو له يوه نه ماپوښتنه په اردو ژبه کي وکړه چه تاسي په اصل کي دکوم ځای څخه یې هغه راته ووييل چه زما تعلق د کراچی سره دی او زه په اصل کی دپاکستان وګړی برمي يم نوموړی ووييل چه مونږ څو ورځی مخکی د ملا سره وولیدل او امیرالمومنین ملا عمرراسره ژمنه وکړه چه يوه ورځ به زه تاسی ته برما هم آزاده وم ولي چه ملا صاحب خو افغانستان ازاد کړې وو. کله چه امریکا په طالبانو حمله شروع کړه په هغه وخت کی ملا صوفی محمد چه دملاکند دسيمی څخه یی يو لوي فوځ دپاکستان داردو په اشاره جوړ ترڅو دبی دوپنځوس سره مقابله ووکړی او دپاکستان په مطبوعاتو کی به هم هره ورځ دنوموړی ددی غشتلی فوځ یادونی کيدی. چا تبرونه او چاتوری راخستی وی،ترڅو دامريکا سره جهاد ووکړی او شکست ورکړی،کله چه هلته یی زور ووليد نو ملا صوفی محمد هغه غريبان چه دپاکستان دبد نام زمانه استخباراتی شبکی په وينا یی هلته بيولی وو،هغه یی په ميدان پريښودل او خپله دخوست دلاری پټ په پټه پاکستان ته را واوړيدو چه اوس دپاکستان په قول په بندی خانه کی ده. کله چه زه په پاکستان کی وم نو هلته که تاسی ليدلی وی دپاکستان په هره کوڅه کی به دملاکنډ او باجوړ نه تعلق لرونکی غریب خلک دبوټونو پالیش کوی او په کلونو کلونو به دپاکستان دپنجاب او کراچی په شهرونو کی دهجرت شپی او ورځی تيره وی. يوه ورځ دبوتونو دپاليش کولو لپاره دپوهنتون نه راووتلم هلته می يو پشتون ووليد هغه ته می بوټونه ورکړه له هغه سره کيناستم هغه راته وويل چه زه دملاکنډدايجنسی سره تعلق لرم ماورڅخه دملاصوفی محمد په باره کی پوشتنه وکړه هغه راته وویل چه هغه يو ډير غريب کس وو چه په کور کی یی ديوه سايکل هم درک نه لګيدواوس یی اولادونه په پجارو موټرو کی ګرزی او ډير دولت یی پيداکړی. پاکستان داسلام لپاره ډيرشه ټيکداران تربيه کړی او هرځای چه یی ملی ګټی وی هلته یی استعمالوی،داټيکه داران په خپله يا دخپلو اولادونو له لاری جهاد نه کوی بلکه هغه چاته تربيه ورکوی څوک چه دشعورنه خالی وی زما مطلب د نالوستو کسانو نه ده هغوی ته وایی چه ورشی په افغانستان کی کفار راغلی ورسره جهاد ووکړی. ولی چه دا نالوستی کسان خو ډيرزر ددوي په ناولو لومو کی حصاريږی اوداکسان خو ددوي نه داسوال هم نشی کولای چه ای داسلام ټيکداره خپل زوي ياورور دی هم له ماسره جهاد ته وليږه. دملا صاحب صوفی محمد افغانستان ته دجهاد لپاره دليږلو لوي مقصد داوو چه هلته دا قبایل دامريکایانو په طيارو وووژنی او دافغانستان سره دقبایلودهميش لپاره دشمنی پيداکړی. د بعضی مزدورانو په واسطه یی څو ورځی مخکی دافغانستان ديوه بااحساسه او په وطن مينه عالم شهيد مولوی فياض اوشهيد خاکريزوال سره نورډير افغانان شهيدان کړل ددی تروريستی پیښی نه دوه ورځی مخکی می د پاکستان داسلام دلوي ټيکدار ملا فضل الرحمن خبری د خیبر تلويزيون له لاری واوریدی چه نوموړی په فلسطين،عراق،چيچنیا اوافغانستان کی ځانمرګی بريدونه روا بللی خو نوموړی دکشمير نوم وانخستو ولی هسی نه چه بهایی پری خفه شی او دهندپه مقابل کی یی دخپل حکومت پالیسی ته نقصان ونه رسی. يو وخت به یی فتوی ورکولی چه دهند سره جهاد افضل جهاد دی ليکن اوس شاغلی ملا دخپلو بادارانو په امر هند ته رسمی سفرونه کوی اوهلته په دوه اړخيزه خبرو تجارت اودکلتوری اړيکوپه لا پراختیا زورراوړی. دوه ورځی مخکی می دنړيوالو مطبوعاتو نه په امریکا کی ددوو پاکستانی تروريستانو دنيولو خبرواوریدو او بيامو واوریدل چه زوي او پلار دواړو دراولپندی په شار چه دپاکستان دپلازمينی اسلام اباد سره څنګ په څنګ پروت شاردی په تروريستی کيمپ کی د روزلو انکشاف کړی چه يوواری بيایی دنړيوالو پام راجلب کړو.نوموړی دا هم زياته کړی چه دامرکز دملا فضل الرحمن په سرپرستی کی چليږی،دا هغه انکشاف دی چه بايد اوس پری هر کس ځان پری غوږونه خلاص کړی. دوهم انکشاف چه کشميری بيلتون غوشتونکی رهبر لخوا چه په دا تيرو ورځوکی دپاکستان په سفر بوخت وو ووشو نوموړی زیاته کړی چه ماته به تريننګ د پاکستان داطلاعاتو اوکلتور دوزير شيخ رشيد احمد په کور چه په لال حویلی شهرت لری راکړل شوی. ددی نه اوس په ډيره جوته توګه څرګنديږی چه پاکستان دافغانستان په مقابل کی خپلی دوه مخی پاليسی ته دوام ورکوی. يو طرفته اعلان کوی چه پاکستان دتروريزم په مقابل کی لومړی خط دی بل طرفته په پټه دپاکستان داردو په مرکزونو کی خلک روزی او افغانستان ته يي دتروريستی عملياتو په سلسله کی راليږی. نوموړی هيواد دمنافقت په همدی پاليسی تراوسه پوری ددنيا ابر قدرتونه هم غولولی اوس بايد دنيا په دی پوه شی چه شمالی کوريااو ايران باندی چا اتمی مواد په پټه ووپلورل. دا د پاکستان داتمی سلاوو د خالق قدیر خان شخصی کارنه وو، سوال نه پيدا کيږی چه قدير خان دی بی د پاکستان دجاسوسی اداری او فوځ د صلاح مشوری دا سی کارووکړی. هغه بله ورځ می چه د پاکستان ديوه شخصی تلويزيون نه دملا عثمانی مرکه واوريده ډير پری حيران شوم، ولی چه د پاکستان استخبارات دنوموړی لټون نشی کولای يو شخصی تلويزيون دنوموړی سره وينی چه ټولی نړی ته دپاکستان دمنافقت يو لوي ثبوت وړاندی کوی. نورنو قضاوت په تاسی چه دتروريزم اصيله مور څوک ده؟

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery