دخپریدو نیټه : 2009-12-14 مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا
محاسن الاسلام (۳۵)برخه،په اسلام کښی دهمسایه حقوق
محاسن الاسلام (۳۵)برخه،په اسلام کښی دهمسایه حقوق
علامه محمدمعين الدين ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته،
بســـــــــم الـــــــلَّـــــه الـــــــرحــــمن الرحـــــیم
محترمووروڼوپه تېره برخه کښي دهمسایه ګانودحقوقوله جملې څخه درې حقونه مادرته بيان کړل اوس په دې برخه کښي ویوې بلی برخی ته دحقوقودهمسایه ګانوځيرسۍ، .
څلورم حق، (ولايَنْظُرفي داره بغيرِاِذْنهِ)
يعني يوهمسايه به دبل همسایه په سراۍ کښي بې له اذنه اواجازې دده څخه خپل نظرنه اچوي، دهمسايه وسراۍ ته به بې اجازې نه ګوري،.
محترمووروڼو ديوچاکورچي په کومه محله اوکلي کښي وي نودده دکور وهرطرف ته ترڅلويښتوکورو پوري دده همسايګان بلل کیږی اودَيْ ئې بايددحقوقومراعت وکړي، مطلب دا چي دده دکورپه شمال کښي ترڅلويښتم کوره پوري دده همسايګان بلل کيږي،دارنګه دده دکورپه جنوب کښي،دارنګه دده دکور په شرق اوپه غرب کښي،
همدغه ډول امام زهري ديومبارک حديث په تفسيرکښي ذکرکړيدي اودارنګه په احياءالعلوم کښی اودارنګه په شرعة اوپه شرح دشرعة الاسلام کښي مذکور دي،
پنځم حق، (ومن اکرامه ان يلطف ولده،ویغسل وجهه،ویدهن رأسه ،ويمسح علی رأسه مسحة )
يعني اوبعضي له اکرام اوله حقوقوڅخه دهمسايه دادۍچي که دهمسایه کوچني ماشوم دبل همسايه وکورته ورغلۍنولطف اونرمی به ورسره کوي اونازوي بې او په شفقت سره بې مخ ورپریولی اوسربې په تېلوياپه غوړو وغوړ ه وي او پرسرباندي بې دشفقت اودرحمت له وجي خپل لاس ور تېروي،.
شپږم حق،( ولایحقر مايهدي الیه جاره)
يعنی شپږم حق دهمسايتوب دادۍ چي که يو همسايه وبل همسايه ته يو شۍ که لږ شۍ وي او که ډېر په هديه او په تحفه کښی ور وه لېږي نو دَیْ بايد دخپل همسايه ورور دغه تحفه خواره اوسپکه ونه ګڼی بلکه په ډېره درنه سترګه يې بايد قبوله کړي ،
اوم حق ، (ويلقی الجاربوجه طلق )
يعنی اوم حق دهمسايتوب دادۍ چي کله چی يو همسايه له بل همسايه سره ملاقات کوي نوبايد په خندا ، خوشحاله اوپراخ تندی ورسره مخامخ کيږي ،
اتم حق ،(ويغترف له من مرقته غرفة )
مطلب دا چي اتم حق دهمسايتوب دادۍ چي که ديوه همسايه په کور کښی کټو باندی سوې وي اود ده دهمسايه په کورکښی نه وي باندی سوې نودَۍ بايد له خپلی کټوي څخه دخپل دغه همسايه ورور وکورته يوڅه ښوروا ور ولېږي ، حضرت ابو زر رضی الله عنه فرمايلی دي چي وصيت وکړ وماته خليل ځما يعنی رسول عليه السلام چي کله کټو پخوې نو وښوروا ته اوبه ور ډيري کړه بيا په خپلو ځنو همسايګانو کښی وګوره يعنی د دې دپاره چي دچا کره کټو نه ده باندی سوې بيا وهغه کورته له خپلی ښوروا څخه يو څه ښور وا ور ولېږه ،
شرح شرعة الاسلام صفحه ۴۳۱
والسلام ومن الله التوفيق
په دې اړه نوربيا. . .