دخپریدو نیټه : 2009-12-14 مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا
محاسن الاسلام (۳۶)برخه،په اسلام کښی دهمسایه حقوق
علامه محمدمعين الدين ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته،
محاسن الاسلام (۳۶)برخه،په اسلام کښی دهمسایه حقوق
علامه محمدمعين الدين ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته،
بســـــــــم الـــــــلَّـــــه الـــــــرحــــمن الرحـــــیم
محترمواسلامی وروڼوپه تېرودووبرخوکښي دهمسايه توب اته حقونه مادرته بيان کړل او اوس يې يوه بله برخه درته بيانوم :،
نهم حق،( ويقرضُه اذا اِسْتَقرضه)يعني دهمسايه نهم حق دادۍ چي که چيری اړاومحتاج وو اوله تاڅخه يې په قرض پيسې وغوښتلې نوپه قرض به پيسې ورکوې اومنعه به نه ورته
کو ي،.
لسم حق، (ويعوده اذامرِض)
يعني لسم حق دهمسايتوب دادۍ چي که يو همسايه مريض اوناجوړه سي نو همسايه ګان به دده وپوښتني ته ورځي او تسله به ورکوي اودلآسايې بې کوي،.
يوولسم حق، (ويغيثه اذا اِستغاثه)
يعني يوولسم حق دهمسايتوب دادۍ چي که يوهمسايه وبل همسايه ته په يوه مشکل کښي فریاد وکوي نودَيْ بې فرياداوري اوکومک به ورسره کوي،.
دوولسم حق، (ويعزیه عن مصيبته اذا اصابته مصيبة)
يعني دوولسم حق دهمسايه توب دادۍ چي که يوه همسايه ته يومصيبت ورورسيږي دمثال په ډول په کورکښي يې يوڅوک مړسي نونورهمسایه ګان به له ده سره په دغه مصيبت کښي غم شريکي کوي او وده ته به ډاډ ورکوي،.
رسول عليه السلام فرمايلي دي چي ، نسته هيڅ مومن چي تسله ورکوی او ډاډ ورکوي دَيْ وديني ورور خپل ته په سبب دمصيبت دهغه مګروابه غونځی الله پاک په دغه مومن دقيامت په ورځ کښي جامه له جاموڅخه دکرامت اودعزت، .
دريالسم حق، (ويُهَنيه لخیراصابه)
يعني دريالسم حق دهمسايه توب دادۍ چي که ويوه همسايه ته يوقسم خيرنيکي اوخوشحالي حاصله سي مثلاً ځوۍ يې پیداسي اوياواده وکوي نوهمسايه ګان دده به دده په خوشحالي سره خوشحاله کيږي اوومبارکۍ ته به ورځي اوپه خوشحالي کښي به ګډون ورسره کوي، .
څوارلسم حق، (ويحفظ في غيبته اهله ومنزله ولا يخونه في اهل بيته)
يعني څوارلسم حق دهمسايه توب دادۍچي که يوهمسايه له کورڅخه په سفرولاړسي نوکه یې همسا يه ګانوته ويلی وی چي زماپرکورفهم اوفکردرسره کوۍ اوکه يې نه وي ويلي په هرصورت کښي دده همسايګان بایددده پرکوراوپرکورنۍ باندي نګراني کوي اوبايد دده دکورحفاظت اوساتنه کوي اوله ده سره بايددده په غياب کښي دده داهل بيت په باره کښي هيڅ قسم خيانت ونکړي، .
داسلام پیغمبر صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي چي دهمسايه ښځه پر همسايه باندي دده دمورپه ډول حرامه ده .
کذافی شرح الشرعة .
والسلام ومن الله التوفيق
په دې اړه نوربيا. . .