دخپریدو نیټه : 2009-12-15 مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا
محاسن الاسلام(۳۷)برخه،په اسلام کښی دهمسایه حقوق،
علامه محمدمعين الدين ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته،
محاسن الاسلام(۳۷)برخه،په اسلام کښی دهمسایه حقوق،
علامه محمدمعين الدين ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته،
بســـــــــم الـــــــلَّـــــه الـــــــرحــــمن الرحـــــیم
محترمواسلامي وروڼو په تېروبرخوکښي ماوتاسوته دهمسایګانوڅوارلس حقونه بیان کړل په دې برخه کښي ځيني نورحقوق دهمسايګانودرته بيانوم، .
پنځلسم حق، (ولايطول بناءَه عليه لیحجرعنه الریح الامن طيب نفسه)
يعني دهمسايتوب پنځلسم حق دادۍچي يوهمسایه به دخپل سراۍدیوالونه اوبنا دبل همسایه ترسراۍ اوبنانه لوړه وي ځکه چي ددې ادنی تاوان دادۍ چي د دغه همسايه له کورڅخه باداوهوابنديږي، مګرپه هغه صورت کښي چي د غه بل همسايه وده ته دبنا دلوړوالی اجازه ورکړي نوبيا کولاۍ سي چي خپله بنالوړه کړي،،، .
شپاړسم حق، (ويهدی له من فاکهة یشتریهااولا والا فیدخلها بیته سرا ولايخرج بهاولده لیغیظ بهاولدجاره)
يعني شپاړسم حق دهمسايتوب دادۍ چي يوهمسايه به دبل همسايه ترداسي حده پوري مراعت کوی چي که وبازارته نویې مېوه راغلې وي اودَیْ یې رانيسي اوکورته یې راوړي اودده همسايه ترهمدغه وخته پوری دغه مېوه وکورته نه وي راوړې نودَيْ بايدياله دغی مېوې څخه يوڅه دهمدغه همسایه کره ورولېږي اوکه یې قصددورلېږلونه وي کړۍ نوبیاباید دغه مېوه پټه وکورته يوسي اودده کوچنيان بايددغه مېوه دباندي راونه باسي چي بیايې دده دهمسايه ماشومان وويني اوبياهغه وخپل موراوپلارته په ژړاسی اودغه مېوه ورڅخه غواړي،،.
اولسم حق، (واذاباع داره عرضهاعلی جاره ان کان حاضرا اوینتظربهاان کان غائبا ولایبیعهااجنبیاالاباذنه ورضاه)
يعني اولسم حق دهسایتوب دادۍ چی که يوه همسايه وخپل سراۍته دخرڅېدو اراده وکړه نواول به وخپل همسايه ته وايې چي زه دغه خپل سراۍ خرڅوم که يې ته رانيسي نوستادۍ اوکه يې همسايه فی الحاله حاضرنه ؤنوبيابه تر هغه پوري انتظارورته کوی چي همسايه يې حاضريږي او پراجنبی سړی باندي بې هلته خرڅوی چی دده دهمسایه خوښه وي يعني په هغه وخت کښي چي دده همسايه دغه سراۍ نه رانيسي اودغه اجنبي سړي هم. دده دهمسايګانوپه باب کښي ضررناک نه وي،،
اتلسم حق ، (ولایمنع جاره ان یغرض خشبة في جدارداره ولایمنع الجارمرافق بيته نحوالماء والملح والخميرة)
يعني اتلسم حق دهمسایتوب دادۍ چي که يوهمسايه دبل همسایه د سراۍ په ديوال کښي میخ یامیږوَي ديوضررت په خاطرټک وهي اوله ده څخه اجازه وغواړي نودلطف اودکرم له لاری دَيْ بایداجازه ورکړي که چیري ودته ضررنه وواودارنګه یوهمسایه بايددبل همسايه مرافق دکور منع نه کړی مرافق دکورلکه اوبه مالګه خميره ،،مثلاديوه همسايه دکوریوڅوک دبل همسایه کره ورغۍ اوورته وې ویل چی يوڅه اوبه راکړه یايوڅه مالګه راکړه یایوڅه خمیره راکړه نودی يې بایدورڅخه منع نه کړي،.
نولسم حق، (ویغتنم جوارالمسلم الصالح ففی الحدیث، ان الله لیدفع بالمسلم الصالح عن مأة الف بيت من جيرانه البلاءَ)
يعني نولسم حق دهمسایتوب دادۍ چي که دیوچاهمسايه نیک عمله اوصالح مسلمان وي نودهغه همسایتوب بایدغنيت وګڼي اوبايدزیات توقير،احترام اوقدریې کوي ځکه چي په حديث شريف کښي راغلي دي چي،ديوه صالح مسلمان په برکت سره الله جل جلاله له زروکوروڅخه دهمسايګانو افت ،بلااومصيبت دفع کوي،،.
والسلام ومن الله التوفيق
په دې اړه نوربيا. . . ،