محمد معصوم هوتك، كاناډا
د علامه حبيب الله كندهاري ( حبو اخندزاده) د درنې كورنۍ پر آسمان تر ټولو روڼ او ځلاند ستورى ارواښاد علامه پوهاند عبدالحى حبيبي دى چې زموږ د هېواد د معاصر فرهنګي بهير د "سرلاري" وياړ يې ګټلى دى.
علامه عبدالحى حبيبي د عبدالحق اخوندزاده زوى د عبدالرحيم اخوندزاده شهيد لمسى د علامه حبيب الله كندهاري كړوسى د ملا فيض الله كاكړ كوسى او د ملا بابړ مدرس كودى دى، چې د 1328هـ ق كال د ربيع الثاني پر 17 د پنجشنبې په ورځ ( مى 1910م) د كندهار ښار د باميزو په كوڅه كې زېږېدلى و. د عبدالحق اخندزاده درې اولادونه پاته سوي دي. مشر زوى يې عبدالباقي نومېدى چې په ځواني كې د استسقا په ناروغۍ مړ سوى دى. علامه عبدالحى حبيبي يې دوهم زوى او يوه لور يې (بي بي صاحبه) وه ( بي بي صاحبه د كندهار د منلي علمي شخصيت ارواښاد محمدرسول پښتون باركزي ( 1279- 1361ل) مېرمن وه. د افغانستان د علومو اكاډمۍ غړى او د هېواد هنرمند خطاط او څېړونكي ښاغلي نصير هنر پښتون ددغې پښتنې مېرمنې زوى دى ) چې روزنه يې مور پر غاړه اخيستې وه. علامه مرحوم لـه وړكيني څخه د علم او پوهي لېوال و. دده د وړكيني زمانه د اعليحضرت امير امان الله خان لـه روښانه دورې سره برابره وه او په دغه روښانه دوره كې چې كندهار ته هم د پوهې او معارف لمن اوږده سوه، ښوونځي او مكاتب جوړ سول. علامه يې لـه لومړنيو
زده كوونكو څـخه و او پـه (1299ل) د كندهار په مكتب تجار كې
شامل سو چې لـه فارغېدو وروسته يې (1304ل ) په پنځلس كلنۍ كې د كندهار په يوه لومړني ښوونځي كې د ښوونكي په توګه وظيفه وموندله. علامه مرحوم پر ښوونځي سربېره د خپلې كورنۍ په علمي محيط كې هم درس وايه او خپل د اكا زوى مولوي عبدالواسع اخندزاده شهيد (1308ل ) ته پر درس كښېنوست. علامه مرحوم وروسته ليكي " ... از پدر جز چند كتاب و كلكسيون هاى جرايد سراج الاخبار ( كابل ) و حبل المتين
( كلكته) و كتب مرحوم محمود طرزى مدير ( سراج الاخبار ) كه در كابل طبع شده بود چيزى دېر بارث نبردم. مثنوى مولوى بلخى و ديوان خواجه حافظ شيرازى و گلستان و بوستان شيخ سعدى از كتابهاى بود كه در همان سن طفوليت چشم من به آن آشنا شده بود. هڼاميكه در مكتب ابتدايى درس ميخواندم كتاب ابتدايى صرف و نحو عربى و رياضى و هيات و فقه و اصول فقه و منطق مير و مبادى بلاغت و عروض و قافيه را از عمزاده خود مرحوم مولوى عبدالواسع شيهد فراگرفتم... وى در تدريس راه خاص و اسلوب مستقيم و كوتاهى داشت و مرا در يكسال به مبادى آشنا ساخت." ( ژوندون مجله. شماره اسد، 1361ش) علامه مرحوم د خپلو استادانو په لړ كې د مولوي ابو الوفا كندهاري ( 1975 مړ ) نوم اخلي او ليكي چې دغه مولوي مرحوم د دوى په كورني مسجد كې اوسېدى او ده ورڅخه " ادبيات او د قرات علم او هغه كتابونه و لوستل چې منتهيان يې لولي". علامه حبيبي مرحوم د احاديثو په علم كې مولوي عبدالواسع او مولوي ابوالوفا دواړه د ځـان اسـتادان بـولي. ( هماغه مجله ) دغه راز د خپل ژوند پـه وروستي اثر " جنبش مشروطيت در افغانستان" كې ارواښاد شهيد عبدالرحمٰن خان لودين هم په خپلو استادانو كې شمېري (جنبش مشروطيت... 65مخ- چاپ 1999) دغه راز يې په استادانو كې د حجت الاسلام شيخ محمدطاهر كندهاري نوم هم ياد سوى دى. ( افغاني شمه- 55 مخ ) لـه خپلو استادانو څخه د درس لوستلو تر څنـګ يې د كابل د نويو ښوونځيو مضامين لكه جغرافيا و طبيعيات و حساب او نور هم مطالعه كول، دى ليكي " در همين هڼام كه درپيچ و خم صغرى و كبرى منطق و اشكال اقليدس و جازولا يجوز در حجرات مساجد و مدارس قديم سرگردان بودم. جغرافيا و طبيعيات و حساب مكاتب جديد كابل را هم مطالعه كردم و سراج الاخبار و جبل المتين را ميخواندم، بالاخره از كاوه و ايرانشهر و ارمغان و ا لهلال سودها بردمى و حظها اندوختمى..." (هماغه مجله)
علامه مرحوم په 17 كلنۍ كې (1306ل ) د طلوع افغان جريدې د مرستيال په توګه و ټاكل سو او څلور كاله وروسته د هماغې جريدې مديرۍ ته ورسېد. په همدغه وخت كې يې انګرېزي او اُردو ژبې تر يوې اندازې زده كړلې، دومره چې ددغو دواړو ژبو كتابونه په و لوستلاى سي. ( علامه مرحوم په اُردو ژبه د ترجمې صلاحيت درلود او د ( چهار مقاله بر فردوسى و شاهنامه) نومى كتاب يې لـه اُردو څخه په پارسي ژباړلى دى. دا كتاب د هندوستان پښتانه پروفيسر مرحوم محمودخان شېراني په اُردو ليكلى او زموږ لوى اُستاد هغه په پارسي اړولى دى. پارسي ترجمه يې د لوى اُستاد لـه سريزې او تحشيې سره د بيهقي د كتاب خپرولو موْسسې لـه خوا په 1355 ل كال په كابل كې خپره سوې ده) اُستاد ليكي چې د تاريخي څېړنې او پلټنې روش يې لـه
(Combridge history of india) او جرجي زيدان او شبلي نعماني او سيد سليمان ندوي په شان د مصري او هندي فاضلانو لـه ليكنو څخه او د برلين لـه كاوه جريدې او د علامه محمد قزويني لـه ارزښتناكو آثارو څخه زده كړى دى. ( هماغه مجله )
علامه مرحوم نهه كاله د طلوع افغان اخبار په پښتو ژبه وچلاوه. په دغه نهه كلنه موده كې اُستاد د پښتو ژبې او ادب پر ډګر پاخه بنسټونه كښېښوول چې وروسته به پر و ږغېږو. په 1319ل كال چې په كابل كې پښتو ټولنه تاسيس سوه. علامه حبيبي مرحوم يې د رئيس په توګه و ټاكل سو او پر څنـګ يې د مطبوعاتو د مستقل رياست د مرستيالۍ وظيفه هم پر غاړه اخيستې وه. يو كال وروسته د معارفو په وزارت كې د مشاور (سلاكار) په توګه و ټاكل سو او درې كاله وروسته يې په هېواد كې د لومړي ځل لـه پاره د ادبياتو پوهنځي تاسيس كړ (1323ل ) چې په پوهنځي كې يې د پښتو د ادبياتو د تاريخ تدريس په خپله كاوه. دوه كاله وروسته كندهار ته د معارفو د رئيس په توګه ولېږل سو (1325ل). پر 1326ل كال لـه علمي او فرهنګي وظيفو څخه ګوښه كړه سو او په چمن كې د افغاني سوداګرو د " وكيل التجاره" په توګه يې كار پيل كړ. پر 1327ل د كندهار خلكو په غيابت كې د هېواد پارلمان ( د ملي شورا اوومي دورې ) ته د خپل نماينده په توګه وټاكه ( د ښاغلي عبدالرحيم هاتف د خولې خبره ده چې وايي " هغه وخت يوازي په كابل كښې انتخابات په صندوق او كاغذ او پټو عامه رايو وسوه نور چېري خصوصًا په كندهار كښې د مشرانو په مجمع كښې د يوه كاغذ پر مخ به هر چا خپل نظر امضا كاوه. هغه پاڼه به د وثيقې ضميمه مركز ته استول كېدله. كله چې حاجي اختر محمدخان باركزي خپل لاسليك كاوه تر هغه وړاندي يې د تائيد په غرض هغه بيت چې د مولانا جلال الدين محمد بلخي په ستاينه كښې ويل سوى و، وكيښ چي وايي : " من چه گويم وصف آن عاليجناب- نيست پيغمبر ولى دارد كتاب" ( افغاني شمله- 64مخ) حاجي اخترمحمدخان باركزي د كندهار يو معزز سپين ږيرى و. د ده په نامه يو جامع مسجد هم سته ) درې كاله يې د هېواد په ملي شورا كې لـه نورو ملي مبارزينو سره څنـګ پر څنـګ په هېواد كې د عدالت او مساوات لـه پاره فعاليت وكړ او د همدغو مبارزو لـه امله په 1330ل كال لـه هېواد څخه وتلو ته مجبور كړه سو. لس كاله يې په پاكستان كې د هجرت ترخې شپې تېرې كړې " ښاغلي اجمل خټك د علامه مرحوم پر قبر څو تاريخي خبرې وكړې چې زه (هوتك) يې شاهد وم. ده وويل چې " دا موقع نه بيا ماته ميلاوېږي او نه يې تاسي موندلې شئ... فكر وكړئ د افغانستان لـه حكمرانانو نه خپه راغلى و د پاكستان حكمرانانو ورته د سرو او سپينو فرشونه جوړول، دده په وياړ يې جشن جوړ كړ لېكن تاريخ ګواه دى، د پېښور مددخان جومات ګواه دى، د پېښور محب وطن ولسونه ګواه دي چې حكومت زور وكړ چې دده په خوله يو لفظ د افغانستان خلاف وباسي. ده د افغانستان پر ضد يو لفظ هم د خولې نه ونه يوست. زه يې ګواه يم، زه ورسره سكرټر وم د حكومت لـه خوا ورسره موْظف وم ده ويلي وو چې ما سره دى ولېږئ نو هم هلته يې ده ته هر څه وركول. خو ده د خپلې خاورې او خپل قوم خلاف يوه خبره ونه كړه. دا يو بېل باب دى. پر دې بندي سو، په دې ووهل سو، په دې و رټل سو خو هغه يې ونه كړه." ( افغاني شمله- 132- 133مخونه). پر 1341ل كال بېرته هېواد ته راستون سو او خپلو علمي او تحقيقي فعاليتونو ته يې دوام وركړ. په 1344ل كال يې د كابل پوهنتون لـه خوا د پوهاندۍ عليم رتبه تر لاسه كړه. ورپسې د انجمن تاريخ د موْسسې رئيس وټاكل سو (1345ل ) تر دې وروسته يې د صدرات د فرهنګي سلاكار او وروسته د اطلاعاتو او كلتور وزارت د فرهنګي مشاور په توګه وظايف درلودل او دغې وظيفې يې تر مړينې ادامه وموندله.
علامه مرحوم د خپل څه دپاسه نيمه پېړۍ فرهنګي فعاليت په ترڅ كې خورا ډېرې نوښتګرې هڅې كړې دي. په معاصر فرهنګي ډګر كې تر ټولو زيات پر كار عالـم و. د ګوتو د ستړيا كلمه يې د ژوند په قاموس كې نه وه او د همدغې پركارۍ محصول يې دده تر قد واوښت. كله چې د مرګ پر بستر پروت و او معالج ډاكټر ورته د بشپړ استراحت، لږ خوراك، لږ حركت او لږ مطالعې توصيه كوله، ده په ځواب كې ورته ويلي وه " ... آخر حضرت ملك الموت ته په انتظار كښېنم؟... په رښتيا چې د ملك الموت پذيرايي سخته ده."
( د اُستاد ياد- د مقالو مجموعه- 195مخ كابل- 1364ل) وايي چې علامه مرحوم تر وفات يوه ورځ مخكې يو عربي شعر په پښتو ترجمه كړ. علامه مرحوم په نړيواله سطح يو پېژندل سوى عالـم و. د يونسكو د نړيوالې موْسسې نښان يې د كور پر دروازه نصب سوى و چې دا وياړ د هېواد د بل پوه په برخه نه و.
علامه حبيبي مرحوم د پښتو او پاړسي فرهنـګ دغه لاندي برخې د لومړي ځل لـه پاره پيل كړې دي :
- لومړى پښتو اخبار ليكنه دده په لاس پيل سوه.
دا اخبار د كندهار طلوع افغان و چې په 1300ل كې د ارواښاد مولوي صالح محمد هوتك (1339ل مړ) په لاس تاسيس سو. په لومړي سر كې يې په پاړسي او پښتو دواړو نشرات كول خو په 1310ل كې د علامه حبيبي مرحوم لـه خوا ټول په پښتو واړول سو او په دې ډول په هېواد كې د لومړني بشپړ پښتو اخبار تاداو كښېښوول سو.
- د پښتو ادب تاريخليكنه ده پيل كړه.
د پښتو ادب تاريخليكنې لومړۍگ خښته د علامه مرحوم په لاس په طلوع افغان كې د " تاريخچه شعر پشتو" تر نامه لاندي په 1314ل كال كښېښووله سوه. دا اثر يې په پاړسي ژبه ليكلى دى چې وروسته يې بيا د همدې موضوع په باب د " تاريخچه شعر پښتو" په دوام د پښتو ادبياتو تاريخ څلور ټوكه وليكل او لومړى ټوك يې د 1325ل كال ليكنه ده. ښاغلى سرمحقق زلمى هېوادمل ليكي چې " اُستاد حبيبي نه يوازې په افغانستان كې د پښتو ادبي تاريخليكنې بنسټ ايښوونكى دى بلكه د پښتنو په نورو فرهنګي حوزو لكه پېښور او كوټه كښې هم تر ده دمخه چا ادبي تاريخ ليكلو ته اقدام نه و كړى." ( افغاني شمله- 84 مخ )
_ د پښتو ژبې لرغوني متون وار د واره په قلم په انتقادي توګه تهيه او خپاره سول. په دې برخه كې د علامه مرحوم لومړنى كار
( د خوشحال خان خټك مرغلري ) دي چې په 1317ل كال يې لـه كندهاره خپور كړ. او ورپسې يې د عبدالقادر خان خټك دېوان ( تله- 1317ل لـه كندهاره )، لوى احمدشاه بابا ( 1319ل
له كابله)، پټه خزانه (1323ل لـه كابله)، تذكرۍالاولياء ( لـه كابله)،
سواتنامه ( 1358ل لـه كابله) خپاره كړل. د پښتو آثارو د انتقادي متون د برابرولو په برخه كې د ځينو ختيځ پوهانو لـه خورو ورو كارونو څخه وروسته په منظم او پرله پېيلې توګه لومړى ګام د پښتنو په ټولو فرهنګي حوزو كې تر علامه مرحوم وړاندي چا نه دى كړى.
_ د روښاني ادب سيسټماټيكه څېړنه په افغانستان كې اول وار ده پيل كړه.
دا څېړنه د پښتو ادبياتو تاريخ لـه دوهم ټوك سره مله ده چې په 1342ل (1963ع) كې په كابل كې چاپ سوه. د روښاني غورځنـګ په باب د پښتونخوا يو بل فاضل حافظ محمدعبدالقدوس د خيرالبيان د لومړي چاپ (1967ع) په سريزه كې خورا ګټوره، عالمانه څېړنه كړې ده ( 92مخه ) او ارواښاد مولانا عبدالقادر د همدې چاپ په پيل كې وايي چې " د خيرالبيان د دريافت نه څه زمانه مخكښې فاضل مولوي عبدالقدوس د بايزيد روښان په حقله د پښتو اكېډمۍ په مجله كښې ښه محققانه مضامين شايع كړي وو"، خو علامه حبيبي په افغانستان كې دا لومړى شخص دى چې د روښاني تحريك لـه ژورې مطالعې او څېړنې وروسته يې د دغه غورځنـګ سياسيتوب مدلل كړ. پخوا داسې فكر كېده او اوس هم يو شمېر كسان په دې عقيده دي چې روښاني غورځنـګ يوازي يو مذهبي تحريك و چې وروسته يې سياسي بڼه واخيستله. علامه مرحوم دا ثابته كړه چې دا تحريك لـه لويه سره سياسي و او پر يوه واحد مركز باندې د پښتنو د را غونډېدلو او لـه مغولو سره د هغوى د مبارزو د منسجمولو په نيامت پيل سوى و.
_ د خوشحال پېژندني لومړۍ خښته دده په لاس كښېښووله سوه. د خوشحال خان خټك په باب ابتدايي خبري لـه سراج الاخبار څخه مولوي غلام محى الدين افغان پيل او ارواښاد امين الله خان زمريالي ورپسې په 1315ل كال تعقيب كړې. خو علامه حبيبي د خوشحال پېژندني تاداو په 1314ل كال په تاريخچه پښتو كې ايښى و او د ښاغلي سرمحقق هېوادمل صاحب د وينا لـه مخې " استاد دا كارونه په تاريخچه پښتو كې په ابتدايي ډول پيل كړل، د خوشحال مرغلرې او د عبدالقادر خټك دېوان په مقدمه كې يې پسې وپالل، په " تاريخچه سبكهاى اشعار پشتو، پښتانه شعراء لومړي ټوك، د پښتو ادبياتو تاريخ دويم جزء ( د ادبياتو پوهنځي د پښتو څانګې د دوهم صنف لـه پاره )،
د خوشحال د جهاندارۍ نظريه نومي اثر كې يې ورته انكشاف وركړ، د خوشحال د سواتنامې ( د 1358ل كال چاپ) د چاپ ته برابرولو او د خوشحال بابا درې سوم تلين لـه پاره د خوشحالپوهنې سره خپله مينه اثبات ته ورسوله".
(افغاني شمله- 86مخ )
( نور بيا )