کله چې لوی ټولواک احمدشاه بابا وفات شو نو ترشاه یوه لویه امپراطورۍ په میراث پرېښوده چې دساتلو لپاره یې یومېړانه ، هوښیار او هېوادپال شخص ته اړتیا وه ، که څه هم د احمدشاه بابا مشر زوی تیمورشاه چې دپلار له مړینې وروسته واکمن شو دومره یې وکړای شو چې دخپل پلار دامپراطورۍ سیمې وساتي او نورو لاس اچوونو ته یې دومره زړه نه ښه کاوه ، خو تردې وروسته دسدوزیو په کورنۍ کې دلوی عظم اومېړانې شخصیت شاه زمان دې ته زړه ښه کوي ترڅو دخپل نیکه دامپراطورۍ پولې نورې هم پسې وغځوي .
تیمور شاه په ۱۷۹۳ زېږدیز کال په پېښور کې ناروغه شو او کابل ته له راتګ څخه وروسته ومړ، تیمورشاه څلورویشت زامن درلودل چې اته زامنو یې ور سره په دولت کې یوځای وو اوهریوه ته یې لاندې دندې او واکونه ورسپارلي وو:
همایون دکندهار واکمن
محمود دهرات واکمن .
عباس دپېښور واکمن .
زمان دکابل واکمن .
شجاع دکشمیر واکمن .
کهندل خان دغزني واکمن .
دتیمورشاه پدې اته زامنو کې پرته له شاه زمان څخه نورټول غوړه مالان ، دپردو مریان او ناپوهه کسان وو چې دپردیو په لمسون او غولونه یې خپل هېواد له سترو غمیزو سره لاس اوګریوان کړ.
دتیمورشاه ترمرګ وروسته یې زوی شاه زمان پاچا شو ، شاه زمان یو هوښیار مدبر او په هېواد مین انسان و او دیوې لویې امپراطورۍ هیله یې هم درلوده ، خو وروسته به وګورو چې شاه زمان له داسې مغرضو ګاونډیو او نااهله ورونو سره لاس اوګریوان کیږي چې دا هیلې او ارمانونه دتل لپاره ترې شاه ته پاتې کیږي .
شاه زمان ترپاچاکېدو وروسته خپل یوشمیر ورونه پرته له همایون او محمود څخه چې دا مهال له کابل څخه دباندې وو نور ټول دکابل په بالاحصار کې بندیان کړل ترڅو دې ته په واک کې خنډ رامنځته نکړي ، همایون دشاه زمان له پاچاهۍ سره مخالفت ښکاره کړ او پر وړاندې یې سر راپورته کړ خو شاه زمان دهمایون اېل کولو په موخه خپل وزیر سردار پاینده خان ور ولیږه همایون پدې جګړه کې ماتې وخوړه او بلوڅستان ته وتښتېد چې بیا هلته ونیول شو او په سترګو ړوند شو ، دشازمان لخوا دهمایون ړندول دسدزو واکمنانو ترمنځ دکورنیو ورانوونکو جګړو سیګنال و چې وروسته یې ډېرې ترخې پایلې درلودې .
شاه زمان دهند دنیولو لپاره لوی خوبونه لېدل لکه چې یو افغان نامتو تاریخ لیکوونکی احمد علي کهزاد دشاه زمان په اړه داسې لیکي : (( دسدوزو دریم پاچا شاه زمان دهند په خاوره کې دپرمختګ ډېرزیات لېوال و او دومره پدې نقشې مین و چې پرته لدې یې نورڅه نه پېژندل او هرڅه به یې چې لیدل نو ټول به یې لدې ارمانه ځارول ، او هیڅ کال به داسې نه و چې یوځل به یې ځان دخپل هېواد وروستي ختیځ ښار لاهور ته نه رساوه )) په ۱۹۹۸ زېږدیز کال کې یوځل شاه زمان له خپل پوځ سره لاهور ته ولاړ ، لاهور ته دشاه زمان تګ په هند کې دخلکو ترمنځ یوه عجیبه ولوله او انګازه خپره کړه ، دهند خلک په ځانګړې توګه مسلمانان چې دانګریزانو له ظلم او ناروا څخه تنګ شوي وو له دې حالت څخه دخلاصون لپاره دشاه زمان راتګ ته سترګې په لاره وو ، او څو ځله یې شاه زمان ته لیکونه استولي و ترڅو هند ته راشي او دا خاوره د انګریزانو له منګولو خلاص کړي ، خو ښکېلاګرو انګریزانو چې دامهال یې هند ترخپلې ولکې لاندې راوستی و دشاه زمان دې ډول تصمیم سخت اندیښمن او وارخطا کړي وو ترڅو هند چې دانګریزانو لپاره یې ډیر ارزښت درلود دشاه زمان لاس ته ورنشي ، له بلې خوا دروس تزار او دفرانسې امپراطور ناپلیون بوناپارټ هم غوښتل ترڅو دافغانستان له لارې پرهند ورپورته شي ځیني مؤرخین وایې چې ناپلیون پدې هکله افغان واکمن شاه زمان ته هم خپل یو استازی لیږلی و ترڅو دافغانستان له لارې پرهند برید وکړي دناپلیون او شاه زمان دې کار دانګریزانو تشویش نور هم ور زیات کړ ، خو دناپلیون نقشې لا ډېر وخت ته اړتیا درلوده ، دانګریزانو لپاره یوازینی او بیړنی خطر دشاه زمان برید و.
انګریز لیکوال جان ویلیم کي په خپل کتاب ( دافغانستان جګړې ) کې لیکي :
( پدې وخت کې دانګریزانو له افغانانو څخه سخته ویره او وحشت و چې بالاخره ایرانیان یې فریاد ته ورسېدل ، انګریزانوایرانیانوته ویل افغانانو باندې فشار راوړﺉ ترڅو موږ له یو خطرناک او ویروونکي برید څخه وژغورﺉ ) .
انګریزانو دشاه زمان لخوا احتمالي خطر په موخه په سیمه کې دقیقه مطالعه پیل کړه او دشاه زمان دپلان شنډولو لپاره یې هلې ځلي پیل کړې ترڅو دهند پرلورې دده مخه ونیسي ، انګریزانو دشاه زمان دمخنیوي لپاره یوه بیړنۍ نقشه ترلاس لاندې ونیوله او دا نقشه یې ډېر ژر ترتطبیق لاندې ونیوله .
په ۱۷۹۸ زېږدیز کال کې په برتانوي د هند وایسرای لارډویسلي په ایران کې خپل ایراني لاصله استازي مهدي علي خان ته سپارښتنه وکړه ترڅو دایران له دولت سره اړیکې ونیسي او شاه زمان پروړاندې یې تحریک کړي . مهدي علي دایران شاه ته ورغی او داسې یې ورته وویل :
( شاه زمان چې اوس مهال په لاهور کې دی دهغه ځای پرشیعه ګانو ډېرظلم او زیاتی کوي او ټول ټول شیعه ګان له ویرې دختیځ هند کمپنۍ ته کډه شوي دي ، که د ایران شاه ددې کار په بدل کې پرافغانانو برید وکړي نو ډېر ثواب به وګټي ، ددې لپاره غوره لار داده چې شاه محمود یانې دشاه زمان ورور چې اوس مهال یې ایران ته یې پناه راوړې ده له یوشمېر پوځ سره افغانستان ته ولیږل شي ترڅو واک دشاه زمان له تخته راګذار کړي او په پدې توګه پرشیعه ګانو به هم ظلم پای ته ورسیږي ) ۱ ددې نقشې طراح دبنګال انګریز واکمن لارډ مارینګټن چې دسیمې حالات لاپخوا مطالعه کړي وو دیوبل انګریزي استازي سرجان مالکم په لاس دایران پاچا فتح علي شاه قاجار ته واستوه ترڅو شاه زمان له خپلو ناراضه ورونو سره په کورنیو جګړو ورښکېل کړي ، پدې وخت کې دایران او افغانستان ترمنځ دخراسان او دواړو هېوادونو دپولو ترمنځ اړیکې یوڅه خړې پړې شوې وې چې دې کار انګریزان نور هم پیاوړي کړل ، خو شاه زمان نه غوښتل چې ایران سره یې کومه ستونزه پیداشي سربېره پردې شاه زمان هڅه کوله ترڅو دایران شاه له ځانه راضي وساتي .
دایران پاچا هم یوغوړه مال ، رشوت خور او مادیت پرسته انسان و انګریزانو هم ښه پېژندلی و نوځکه یې په ۱۸۰۱ کال کې دمسلمان ګاونډي (شاه زمان ) پروړاندې یې له انګریزانو سره دسرجان مالکم په استازيتوب یو تړون لاسلیک ، په تړون کې ویل شوي که دافغانستان پاچا پرهند برید وکړي نو ایران به دافغانستان پروړاندې ودریږي او له هند څخه به دفاع کوي او که افغانستان پرایران برید کوي نو انګلیس به یې ملاتړ ته وردانګې انګریزانو بډې خور پاچا قاجار ته ددې تړون په بدل کې دوه دانې دالماس غمي او همدارنګه یې درې میلونه کلدارې ، دېرشه زره ټوپکې او شل دانې توپونه قاجاري دولت ورکړل ( ۲)
له بلې خوا انګریزانو دپنجاب سکان هم دشاه زمان پرضد دېته هڅول ترڅو خپلواکي اعلان کړي پنجاب دامهال ددراني امپراطورۍ سیمه و او واکمن یې هم یوماجرا جوی اوچالاکه سړی رنجیت سنګ و چې پخپله شاه زمان ټاکلی و، انګریزانو خپلې شومې نقشي پوره کړي اوشاه زمان یې داور په لمبو کې راګیرکړ .
لکه څنګه چې مو مخکې یادونه وکړه محمود له خپل وررو سره دواک پرسر ایران ته پناه وړې وه او له هغه ځایه دایران پاچا فتح عليشاه قاجار په لمسون او ملاتړ په ۱۸۰۱ زیږدیز کال افغانستان ته راننوت ، شاه محمود له خپل وررو فیروزالدین ، سردار فتح خان او له یوتن زوی سره یې دسیستان له لارې پرکندهار برید وکړ ، شاه زمان چې دامهال په پېښور کې و دکندهار ددفاع په موخه له ۱۵۰۰۰ زره سرتېرو سره دسردار احمد په مشرۍ پرکندهار برید وکړ شاه محمود له کندهاره مخ پروړاندې دکابل پرلوري حرکت کړی و چې دقلات او مقر په سیمه کې ددواړو لورو ترمنځ نښته وشوه ، دشاه زمان پوځ مات شو او پرشاه ولاړ ، شاه زمان لکه زندۍ شوي زمري هرې خواته لاس او پښې اچولې ترڅو بل شوی اور مړکړي خو هیڅ څه یې لاس ته نه ورتلل او کومې مطلوبې نتجې ته ونه رسېد ، د شاه زمان له محمود سره جګړه بایلوله او بېرته دپېښور پر لوري وګرځېد ترڅو له هغه ځایه نور ملاتړي ځواکونه له ځانه سره راولي ، د تګ پرمهال دکابل جلال اباد ترمنځ سیمه جګدلک کې له خپل وزیر رحمت الله خان سره دملا عاشق الله شینواري په کور کې چې دشاه زمان نږدې ملګری و دمه شول ، پدې وخت کې شاه محمود کابل تسخیر کړی و نو ملاعاشق الله شینواري چې دشاه زمان زوال او دمحمود بریا ولیده نو شاه زمان او وزیر رحمت الله خان یې محمود ته په لاس ورکړل ، محمود له شاه زمان سره هغه څه وکړل چې دده له سکني ورور همایون سره یې کړي و یانې دسترګو له نعمت څخه یې بې برخې کړ ، پدې توګه ملاعاشق الله شینواري له خپل ملګري او میړني پاچا شاه زمان سره یولوی خیانت وکړ او ددې میړني ، باعظمه پاچا هیلې یې په اوبو لاهو کړې او دانګریزانو دسترګو اغزی شاه زمان یې دتل لپاره دبدبختۍ کندې ته ورټېل وهه ، دشاه زمان له ړوندولو او دمحمود له واک ته رسېدو سره سکانو هم دبغاوت سرونه راپورته کړل او ځانته یې جلا خپلواک حکومت جوړکړ.
شاه محمود یو بې کفایته او بې پروا ، عیاش سړی و او دپاچاهۍ وړتیا یې هم نه درلوده دحکومت ټولې چارې یې تکړه او نامتو وزیر سردار فتح خان پرمخ بیولې همدا لامل و چې دشاه محمود پاچاهۍ هم دومره دوام ونکړ او سدوزو ټغر ټول شو چې پرځای واک بارکزو ورنو ته په لاس ورغی .
دشاه زمان تېروتنې :
لکه څنګه چې مو مخکې دشاه زمان شخصیت اومېړانې په هکله خبرې وکړي نور نو دهغه مېړني په هکله څه ویل پکار ندي دهغه کړنې پخپله دنوموړې دشخصیت ښکاره بېلګې دی ، خو دخپلې واکمنۍ پرمهال یې یوڅه نیمګړتیاوې هم ترشاه پرېښودې ، دا نیمګړتیاوې یوازې ترشاه زمان پورې نشو محدودولی بلکې دده پلار تیمورشاه هم ډېرې تېروتنې کړي دي .
لکه څرنګه چې پرافغانستان دقبیلوي ټولنې سیوری خور و نو ددولت ډیری لوړپوړي چارواکي هم قومي مشران او خانان و چې له پاچا سره به یې ددولت په چارو کې پوره ونډه اخیسته ، ددرانۍ امپراطورۍ بنسټ ګر او لوی ټولواکمن احمدشاه بابا هم په اداري نظام کې قومي اڼدول په پام کې نیولی و ، او ددولت شورا له قومي سردارانو څخه جوړه وه چې په سرکې یې حاجي جمال خان بارکزی و اوروسته بیا شاولیخان پوپلزی وټاکل شو پدې توګه داحمد شاه بابا په وخت کې ددولت پروړاندې کوم قومي خوځښت رامنځته نشو ، خو تر احمدشاه بابا وروسته تیمورشاه او زوی یې دې ټکې ته دومره پام ونه کړ، همدا لامل چې و قومي خوځښتونه رامنځته شول او هېواد له یولړ ورانوونکو کورنیو جګړو سره مخ شو چې په پای کې د سدوزو کورنۍ ډېر ژر له زوال سره مخ شوه او واک بارکزو ته ورنقل شو ، شاه زمان دبارکزیو قومي مشر اوبانفوذ سردار فتح خان دیوې دسیسې په تور په دار وخېژاوه ، لدې کار سره دسردار فتح خان زوی سردار پاینده خان پرشاه زمان بدګومانه شو او ایران ته لاړ او هلته یې له فراري شاه محمود سره لاس یوکړ او پرشاه زمان یې دواک له صحنې لیرې کړ ، شاه زمان دفیوډالیستي نظام ضد و او په دولت کې یې دقومي مشرانو اوسردارنو شتون نه خوښوه دا یو ځانغوښتی انسان و او هیڅ کله یې قومي مشرانو ته تن نه ورکاوه ، هغه څه به یې کاوه چې دده په خوښه دې ډول کړنو د شاه زمان پښې ور سستې کړې او له واکه رانسکور شو .
لمن لیکونه :
(۱) – افغانستان در پنج قرن اخیر- صدیق فرهنګ
(۲) – افغانستان درمسیر تاریخ- غبار
- دافغانستان دبهرنیو اړیکو تاریخ
- رجال ورویداد های تاریخی افغانستان
- دکابل پوهنتون دنړیوالو اړیکو دیپارټمنټ